
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت ش.ه.ید ( برخه : ۱۴ )
(د ش.ه.يد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
زرغون ښار
شپه پخه شوې وه چې دوی زرغون ښار ته ورسېدل، د تازه ګل ملګری يې ولېږه تر څو حاجي نوروز خان راپیدا کړي، چې شپه چېرې تیروو. دوی یو ساعت له کلي نه بهر منتظر ول چې نوروز خان ورسره يې د اکا زامن او څو تنه مچلغووال راغلل، له ځان سره يې ډوډۍ او خوراک هم را اخیستی و. له حاجي نوروز خانه یې لومړۍ پوښتنه د دوی د دوو تنو ملګرو شیخ محمد صدیق او مولانا سلطان جان په اړه وه چې دلته را رسیدلي که نه؟ نوروز خان ډاډ ورکړ چې هغوی همدلته دي.
نوروز خان وروسته وویل زما په ګومان مصلحت دا دی چې تاسو کلي ته مه داخلیږئ. ځکه ټول خلک تاسو پیژني، په تاسو راټولیږي او خبره عامیږي. دلته نږدې د کلي د کاریز خوله ده، همالته به لاړ شو او شپه به همالته تېره کړو. ټولو ومنله او د شپه تېر لپاره یې په هماغه ټاکلي ځای کې واړول.
له حاجي نوروز خان یې و پوښتل چې پلان خو داسې و چې لومړی مجلس به په زرغون ښار کې کوو، تاسو به د پنځه سوو په شاوخوا کې د احمدزیو مشران او مخور دلته راټولوئ او موږ به ورسره مجلس کوو. نوروز خان وویل چې اوس خو دغه درې تنه مشران له ما سره راغلی چې ریدي ګل، الله میر او عیسی خان نومیږي. د مچلغو د احمدزیو مشر ملک عبدالله جان چې له ما سره په دې مشوره کې شریک و، د کومې فاتحې لپاره څرخ ته تللی نو ځکه مې پیدا نکړای شو. نور ډېر کسان مې په دې خاطر را خبر نکړ چې هسې نه له وخت مخکې خبره افشا شي او حکومت تاسو ته مشکل جوړ کړي، خو زه وایم دغه مجلس به د زرغون ښار په ځای په مچلغو کې وکړو.
قاضي صاحب او ملګرو یې شپه همدلته تېره کړه، له همدې ځایه یې د موسهي د فیض محمد صاحب زاده د خلیفه ملا فقیر محمد آخند په لاس د فیض محمد صاحبزاده زوی، محمد نور صاحبزاده ته احوال واستاوه، چې دوی له کابل نه راوتلي او مجلس به یې د مچلغو په بورګي سیمه کې وي، نو که کولای شي ورسره ګډون وکړي. په سهار دوی د خوشي له لارې مخ په مچلغو روان شول.
مچلغو
د سفر ملګري له زرغون څخه د خوشي په لاره پکتیا ته روان شول. د ( آتي) سخت کوتل څخه تېر شول او سه شنبه د ربیع الاول ۱۳ مه مازدیګر څلور بجې د مچلغو سره ( بورګيو) کلي ته ورسېدل. د دې کلي خلک هم احمدزي دي چې د کورونو شمېر یې شلو ته رسیږي. دا چې پخوا د دې کلي خلک په جریان کې نه وو، لومړی وارخطا شول اما کله یې چې وپيژندل نو ډېر خوشاله شول او تود ښه راغلاست یې ورته ووایه. کله چې دوی ورته خپل پلان بیان کړ، نو د کلي خلکو وویل چې که مچلغو نور خلک درسره ودرېدل موږ هم درسره ولاړ یو.
د دې سیمې هوا ډېره په زړه پورې ده، سره له ده چې د اوړي موسم و خو دوی د یخ له امله د شپې اور بلولو ته اړ شول. کوم رود چې له سیدکرم څخه وتلی، له ګردیز تېر شوی او زرمت اوبوي، له همدې ځای نه سرچینه اخلي، له همدې امله خو همدلته یوه سیمه ( د چینو سر) هم بولي. همدا سیمه د لوګر، پکتیا، منګلو او ځاځیو د اتصال نقطعه هم ده. بل دا چې لرې پرته سيمه ده او د خلکو تګ راتګ ډېر نشته. شاید حاجي نوروز خان له دې امله د مجلس لپاره دا ځای غوره کړی وي چې په مخفیانه او خوندي توګه مجالس ترسره شي.
د کلي خلک اول د دوی د راتګ له مقصده خبر نه وو، خو کله چې خبر شول د حکومت له ډاره یو څه وارخطا شول، هغوی وویل موږ دلته شل کورونه یو، له موږ نه وسلې هم حکومت ټولې کړې دي نو موږ به څه وکړای شو. خو وروسته قاضي صاحب دوی ته وینا وکړه، هغوی ته يې وویل چې زموږ غرض بغاوت نه دی، یوازې د اسلام درد را پارولي یو، قاضي صاحب د اسلام درد په داسې مؤثر انداز بیان کړ چې ټول خلک یې وژړول. هغه وویل موږ یوازې د ولس له قوت نه په استفاده په حکومت فشار راوړو چې په خپلو نظامنامو کې تغیر راولي او له غیر شرعي کارونو لاس واخلي.
د سفر ملګري چې له کابل راوتلي وو، تر مچلغو پورې یې یوازې په زرغون ښار کې دوه ساعته خوب کړی و، نو ځکه یې دلته یو څه دمه جوړه شوه، دوی د ورځې په مسجد کې وو او د شپې به خلکو د ډوډۍ لپاره کورونو ته بیول. بله ورځ یې د حاجي نوروز خان په واسطه د مچغلو، کوهسين، غړک، تارو خېل او بازو خېل احمدزیو ته حال ولیږه چې مشران یې راټول شي او دوی ورسره مجلس وکړي. هغوی وویل چې د حکومت له ویرې د ورځې نه شو درتلای د شپې به درشو.
د شپې دولس بجې د ملک مستو خان په مشرۍ خلک راټول شول، ویل یې د دوی لوی مشر ملک غني لوګر ته تللی. دوی ورسره مجلس شروع کړ، خو داسې معلومېده چې په خلکو د حکومت وېره خپره وه. ملک مستو خان وویل چې دا خو ډېر دروند کار دی، آیا تاسو په ګردیز کې حکومتي قوا له ځان سره ملګرې کړې. ځکه دا کار خو نظامي قوت غواړي. له موږ سره هم دومره وسله نشته چې جګړه وکړای شو.
د ملګرو له جملې حضرت صاحب ورته وویل چې موږ نه غواړو چې جګړه وکړو، موږ غواړو چې یو ولسي قوت جوړ کړو او بیا په ګډه له حکومت څخه غوښتنه وکړو چې د شریعت خلاف کوم مسیر یې نیولی ترې را ودې ګرځي او د اسلام له بربادي دې لاس واخلي. زموږ یقین دی چې حکومت کله د اوضاع له وخامت څخه وویریږي له غیر شرعي اقداماتو به لاس واخلي، په دې توګه به موږ ته پرته له جنګه نتیجه په لاس راغلي وي، اما که حکومت زموږ سوله ییز وړاندیز ونه مانه بیا به هماغه وخت له عسکري قوتونو سره مفاهمه کوو، سره له دې چې د ځاځیو د چاوڼۍ مشر برګېډ عبدالغني خان له اوسه هم له موږ سره ملګری دی.
د مچلغو مجلس بې له کومې معلومې نتیجې پای ته رسیږي او همدلته د ملنګ په جامه کې یو مرموز شخص د دوی سره ملګری کیږي چې ځان د قادریه طریقت مرید بولي او د حکومت خلاف فعالیت کې د د دوی د ملګرتیا دعوه کوي. خو دا چې وروسته يې د ملګرتیا له امله دوی ته ډېرې ستونزې پیښیږي، حضرت محمد صادق مجددي یې د غلو ملګری یا د حکومت مخبر ګڼي او په ملګرتیا یې پښېمانيږي. همدغه ملنګ دوی ته وویل چې حکومت په مچلغو کې د دوی په شتون خبر شوی دی او ډېر ژر به یوه عسکري قوه د دوی د نیولو پسې راشي. له دې سره دوی اراده وکړه چې کلي پریږدي او ورڅیرمه غرونو کې پناه واخلي. د عیسي خان په نوم کس یې ځاځيو ته ولیږه تر څو برګېډ عبدالغني خان سره حال شریک کړي،مچلغو نه له حرکت وړاندې یې د مرموز ملنګ په مشوره د پکتیا مختلفو قومونو ته لیکونو ولیکل چې ملنګ وویل زه به یې د خپلو مریدانو په لاس تر هغو ورسوم، دغه راز یې یو لیک په عربي ژبه د قادریه طریقې مشر پیر سید حسن قادري ته ولیږه چې خپله داعیه يې په کې تشریح کړې وه.
د غرونو پر خوا د روانېدلو په وخت کې یې خپله ټوله سرمایه درې زره افغانۍ چې محمد صدیق خان په یوه صندوقچه کې ساتلې وه څه اندازه یې ترې نورو ملګرو ته ورکړې تر څو یو ځايي ضائع نه شي.
دوام لري…