Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۵)
اسلام دوشنبه _30 _مارچ _2026AH 30-3-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۵)
الهي آیتونه او پر ځمکه د ژوند څرک
د الله تعالی د عظمت یوه نښه دا ده چې کله ناکله ځمکه کلونه کلونه وچه پاتې کېږي، خاوره یې ‌حاصل نه ورکوي او دښتې یې شاړې پاتې کیږي. دا حالت پرته له دې چې د ژوند کوم څرک پکې ولیدل شي کېدای شي اووه یا لس کاله دوام وکړي؛ خو کله چې باران پرې وورېږي، نو ځمکه ناڅاپه زرغونه شي، بوټي، ګلان او واښه پکې را وټوکېږي او انسان ځانته ګوته په غاښ کړي.
یوه پوښتنه چې دلته راپورته کېږي دا ده چې: «دا تخمونه له کومه راغلي دي؟ ولې د اوږدو کلونو په ترڅ کې په خاوره کې پراته وو او له منځه نه دي تللي؟» د دې پوښتنې ځواب پخپله د الله تعالی د حکمت او اعجاز یوه نښه ده.
د ځمکې د تخریبي عواملو (Erosion) پر وړاندې د تخمونو مقاومت
د ځمکې له تخریبي عواملو موخه باد، باران، تودوخه او سړه هوا ده چې آن په ډېرو کلکو ډبرو هم اغېز کوي او په خاوره یې بدلوي. پوښتنه دا ده چې: ایا پورته عوامل پر تخمونو اغېز نه کوي؟
د نباتي علومو د علماوو ځواب دا دی چې: «تخمونه په داسې ډول پیدا شوي دي چې د ځمکې د تخریبي عواملو پر وړاندې خوندي پاتې کېږي.»
یعنې تخمونه که څه هم په خاوره کې خښ وي او د انسان سترګې یې نه ویني، خو بیا هم کلونه کلونه د تودوخې، یخنۍ، کنګل او سختو بادونو پر وړاندې مقاومت کوي. د تخم بهرنی پوښ، هغه داخلي جوړښت (جنین)، لومړنۍ وده‌کوونکې برخه (سویک) او زېرمه شوې غذا، دا ټول د تخم په ژوندي ساتلو کې مرسته کوي. د باران د لومړنیو څاڅکو په اورېدو سره ځمکه را شنه کېږي او نوي بوټي راټوکېږي.
عملي بېلګه: د سختو شرایطو پر وړاندې د تخم مقاومت
د دې حیرانوونکې پدیدې یوه بېلګه د مصر په اهرامونو کې د غنمو تخم موندل دي. دا غنم شاوخوا شپږ زره کاله مخکې زېرمه شوي وو، خو له دومره اوږدې مودې وروسته یې هم وکولای شول چې بېرته را شنه شي او نوی بوټی تولید کړي.
دا موضوع ښيي چې د تخم دننه موجود جنین د خپل نازک پوښ او زېرمه شوې غذا په مرسته کلونه کلونه د سختو چاپېریالي شرایطو پر وړاندې ژوندی پاتې کېږي او هیڅ ډول زیان نه ویني.
د تخم د مقاومت او د انسان د معدې د فعالیت ترمنځ پرتلنه
د دې اعجاز د لا ښه درک لپاره یوه تشبیهي بېلګه د انسان د معدې فعالیت دی. معده د هایدروکلوریک اسید په درلودلو سره کولای شي تر ټولو کلکې غوښې هم هضم کړي او په مایع یې واړوي. خو سره له دې ځینې تخمونه آن که وخوړل شي بیا هم له کوم تخریب پرته له معدې څخه تېرېږي.
دا د تخمونو هغه حیرانوونکی مقاومت په ډاګه کوي چې د میخانیکي او کیمیاوي شرایطو پر وړاندې خوندي ساتل شوي دي چې دا پخپله د الهي تدبیر او اعجاز یوه څرګنده نښه ده.
د غنم دانې د بهرني پوښ اهمیت
غنم د انسان لپاره د بشپړ خوراک په توګه پېژندل کېږي، یوازې دا نه چې په ځمکه کې مقاومت لري، بلکې داسې بهرنۍ پوښ هم لري چې د ټولې دانې د وزن شاوخوا ۹٪ برخه تشکیلوي او د «تخم د بهرنی برخې» په نوم پېژاندل کیږي.
د غنمو په بهرني پوښ کې موجود ترکیبات:
  • د B ډلې ویټامینونه (B1، B2،B6 او نور…)؛
  • فاسفوري مواد؛ د دماغ او اعصابو د تغذیې لپاره؛
  • اوسپنه؛ د وینې د پیاوړتیا او د اکسیجن د لېږد لپاره؛
  • کلسیم؛ د هډوکو او غاښونو د پیاوړتیا لپاره؛
  • سیلیکون؛ د وېښتانو د پیاوړتیا او ځلا لپاره؛
  • آیوډین؛ د تایرایډ د فعالولو لپاره؛
  • پوتاشیم، سوډیم او مګنیزیم؛ د انساجو د سلامتۍ او د انزایمونو د فعالیت لپاره.
له یادو ترکیباتو څخه په ډاګه کېږي چې د غنمو داخلي پوښ بشپړ غذایي ارزښت او الهي اعجاز لري. له بده مرغه په ډېریو مواردو کې انسانان له غنم څخه پوښ جلا کوي او په ناخالص ډول یې کاروي، چې په پایله کې یې انسانان له مهمو غذایي ارزښتونو بې‌برخې کیږي.
احادیث او د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنت
د اسلام پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د خوړو په طریقه کې د غلو دانو د بشپړې ساتنې او د هغوی د طبیعي برخو د نه بېلولو اهمیت ته اشاره کړې ده:
«عن أبی حازم قال: سألت سهل بن سعد فقلت: هل أكل رسول الله صلى‌الله‌علیه‌وسلم النقی؟ فقال سهل: ما رأى رسول الله صلى‌الله‌علیه‌وسلم النقی، من حین ابتعثه الله حتى قبضه الله. قال: فقلت: هل كانت لكم فی عهد رسول الله صلى‌الله‌علیه‌وسلم مناخل؟ قال: ما رأى رسول الله صلى‌الله‌علیه‌وسلم منخلا، من حین ابتعثه الله حتى قبضه. قال: قلت: كیف كنتم تأكلون الشعیر غیر منخول؟ قال: ‌كنا ‌نطحنه وننفخه، فیطیر ما طار، وما بقی ثریناه فأكلناه.»[1]
ژباړه: «ابو حازم رحمه‌الله وایي: له سهل بن سعد رضی‌الله‌عنه څخه مې وپوښتل: ایا رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سپین او صفا اوړه خوړلي دي؟ هغه وویل: رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له بعثت څخه تر وفات پورې هېڅکله سپین غلبېل شوي اوړه ونه لیدل. ترې ومې پوښتل: ایا تاسې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په زمانه کې غلبېل درلود؟ ویې ویل: رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له بعثت څخه تر وفات پورې غلبېل ونه لید. پوښتنه مې وکړه: نو تاسې به څنګه هغه وربشې خوړلې چې غلبېل شوې به نه وې؟ ځواب یې راکړ: موږ به اوربشې د ژرندې په وسیله ميده کولې، وروسته به مو پوکی ورته وهه، پوښ او خاوره به یې الوتل او پاتې به مو له اوبو سره خمیره کول او خوړل به مو.»
له پورته حدیث شریف څخه په ډاګه کېږي چې د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم په زمانه کې مسلمانانو غلې دانې له خپلو ټولو طبیعي ځانګړتیاوو سره کارولې او د هغوی له غذایي موادو څخه یې بشپړه ګټه اخیسته.
په لنډ ډول ویلای شو چې تخمونه نه یوازې دا چې پر ځمکه د ژوند امکان رامنځته کوي، بلکې د ځمکې د تخریبي عواملو او سختو چاپېریالي شرایطو پر وړاندې حیرانوونکی مقاومت هم لري. دا ډول مقاومت او د تخم دا ډول دقیق جوړښت د الله تعالی د «حکمت او قدرت» یوه ښکاره نښه ده. همدارنګه د تخم بهرنۍ پوښ او پکې زېرمه شوي غذایي مواد د تخم د ساتنې ترڅنګ د انسان په تغذیه کې حیاتي رول لري او په ورځني ژوند کې له الهي او طبیعي سنتو د پیروی پر اهمیت ټینګار کوي.
«هَٰذَا خَلقُ ٱللَّهِ فَأَرُونِی مَاذَا خَلَقَ ٱلَّذِینَ مِن دُونِهِۦۚ»[2]
ژباړه: «دا هرڅه چې تاسې یې وینئ الله تعالی پیدا کړې دي؛ نو ماته وښایاست چې له هغه پرته نورو څه پیدا کړي دي؟ (تر څو د عبادت او الوهیت مستحق وبلل شي).»[3]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:

[1]. صحيح البخاري، كتاب الأطعمة، باب: ما كان النبي صلى‌الله‌عليه‌وسلم وأصحابه يأكلون، رقم الحدیث: ۵۰۹۷، ج ۵، مخ ۲۰۶۶.

[2]. لقمان: ۱۱.

[3]. د «موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة»، ج ۲، مخونه  ۱۲۱-۱۲۶ لنډ مطلب.

اعجاز قرآن قران کریم معجزه
Previous Articleله مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)
Next Article کپیټالېزم (برخه: ۱۱)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)

یکشنبه _30 _اگست _2026AH 30-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD35 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD31 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD29 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD22 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.