لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۰)
طب او اسلام
اسلام د انسان د کمال او فطرت دین دی. د دین په ښوونو کې د بدن او روح روغتیا، د اړتیاوو او ارزښتونو پوره کول او د دنیا او اخرت اصلاح ته يو شان پام شوی دی. د اسلام له نظره د بدن روغتیا د نفس له روغتیا او لوړوالي سره تړلې ده؛ ځکه چې سالم او ځواکمن عقل د سم انتخاب او صالح عمل سرچینه ده، نو الله تعالی د بدن روغتیا، د جسم قوت او د عقل روښانتیا د انسان د غوره والي لاملونه ګرځولي دي. په قرآن کریم کې را غلي دي: “وَقَالَ لَهُم نَبِیُّهُم إِنَّ ٱللَّهَ قَد بَعَثَ لَكُم طَالُوتَ مَلِكاًۚ قَالُوا أَنَّىٰ یَكُونُ لَهُ ٱلمُلكُ عَلَینَا وَنَحنُ أَحَقُّ بِٱلمُلكِ مِنهُ وَلَم یُؤتَ سَعَةً مِّنَ ٱلمَالِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصطَفَىٰهُ عَلَیكُم وَزَادَهُۥ بَسطَةً فِی ٱلعِلمِ وَٱلجِسمِ”[1] ژباړه: «او وويل دوی ته نبي د دوی چې بېشکه الله تعالی تاسې ته طالوت (د) پاچاه (په توګه) غوره کړی دی. دوی (بني اسراييلو) وويل چې څنګه به طالوت پر موږ پاچاه وي؟ په داسې حال کې چې موږ ډېر مستحق يوو چې پاچاه وي او هغه ته د مال پراخي هم نه ده ورکړل شوې. (نبي) وويل: بېشکه الله تعالی غوره کړی دی دا طالوت پر تاسې باندې او زيات کړی يې دی هغه له جهته د پراخۍ د علم او (په) جسم کې.» یعنې الله تعالی هغه کسان چې پوهه او جسماني ځواک لري، د مسؤولیتونو د ترسره کولو او د خیر کارونو لپاره ډېر وړ ګڼي.
اسلام د خلکو د ارزونې لپاره سم معیارونه بیانوي او ټینګار کوي چې ځواک او امانتداري (چې په نننۍ ژبه کې یې کفایت او اخلاص بولي) اصلي معیارونه دي: “قَالَت إِحدَىٰهُمَا یَٰأَبَتِ ٱستَئجِرهُۖ إِنَّ خَیرَ مَنِ ٱستَئجَرتَ ٱلقَوِیُّ ٱلأَمِینُ”[2] ژباړه: «له هغو دواړو يوې يې وويل: ای زما پلاره! هغه په مزدورۍ ونيسه، بېشکه يو غوره مزدور چې ته يې نيسې هغه دی چې قوي او امين وي.»
دا معنا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا کې هم تکرار شوې ده، چې وايي:”المؤمن القوی خیر، أو أفضل وأحب إلى الله من المؤمن الضعیف.”[3] ژباړه:« د خدای جل جلاله لپاره ځواکمن او پیاوړی مومن د یو کمزوري مومن په پرتله غوره او ډېر محبوب دی.» یعنې ایمان چې له ځواک سره مل وي، انسان او ټولنه پر مخ بیايي.
پیغمبر صلی الله عليه وسلم جسمي روغتیا د دنیوي ژوند د یوې برخې په توګه معرفي کوي: “من أصبح منكم معافى فی جسده، آمنا فی سربه، عنده قوت یومه، فكأنما حیزت له الدنیا.»[4] ژباړه:« څوک چې سهار له خوبه را ویښ شي، بدن یې روغ وي، په خپل چاپیریال کې خوندي وي او ورځني خواړه یې چمتو وي، نو داسې ده لکه ټوله نړۍ چې ورته ورکړل شوې وي.» دا روایت ښيي چې د اسلام له نظره، جسمي او رواني روغتیا او د هغوی پالنه د عبادت او ټولنې د اصلاح د لارې یوه برخه ده.
په اسلام کې طب څلور برخې لري چې عبارت دي له: طبیعي، رواني، مخنیوی کوونکی او معالجوي.
(۱) طبیعي طب د فرد پر فعالیت او هڅې ټینګار کوي او د اسلام د ښوونو له مخې انسان باید د کار او هڅې، بخښلو او قربانۍ پر بنسټ ژوند وکړي، نه د تنبلۍ او بې پروايۍ پر بنسټ. د معاصر طب له نظره هم بدني هڅه او رواني ارامتیا د زړه، عضلاتو او رګونو د سیستمونو د روغتیا لامل کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو غزاګانو کې د دې چلند بېلګه وړاندې کړې ده، کله چې د سپرلۍ لپاره اوښان کافي نه و، نو خپله به له نورو سره پر یوه اوښ سپوره شو او په نوبت به یې لاره وهله، چې د هڅې او مساوات یوه بېلګه وي. دا جسمي او رواني هڅه د زړه، عضلو، ټولنیزو اړیکو او انساني اړیکو د روغتیا لامل کېږي.
(۲) په اسلام کې رواني طب ځانګړی ځای لري؛ ځکه ډېرې ناروغۍ د رواني کړکېچونو او خپګانونو له ریښو څخه را پيداکېږي. هغه انسان چې په شرک ککړ وي او له الله څخه غافل وي، د دروني وېرې او وحشت ښکار کېږي، لکه څنګه چې قران کریم وايي: “سَنُلقِی فِی قُلُوبِ ٱلَّذِینَ كَفَرُوا ٱلرُّعبَ”[5] ژباړه: «ژر به د کافرانو په په زړونو کې وېره واچوو.»
بېځایه خپګان او اندېښنې د بېوزلۍ یا ناروغۍ وېره، روحي فشار، د زړه، رګونو او عصبي ناروغۍ زیاتوي. برعکس په الله جل جلاله رښتینی ایمان لرل چې د نړۍ خالق او روزونکی دی، روحي ارامي او امنیت راولي او د انسان رواني ژوند له وحشت او اندېښنو څخه ژغوري: ” ٱلَّذِینَ ءَامَنُوا وَلَم یَلبِسُوا إِیمَٰنَهُم بِظُلمٍ أُولَٰئِكَ لَهُمُ ٱلأَمنُ وَهُم مُّهتَدُونَ”[6] ژباړه: «نو هماغه خلک چې ايمان يې راوړی او خپل ايمان يې له ظلم (شرک) سره نه وي ګډ کړی د همدې لپاره امنيت (نجات) دی او همدوی په سمه لار برابر دي.»
(۳ ) د ناروغۍ د نښو نښانو د درملنې په پرتله د ناروغۍ د لاملونو له منځه وړل غوره او اسانه دي. ان که ناروغي په دوا له منځه لاړه شي، د هغې جانبي اغېزې ښایي په راتلونکي کې څرګندې شي، لکه د زړه او پښتورګو ناروغۍ. د اسلامي لارښوونو له مخې په مخنیوي کې د پاکوالي څارنه، اودس او غسل کول، د خوړلو او څښاک له زیاتوالي څخه ډډه کول او نور جايز شیان شامل دي. قران کریم په واضح ډول دا مساله ذکر کړې ده: “یَٰبَنِی ءَادَمَ خُذُوا زِینَتَكُم عِندَ كُلِّ مَسجِدٍ وَكُلُوا وَٱشرَبُوا وَلَا تُسرِفُواۚ إِنَّهُۥ لَا یُحِبُّ ٱلمُسرِفِینَ”[7] ژباړه: «ای د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت کې مو خپل د ښکلا لباس واخلئ او وخورئ، وڅښئ، خو اسراف مه کوئ، بېشکه هغه (الله) اسراف کوونکي نه خوښوي.»
پیغمبر صلی الله عليه وسلم هم په خوراک او څښاک کې اعتدال ټاکلی دی: “ما ملأ آدمی وعاء شرا من بطن، بحسب ابن آدم أكلات یقمن صلبه، فإن كان لا محالة، فثلث لطعامه وثلث لشرابه، وثلث لنفسه”[8] ژباړه: « انسان د خپلې خېټې په پرتله بدتر لوښی نه دی ډک کړی. د ادم زوی ته څو مړۍ بس دي چې هغه سم او پر خپلو پښو ودروي. که اړ شي چې ډېر وخوري، نو باید خپله خېټه په درې برخې ووېشي: یوه برخه د خوراک لپاره، یوه برخه د څښاک لپاره او بله برخه د ساه اخیستو لپاره.
د دې برابرۍ او پاکوالي مراعاتول د جسمي او رواني روغتیا د کار د وړتیا زیاتېدو، د ټولنیز یووالي او ان د الله جل جلاله د خوښۍ لامل کېږي: “إِنَّ ٱللَّهَ یُحِبُّ ٱلتَّوَّٰبِینَ وَیُحِبُّ ٱلمُتَطَهِّرِینَ”[9] ژباړه: «بېشکه الله تعالی خوښوي توبه ايستونکي (له ګناهونو څخه) او خوښوي ځان ساتونکي له (پليتيو څخه).»
(۴) په اسلام کې طبي درملنه له عقل او شریعت سره سمه ده. د ناروغۍ د لرې کولو لپاره د دوا او درملنې د طریقو کارول مشروع او عقلاني دي. قران کریم وايي: «وَإِذَا مَرِضتُ فَهُوَ یَشفِینِ»[10] ژباړه: «او کله چې زه ناروغ شم همغه ذات دی چې ما ته شفا راکوي.»
پیغمبر صلی الله عليه وسلم هم وايي: “تداووا، فإن الله لم یضع داء إلا وضع له دواء”[11] ژباړه: «درملنه وکړئ؛ ځکه الله هېڅ ناروغي نه ده ایښې، خو دا چې د هغې لپاره یې علاج هم ایښی دی.»
درملنه د سم تشخیص او مناسبې دوا ټاکلو ته اړتیا لري او یوازې د الله جل جلاله په اجازه اغېز کوي، نو ځکه درملنه او پر الله جل جلاله توکل د يو بل ضد نه دي، لکه څنګه چې د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د وخت تاریخي روایتونه ښیي، کله چې په سوریه کې طاعون خپور شو، د مخنیوي لپاره یې عقلي پرېکړې او توکل په یو وخت کې مراعت شول.
په پای کې اسلام طب مسؤول او تخصصي ګڼي. هر هغه څوک چې پرته له پوهې درملنه کوي د پايلو مسؤول يې هم خپله دی: “من تطبب ولا یعلم منه طب فهو ضامن”[12] ژباړه: « هر هغه څوک چې د طبابت دعوه وکړي او طبي پوهه ونه لري د هغې پایلې مسؤول دی.»
دا ټینګار ښیي چې د انسان او ټولنیزې روغتیا په خدمت کې د طبي تخصص، پوهې او اخلاقو پیروي د دین او عقل له ښوونو سره سمه ده.[13]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. البقرة: 247.
[2]. القصص: 26.
[3]. مسند أحمد، حديث أبي رمثة رضياللهعنه عن النبي صلىاللهعليهوسلم، رقم الحدیث: 8791، ج 14، ص 395 ط الرسالة.
[4]. سنن ابن ماجه، باب معيشة آل محمد صلىاللهعليهوسلم، رقم الحدیث: 4141، ص876 ت هادي.
[5]. آل عمران: 151.
[6]. الأنعام: 82.
[7]. الأعراف: 31.
[8]. سنن الترمذي، أبواب الزهد عن رسول الله صلىاللهعليهوسلم، باب ما جاء في كراهية كثرة الأكل، رقم الحدیث: 2537، ج 4، ص 391.
[9]. البقرة: 222.
[10]. الشعراء: 80.
[11]. مسند أحمد، حديث أسامة بن شريك، ج 30، ص 395 ط الرسالة.
[12]. سنن أبي داود، كتاب الديات، باب فيمن تطبب ولا يعلم منه طب فأعنت، رقم الحدیث: 4586، ج 4، ص 320 ط مع عون المعبود.
[13]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 194-0203.


