لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځهڅلویښتمه برخه)
د ټولنپوهنې علم په برخه کې د مسلمانانو رول
ټولنپوهنه یو توصیفي، تفسیري او مقایسوي علم دی چې بشري ټولنې د زمان او مکان له اړخه مطالعه کوي، تر څو هغه قوانین ومومي چې د ټولنو د پرمختګ او بدلون لامل ګرځي. ټولنپوهان د خپل علم موضوع هغه ټولنیزې پېښې ګڼي چې د انسانانو د راټولېدو، تعامل، دوهاړخیزو اړیکو او ګډ کلتور له امله منځته راځي. یادې پدیدې د افکارو، ارزښتونو، اقتصاد، حکومت، اخلاقو او نورو د بیان لپاره پر خاصو روشونو له توافق سره تړاو لري.[۱]
ټولنیزې پېښې د دوو یا ډېرو کسانو ترمنځ له تعامل څخه پیلېږي او د اړیکو په دوام سره ټولنیزې ډلې رامنځته کېږي، چې همدا د ټولنپوهنې د مطالعې اساسي موضوعات دي. سربېره پر دې، ټولنیز بهیرونه لکه شخړې، همکاري، سیالي، هوکړه، ټولنیزه طبقېبندي او ټولنیز تحرک هم تر مطالعې لاندې نیول کېږي. په فرهنګ، ټولنیز جوړښت، ټولنیزو نظامونو او شخصیتونو کې بدلونونه هم د دې علم له څېړنیزو ساحو څخه ګڼل کېږي.[۲]
که څه هم د ټولنیز تفکر ریښه د انسان پیدایښت ته رسیږي، خو انساني ټولنه تر ډېره وخته د یوه خپلواک علم موضوع نه وه. لومړنی کس چې د دې علم شتون او د موضوع خپلواکۍ ته یې اشاره وکړه مسلمان عالم «ابن خلدون» و. نوموړي په څرګندو ټکو اعلان وکړ چې یو نوی خپلواک علم یې کشف کړی، چې پخوانیو پرې خبرې نه دي کړې. ده دا علم «علم عمران» ونوموه او هغه څه یې ددې علم مسایل وبلل چې ذاتاً له انسان سره تړاو لري.
ابن خلدون د خپل کتاب په مقدمه کې څرګنده کړه چې دا علم نوی دی او پخوانیو پرې خبرې نه دي کړې. ده دا هم وویل چې کېدای شي وروسته له ده داسې کسان راشي چې د دې علم مسایل لا پسې پراخ کړي؛ ځکه د یوه علم د موجد دنده دا ده چې د علم موضوع او څپرکي وټاکي، او مسایل یې بیا ورو ورو د نورو له لوري بشپړېږي.
ابن خلدون د خپل کتاب «العبر» په مشهوره مقدمه کې نه یوازې د «علم عمران» یا ټولنپوهنې د خپلواک علم د بنسټ ایښودو یادونه وکړه، بلکې نور یې هم دې ته راوبلل چې لا یې پسې پراخ کړي. هغه وویل کېدای شي راتلونکي نسلونه چې روښانه فکر او پراخ علم لري، لا یې ژور او کامل وڅېړي. د ده په وینا د علم د بنسټګر دنده دا ده چې د علم موضوع او عمومي جوړښت وټاکي، خو د تفصیلاتو او پراختیا دنده د راتلونکو متفکرینو دنده ده.
د ابن خلدون د مقدمې بحثونه نن ورځ د ټولنپوهنې بیلابیلې څانګې ګڼل کېږي لکه: عمومي ټولنپوهنه، سیاسي ټولنپوهنه، اقتصادي ټولنپوهنه، ښاري او کلیوالي ټولنپوهنه، او د تعلیم او معرفت ټولنپوهنه. ابن خلدون ټولنیزې پېښې په واضح ډول تحلیل کړې او داسې نظریې یې وړاندې کړې چې لا هم د ټولنیزو مطالعاتو موضوعات دي. [۳]
د ابن خلدون ددې ټولو لاسته راوړنو سربېره، د لوېدیځو تاریخلیکنو له مخې د نولسمې پېړۍ فرانسوی فیلسوف «اګوست کنت» د ټولنپوهنې د بنسټګر په توګه معرفي کیږي. خو ډېری عادلانه څېړونکي بیا لکه اتریشی ټولنپوه «لودویګ ګومپلوویتس»، دا مني چې ابن خلدون له کنت څخه وړاندې په علمي او منظم ډول ټولنیزې پېښې مطالعه کړې وې. ځینې خو دا هم وايي چې کنت له ابن خلدون په ځانګړي ډول د ده له مقدمې ګټه اخیستې ده.
ابن خلدون د ټولنو د منځته راتګ او بدلون، د دولت د رول، او د تمدنونو د پایداری یا زوال د عواملو په اړه د نظریو په وړاندې کولو سره د انساني تفکر پر بهیر ژور اغېز پرېښی. نوموړي د علمي او دقیق تحلیل په مرسته د یوه داسې علم بنسټ کېښود چې وروسته د ټولنپوهنې په نوم وپېژندل شو.[۴]
د امام ابن خلدون پېژندنه، نظریات او علمي لاسته راوړنې
امام ابن خلدونچې بشپړ نوم یې «ابو زید عبدالرحمن بن محمد بن محمد بن محمد بن حسن بن جابر بن محمد بن ابراهیم بن عبدالرحمن بن خلدون حضرمي اشبیلي» و، د ۷۳۲ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په لومړۍ نېټه (۲۷ مې ۱۳۳۲ میلادي) په تونس کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. دی د اشبیلیې (سویا) د یوې علمي او اصیلې کورنۍ غړی و، چې د اندلس (اوسنۍ اسپانیا) له سقوط وروسته یې تونس ته هجرت کړی و.
ابن خلدون په ماشومتوب کې قرآن کریم حفظ کړ او پلار یې لومړی ښوونکی و؛ وروسته یې د تونس او اندلس له وتلو علماوو څخه مختلف علوم زده کړل، لکه مالکي فقه، حدیث، تفسیر، منطق، فلسفه، ریاضي، ادبیات او د عربي ژبې فنون.
کله چې د طاعون له امله د ده استادان وفات شول،نو سیاست او ادارې ته یې مخه کړه. په «فاس» ښار کې یې د بنیمرین د دولت په دربار کې د لیکوال او علمي سلاکار په توګه کار پیل کړ. وروسته غرناطه (گرانادا) ته ولاړ او له هغه ځایه د اشبیلیې لپاره د سفیر په توګه وټاکل شو. نوموړی څلور کاله د الجزایر په «قلعه ابنسلامه» کې واوسېد، هغه ځای چیرته یې چې خپل مشهور اثر «کتاب العبر و دیوان المبتدأ و الخبر» ولیکه. د دې کتاب مقدمه چې «مقدمه ابن خلدون» نومېږي، د ټولنپوهنې د علم لومړنی اثر بلل کېږي.
ابن خلدون په ۷۸۴ هجري قمري کال کې مصر ته لاړ او د سلطان الظاهر برقوق له لوري یې دروند هرکلی وشو. هلته د مالکي مذهب د قاضي په توګه وټاکل شو او تر پایه یې همالته ژوند وکړ. نوموړی په ۸۰۸ هجري قمري کال (۱۴۰۶ میلادي) کې په ۷۶ کلنۍ کې د قاهرې په شمال کې وفات شو او همالته خاورو ته وسپارل شو.[۵]
ابن خلدون په خپله مقدمه کې د ټولنو د جوړښت، کلتور، سیاست، اقتصاد او تاریخي بدلونونه په څېر ټولنیزې پېښې تحلیل کړې دي. ده داسې نظریات وړاندې کړل چې د دولتونو د ظهور، ودې او زوال څرنګوالی بیانوي، او ترڅنګ یې د «عصبیه» او «عمران» مفاهیم مطرح کړل.
دده نظریات د نوموړي له خپل عصر څخه وړاندې وو، او د اګوست کنت په څېر ګڼ شمېر لوېدیځ پوهان ترې اغېزمن شوي دي. د ابن خلدون مقدمه په بېلابېلو ژبو ژباړل شوې او تر نن ورځې د ټولنیزو او تاریخي علومو د اساسي مراجعو په توګه پېژندل کېږي.
د ابن خلدون د مقدمه علمي موضوعات:
۱. د بشري عمران په اړه: چې د عمومي ټولنپوهنې معادل ګڼل کېږي. دلته ابن خلدون د انساني ټولنې د پدیدو او د ټولنو د حرکت قاعدې بیانوي.
۲. د بدوي عمران په اړه: دلته د بدوي ټولنو ټولنپوهنه راځي. نوموړی د دغو ټولنو ځانګړتیاوې تشریح کوي او ښيي چې بدوي اجتماع د ښاري ټولنې بنسټ دی.
۳. د دولت، خلافت او سلطنت په اړه: دا برخه له سیاسي ټولنپوهنې سره تړاو لري. ابن خلدون دلته د حکومتولۍ قواعد، ديني نظامونه او نور سیاسي جوړښتونه تحلیل کړي دي.
۴. د ښاري عمران په اړه: دا برخه د ښاري ټولنپوهنې اړوند ده. ابن خلدون پدې برخه کې د ښاري ژوند، مدنیت، او تمدن اړوند ټولې پدیدې څېړي.
۵. د صنعت، معیشت او کسبوکار په اړه: دا برخه له اقتصادي ټولنپوهنې سره تړاو لري، دلته نوموړی پر ټولنیز وضعیت د اقتصادي شرایطو اغېز څیړي.
۶.د علومو او د هغوی د زدهکړې د طریقو په اړه چې د «تعلیمي ټولنپوهنې» معادل ده، ابن خلدون په دې برخه کې د تربیوي پدیدو، د زدهکړې د طریقو او د علومو د طبقهبندۍ تحلیل وړاندې کړی دی.[۶]
همداراز نوموړي د دیني او حقوقي ټولنپوهنې موضوعات هم څېړلي او د سیاست او اخلاقو ترمنځ یې ژور تړاو رامنځته کړی دی.
حقیقت دا دی چې تر ابن خلدون د مخه هیچا د ټولنیزو پدیدو تحلیل په داسې بڼه نه و ترسره کړی چې له هغه څخه داسې اصول او پایلې ترلاسه شي لکه څنګه چې نوموړي په خپلو آثارو کې وړاندې کړي دي. دا ستر مسلمان متفکر او فقیه ټولنیزې پدیدې د دقیقو تاریخي راپورونو پر بنسټ مطالعه کړې، هغسې لکه څه ډول چې طبیعي عالمان فزیک، کیمیا، ریاضي او نجوم څېړي.
نو له همدې امله ابن خلدون لومړنی شخصیت دی چې ټولنیزې پدیدې یې د علمي میتود تابع کړې او هغو ثابتو حقیقتونو ته ورسېد چې د طبیعي علومو له قوانینو سره ورتهوالی لري.
په همدې اساس هغه نظریې چې ابن خلدون ورته رسېدلی د انساني فکر په تاریخ او د ټولنیزو مطالعاتو په برخه کې یو مخکښ، نوښتګر او بنسټايښودونکی ګام بلل کېږي.[۷]
ادامه لري…
سرچینې:
[۱] بدوي، احمد ذکي، معجم المصطلحات العلوم الاجتماعیة، ص: 380، مکتبۀ لبنان، بیروت.
[۲] زوید المطیري، منصور، الصیاغة الإسلامیة لعلم الاجتماع: الدواعی و الإمکان، ص: 29، چاپ اول، اوقاف قطر.
[۳] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 372.
[۴] هماغه سرچینه.
[۵] الشکعة، مصطفی، الأسس الإسلامیة فی فکر ابن خلدون و نظریاته، ص ۲۸-۳۳.
[۶] هماغه ماخذ، ص ۲۷.
[۷] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۳۷۴.
مخکنۍ برخه


