شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: ابوریان عزیزي فمینیزم (شپږمه برخه) فیمینیسټانو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو اهمیت: د خپلو فیمینزمي اهدافو د پرمخ بیولو لپاره عیسوي مبلغینو د ښوونځیو جوړولو ته مخه وکړه او د مسلمانو انجونو لپاره یې ښوونځي پرانیستل او مسلمانې ښځې او نجونې یې وهڅول چې له دوی سره یوځای شي او د دې ښوونځیو نصاب یې داسې ترتیب کړی وو چې وکولای شي له دین څخه یې وګرځوي او په زړه کې يې د اسلام او مسلمانانو د کرکې تخم وکري. دغو مبلغانو د هلکانو په پرتله د نجونو تعلیم ته ډیره پاملرنه کوله او د هغوی له بې سوادۍ څخه یې پوره ګټه پورته کوله. “انا میلګان” چې د عیسوي مبلغانو څخه وه، اعتراف کوي او وايي: “د اسلام قوي کلا ته د ننوتلو لنډه لاره د نجونو ښوونځي دي.” د نولسمې پیړۍ وروستۍ ربع د فیمینیزم د استعماري دسیسې پیل وو او په مصر، سوډان، سوریه، لبنان، فلسطین، شمال لویدیځه افریقا او بیروت کې د هلکانو او نجونو د زده کړې لپاره امریکایي، انګلیسي او فرانسوي ښوونځي او کالجونه جوړ شول او دییروت د نجونو لومړنی ښوونځی وو چې په ۱۸۳۰ زیږدیز کال کې مسیحیانو تاسیس کړ او له هغه وروسته اسلامي هیوادونو ته د مبلغینو لپاره لاره پرانستل شوه او په مصر، سوډان، سوریه، هند او افغانستان کې هم ورته نورې ښوونځي جوړې شوې. مسیحي مبلغینو د انجونو لپاره د شپه غالې لرونکي ښوونځيو په جوړولو کې ډیره لیوالتیا درلوده. ځکه چې دوی ته ډیر فرصتونه ورکول کېدو ترڅو دوی سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او د ذهن مینځلو مرحله په بریالیتوب سره بشپړه کړي. او همدارنګه باعث کېدو چې ښځینه زده کونکي د اوږدې مودې لپاره هلته پاتې شي، او بله ګټه یې دا وه چې دوی د خپل مور او پلار له نفوذ او اخلاقي تربیت له څارنې څخه لرې ساتل کېدې.