په لومړۍ برخه کې پورته موضوع د نړیوالو حقوقو له نظره تر څیړنې لاندې ونیول شوه؛ په دوهمه برخه کې د اسلام لیدلوری مو څرګند کړ؛ په دې وروستۍ برخه کې مقدساتو ته د سپکاوي ناوړه عمل، منفي پایلو او تبعاتو ته اشاره کوو.
په اوسني وخت کې یو له لویو آفتونو څخه چې د اندیښنې وړ دې او له بده مرغه د ودې اوپراختیا په حال کې دې، د دیني او مذهبي مقدساتو او ارزښتونو پر وړاندې مبارزه او دښمني ده؛ چې د ټولنیز امنیت، هوساینې او سوکالۍ پر ضد لویه ننګونه ده او ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ثبات پرې ګواښل کیږي. دغه لویه ستونزه د ګډ سوله ییز ژوند په لاره کې لوی خنډ ګڼل کیږي او کرکې او بدبینۍ زېږوي.
د انسانانو درناوی کول، د اخلاقي او روزنیزو اړینو اصولو له جملې څخه شمیرل کیږي او د فرهنګي پرمختګ او ودې نښه ده همدارنګه د بشر دوستۍ روحیې د رامنځته کولو لازمه ده او د اخلاقي مبانۍ د ټینګښت او د سولې او ټیکاو د ستنو د ځواکمنتیا لامل دې.
له بله اړخه، د دغې نیک فطرتې مسئلې نه رعایتول د اختلافاتو، ناخوالو، کدورت او دښمنیو او حتی د وړو او لویو جګړو، عام وژنو او ډله ییزو وژنو سبب ګرځي او وګړي او ټولنې ته بې شمیره زیانونه او لګښتونه اړوي.
څرنګه چې یادونه وشوه، په اسلام کې، د مسلمانانو او حتی د غیر مسلمانانو او نورو دینونو سپکاوی، او پر هغوی بیځایه تور لګول په کله منع دې. دغه ممنوعیت او بندیز تر دې حده اړین دې چې مرتکبینو او مجرمینو ته یې حد یا تعزیري جزا ټاکل شوې ده.
په اسلامي حقوقو کې د مقدساتو سپکاوی ناوړه عمل، جرم ګڼل، د هغو لاملونو پر وړاندې مبارزه او غبرګون دې چې «عمومي نظم او اخلاق» په خطر کې اچوي او « د اشخاصو د معنوي شخصیت پر ضد جرمونه» ګڼل کیږي؛ ځکه په یوه دیني ټولنه کې چې بنسټ او دتشریع منبع یې دین وي او حکومت یې هم دیني وي، نو د اسلام او نورو دینونو پیروان ( اسلامی احکامو مطابق) حق لري چې په هوساینې کې ژوند وکړي؛ له دې امله، نه ښایي چې د بشري ټولنې آرامتیا د هغه بیان آزادۍ قرباني شي چې د زبرځواکونو د استعماري او مداخله ګرو سیاستونو په خدمت کې دې او له هغه څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
له شک پرته، د بیان آزادي د ژوند له سترو نعمتونو څخه شمیرل کیږي؛ له دې وجې، خدای تعالی د بیان نعمت، د خلقت او پیدایښت نعمت ترڅنګ یاد کړی دې: « خَلَقَ الْاِنْسَانَ عَلَمَهُ الْبَیَان». «انسان یې پیدا کړ او هغه ته یې بیان وښود». پیغمبر (ص) د ژبې په کنټرول او ساتنې داسې ټینګار کړی: « من کان یومن باالله و الیوم الآخر فلیقل خیرا او لیصمت، و من کان یومن باالله والیوم الآخر فلیکرم جاره، و من کان یومن بالله و الیوم الآخر فلیکرم ضیفه». [ رواه البخاری و مسلم] « څوک چې پر الله او د قیامت په ورځ ایمان لري، باید د خیر خبره وکړي او یا دې غلی یا چوپ پاتې شي، او څوک چې په خدای او قیامت په ورځ ایمان لري، باید د خپل ګاونډي قدر وکړي، او څوک چې په الله او د قیامت په ورځ ایمان لري، نو د میلمه عزت او اکرام دې وکړي».
له دې کبله، د اسلام سپیڅلی دین د بیان آزادۍ لپاره مشخص چوکاټ ټاکلی. له بلې خوا د نړیوالو کنوانسیونو له مخې، هر هغه کړنه چې د امنیت او هوساینې د مختل کیدو باعث شي، منع اعلان شوې دې؛ پر دې اساس، داسې ناسم کار دې ترسره نشي چې د نورو هوساینه په خطر کې واچوي.
د بحث نچوړ په لاندې ټکو کې رانغاړو:
۱. له هر هغه عمل څخه چې د ټولنې د ارامتیا، سکون او هوساینې د له منځه تلو باعث شي، د هغه څخه دې ډډه وشي؛ څنګه چې په اسلام او نړیوالو حقوقو کې پرې ټینګار شوی.
۲.د نورو مقدساتو ته سپکاوی، سم کار نه دې، په دې تفصیل چې د اسلام دین په صراحت سره دې موضوع ته پام کړی؛ همدارنګه په نړیوالو کنوانسیونونو کې هم په تفصیل سره بحث پرې شوی دې اما د بشر په حقونو کې دا ډول وضاحت او صراحت شتون نلري.
اړینه خبره داده چې په هره ټولنه کې یو لړ مقدسات او ارزښتونه شتون لري چې د هغوی تکریم او درناوی د ټولو وګړو حتی د نورو ټولنو وجیبه ده؛ ځکه چې دغو مسئلو ته بې حرمتي او سپکاوی د ټولنې نظم او ټیکاو له منځه وړي، پر دې اساس، د مقدساتو سپکاوی او د ارزښتونو تر پښو لاندې کول د هرچا لخوا چې ترسره شي، ناوړه عمل ګڼل کیږي او د روغ عقل له مخې د منلو او زغملو وړ ندې.
له بل پلوه، د بیان آزادۍ او سپکاوي ترمنځ باید توپیر وشي او د نړیوالو ټولنو لخوا کره او یوشان تعریف کړل شي چې ټولو ته د منلو وړ وي ترڅو چې په راتلونکي کې له دغه راز ناوړه کړنو څخه مخنیوی وشي.