لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)
حضرت ابراهیم عليه السلام او د هغه کورنۍ
د حضرت ابراهیم علیه السلام د ژوند کیسه، د ابراهیمي دینونو په سپېڅلو متونو کې له خورا ډکو او ژورو روایتونو څخه ده. دا کیسه یوازې یو تاریخي داستان نه دی، بلکې د روزنیزو او اخلاقي ښوونو یوه بې سارې خزانه ده. د حضرت ابراهيم عليه السلام کيسه چې له پېړیو راهیسې د انسانانو د لوړتیا او نېکمرغۍ په لور الهام بښونکې کيسه پاتې شوې ده، نه یوازې د یو الهي پیغمبر د بشپړتیا بهیر انځوروي، بلکې په حیرانوونکې بڼه د بشر د ژوند ستونزې، ازموینې او برخلیک جوړونکې ټاکنې هم را څرګندوي. د دې کیسې څېړل په حقیقت کې د حکمت په یوه سمندر ور ننوتل دي، چې د اوسنيو او راتلونکو نسلونو لپاره د لارښودنې څراغ کېدای شي.
د حضرت ابراهیم علیه السلام د کیسې په منځ کې د پاک توحید الهي ارادې ته بشپړ تسلیمېدل، د باطل پر وړاندې زړورتیا، د حق پر لار ثابت قدمي او نه ماتېدونکې قربانۍ په څېر لوړ مفاهیم څرګند دي. دا کیسه د کافرانو په منځ کې د ابراهیم علیه السلام له زېږون څخه پیلېږي او د بت پرستۍ د پرېښودلو او حقیقت په لټه کې د توحید ترلاسه کولو لپاره لاره هواروي. د هغه ننګونې له نمرود سره، چې یو ظالم پاچا او د خدایۍ دعوه دار و، د ظلم او جهل پر وړاندې د هغه زړور دریځ، د ظلم پر وړاندې د مقاومت او عدالت د بلنې یو روښانه بېلګه ده. دا برخه موږ ته د فکري او عملي جهاد د ارزښت په اړه ستر درس راکوي، چې حق ټینګ کړو او باطل له منځه یوسو. ابراهیم علیه السلام نه یوازې په ژبه، بلکې په عمل او د خپل ځان په قربانۍ سره د خلکو د را ویښولو او شرک د ریښې ایستلو لپاره هڅه وکړه.
د حضرت ابراهیم علیه السلام د کیسې روزنیز اړخونه یوازې د باطل پر وړاندې په مبارزې پورې محدود نه دي. دا کیسه په ځانګړې باريکۍ د روزنې دنننيو او معنوي اړخونو ته هم پام کوي. د الله تعالی په حکم د ابراهیم علیه السلام هجرت، د هېواد پرېښودل او په ناپېژندل شوو سیمو کې ژوند کول، د دنیوي اړيکو پرېښودو او الهي لوړتیا پر لور د حرکت یوه بېلګه ده. دغه هجرت موږ ته دا راښيي چې د لوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره کله ناکله اړینه ده، چې له ارامو او زړو عادتونو لاس واخلو او پر الله تعالی باندې په توکل سره پر یوه ناپېژندل شوې لاره قدم کېږدو.
د حضرت ابراهیم علیه السلام د کیسې له نورو مهمو روزنیزو ټکو څخه د اسماعیل علیه السلام قرباني کول دي. دا ستره ازموینه چې د ابراهیم علیه السلام د تسلیمۍ او بندګۍ لوړ حد څرګندوي، موږ ته پر الله تعالی د مطلق بارو او له دنیوي اړيکو څخه د خلاصون ستر درس راکوي. که څه هم دې پېښې یو سمبولیک حالت درلود او د الهي حکم له مخې قرباني په مېږه بدله شوه، خو د هغې درس د بشریت په تاریخ کې تل پاتې شو. د انسان په زړه کې هېڅ شی باید د خدای جل جلاله ځای ونه نیسي، ان ځان ته ګران زوی هم. د کیسې دا برخه انسان ته دا ښيي چې د حقیقت د ترلاسه کولو لپاره باید له نفساني غوښتنو او ان له ژورو انساني عواطفو هم پورته لاړ شي او د الله جل جلاله اراده پر هر څه لوړه وګڼي.
دغه راز د کعبې شريفې بنسټ ایښودل د حضرت ابراهیم او اسماعیل علیه السلام له خوا، یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده، بلکې د توحید او انسانانو د یووالي د بنسټ ایښودلو یوه ستره نښه ده. دا عمل په فردي او ټولنیزو روزنو کې د ټولیز معنویت ارزښت او د عبادتونو اغېز څرګندوي. د حضرت ابراهیم علیه السلام کیسه موږ ته ښيي چې عبادت یوازې د دینو مراسمو ترسره کول نه دي، بلکې د هستۍ له پیل سره د تړاو وسیله او د اخلاقي او ټولنیزو بنسټونو د پیاوړتیا لار ده.
په پای کې د حضرت ابراهیم علیه السلام د کیسې څېړنه موږ ته د دې لید په اړه لارښوونه کوي، چې روزنه یو پیاوړی او پرله پسې بهیر دی، چې د انسان د ټول ژوند په اوږدو کې جريان لري. دا کیسه د لوړو فکري او عملي بېلګو په وړاندې کولو سره، د ټولو هغو کسانو لپاره یو بشپړ لارښود دی چې د حقیقت، معنویت، زړورتیا او د الهي ارادې پر وړاندې د تسلیمۍ په لټه کې دي. دا سریزه موږ ته بلنه راکوي چې په دې بې سارې کیسه کې نور هم ژور فکر وکړو، چې له ښوونو څخه يې د ښه ژوند جوړولو او د انساني لوړتیا د ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلو. کوم درسونه کولای شو د حضرت ابراهیم علیه السلام له کیسې څخه د نننۍ زمانې د ننګونو په وړاندې زده کړو؟
(۱) د زوی له لوري پلار ته بلنه
د حضرت ابراهيم عليه السلام پلار يو تند خويه، سخت ځورونکی، ګمراه کوونکی، ګناهګار او د بدو عملونو او چلندونو در لودونکی انسان و.
له دې ټولو سره سره ابراهیم علیهالسلام په ډېر درناوي او احترام د هغه پر لور ورغی. د پلار په وړاندې یې په خپله بلنه کې د خپلوۍ او تړاو ټولې معناوې را ټولې کړې، چې تر ټولو لوړې معناوې او غوره موخې یې په پام کې وې.
هغه له پلار سره په خپلو خبرو کې له ټولو استدلالي لارو څخه ګټه واخیسته، چې د الله جل جلاله پر شتون دلالت کوي او سالم عقلونه د هغه په لور لارښوونه او د هغه پر وحدانیت ټینګ باور ته رهبري کوي. د هغه موخه له بت پرستۍ او د هغې له پایلو څخه لېرې کېدل و. هغه دا کار له حکمت څخه په ډکو ښو اخلاقو، ښو مشورو او په غوره لاره د بحث کولو له مېتودونو سره ترسره کړ.
خدای جل جلاله په قرآن کریم کې هغه خبرې چې د حضرت ابراهیم علیه السلام او د هغه د پلار ترمنځ شوې دي، په دې ډول موږ ته بیانوي: “وَاذْكُرْ فِی الْكِتَابِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّیقاً نَّبِیاً * إِذْ قَالَ لِأَبِیهِ یا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یسْمَعُ وَلَا یبْصِرُ وَلَا یغْنِی عَنكَ شَیئاً * یا أَبَتِ إِنِّی قَدْ جَاءنِی مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یأْتِكَ فَاتَّبِعْنِی أَهْدِكَ صِرَاطاً سَوِیاً * یا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیطَانَ إِنَّ الشَّیطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِیاً * یا أَبَتِ إِنِّی أَخَافُ أَن یمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمَن فَتَكُونَ لِلشَّیطَانِ وَلِیاً * قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ آلِهَتِی یا إِبْراهِیمُ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِی مَلِیاً * قَالَ سَلَامٌ عَلَیكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّی إِنَّهُ كَانَ بِی حَفِیاً * وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَأَدْعُو رَبِّی عَسَى أَلَّا أَكُونَ بِدُعَاء رَبِّی شَقِیاً * فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا یعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَیعْقُوبَ وَكُلّاً جَعَلْنَا نَبِیاً.”[1]
ژباړه: «او ياد کړه (ای پيغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کيسه د) ابراهيم، يقينا هغه ډېر رښتیا ويونکی نبي و. کله چې وويل (ابراهيم) خپل پلار ته : ای زما پلار جانه! ولې د هغه چا بندګي کوې چې نه څه اوري، نه څه ويني او نه له تا څخه څه لرې کولی شي. ای پلار جانه! بېشکه ما ته هغه علم (وحې) راغلې چې تاته نه دی راغلی، نو زما پيروي وکړه چې سمه لار در وښايم. ای پلار جانه! د شيطان عبادت مه کوه؛ بېشکه شيطان د رحمن ذات نا فرمانه دی. ای پلار جانه! بېشکه زه له دې وېرېږم چې تاته د رحمن ذات له خوا عذاب در ورسي، نو ته به د شيطان ملګری شې. وويل (پلار د ابراهيم) ايا ته زما د معبودانو (له عبادت) څخه مخ ګرځوونکی يې، ای ابراهيمه! که (له دې) منع شوې، نو خامخا به دې په تيږو وولم او ما پرېږده ډېره زمانه. وويل (ابراهيم عليه السلام) سلام (د رخصتۍ) دې وي پر تا، زر دی چې له خپل رب نه به تاته بخښنه وغواړم، يقيناً هغه پر ما ډېر مهربان دی. زه له تاسې او هغو باطلو معبودانو ګوښه کېږم چې تاسې يې له الله پرته را بلئ او زه به خپل رب را بلم، هيله ده چې زه د خپل رب په بلنه نا هيلی نه شم. هر کله چې ګوښه شو له دوی نه او له هغه چانه چې هغوی يې له الله پرته بندګي کوله؛ نو ورکړ موږ ده ته اسحاق (زوی) او يعقوب (لمسی) او هر يو موږ پيغمبر وګرځولو.»
(۲) د بېلګې وړ کړنه
دا هغه چلند دی چې حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل پلار د بلنې پر مهال غوره کړ، کله چې یې هغه د الله جل جلاله عبادت ته را وباله او له غیرالله عبادت کولو یې منع کړ. دا لار ډېره د تامل وړ او د نسلونو لپاره د نقل کولو وړ او ارزښتنمه ده. دا بېلګه باید په بیا بیا تکرار شي او تل یې یادونه وشي. د همدې لپاره قرآن کریم په دې اړه اشاره کوي او وايي: «وَاذْكُرْ فِی الْكِتَابِ إِبْرَاهِیمَ…» (د ابراهیم علیه السلام له ژوند څخه دا ځانګړې برخه په ځانګړي ډول یاد کړه.) دا اشاره د دې موضوع د ارزښت او مقام له امله ده او د هغه د رښتینولۍ او اخلاص څرګندونه کوي؛ ځکه چې هغه په یوازې ځان د خپل قوم له عادتونو او د مور او پلار له دین سره په مخالفت کې ودرېده.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
[1] . مریم: 41-49.
