لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴)
۳. له معاد (قیامت ورځ او اخرت) څخه انکار کول
دلته د قیامت شتون د نقلي او عقلي دلایلو په وسیله ثابتوو، همدارنګه له معاد څخه د منکرانو دلايل او شکونه څېړو او د قران کریم له لوري ورته ژور او د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کوو:
(۱) د قیامت د ثابتولو لپاره نقلي دلايل
خدای جل جلاله په ګڼو ایتونو کې د قیامت ورځ ثابته کړې ده، هغه یې یو لازمي او امکان لرونکی امر ګڼلی دی او د هغو خلکو لپاره چې ترې انکاري دي سخت ګواښونه او خبرداري ورکړي دي.
الله جل جلاله فرمايي: “زعم الذین کفروا أن لن یبعثوا قل بلی وربی لتبعثن ثم لتنبؤن بما عملتم وذلک علی الله یسیر.”[1] ژباړه: «کافرانو دا خيال (او دعوا) کړې چې بيا به هغوی را ژوندي نه شي، ورته ووايه: ولې نه! زما په رب قسم چې تاسې به را ژوندي کېږئ او څه مو چې کړي پر هغو به خبرېږئ او دا د الله لپاره ډېره اسانه ده.
“وَإِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ بِأَیِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ.”[2] ژباړه: « او کله چې روحونه جوړه کړای شي (جسدونو سره) او کله چې ژوندۍ خښه شوې جلۍ وپوښتل شي، چې په کومه ګناه وژل شوې ده؟» دې ایت پر دې ټينګار شوی چې قیامت شته او د انسانانو د عملونو حساب او کتاب به تر سره کېږي او هر څوک به د خپل عمل پر اساس سزا ویني.
“إِنَّ الَّذِینَ یكْفُرُونَ بِالْآَیاتِ وَیقْتُلُونَ النَّبِیینَ بِغَیرِ حَقٍّ وَیقْتُلُونَ الَّذِینَ یأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِیمٍ.”[3] ژباړه: «بېشکه هغه کسان چې د الله له ايتونو څخه انکار کوي، پېِمبران په ناحقه وژني او هغه خلک وژني چې په عدل کولو امر کوي، نو هغوی ته د درد ناک عذاب زېری ورکړه.» دا ایت د قیامت په ورځ د هغو کسانو حساب او سزا ته اشاره کوي چې حق ته نه دي رسیدلي.
“وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِیعْبُدُونِ”[4] ژباړه: «او ما پېريان او انسانان يوازې د دې لپاره پيدا کړي چې زما عبادت وکړي.» دا ايت پر دې ټينګار کوي چې الله جل جلاله انسانان د عبادت لپاره پیدا کړي او د قیامت په ورځ به د خپلو عباداتونو او اطاعتونو د څرنکوالي ځواب ورکوي.
د معاد او قیامت شتون د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ګڼو احاديثو څخه هم ثابت دی، چې دلته د څو بېلګو یادونه کوو.
پیغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: “یجْمَعُ الله النَّاس یوْمَ الْقِیامَةِ فِی صَعِیدٍ وَاحِدٍ، ثُمَّ یطْلُعُ عَلَیهِمْ رَبُّ الْعَالَمِینَ، ثُمَّ یقَالُ: أَلَا یتَّبِعُ الناس مَا كَانُوا یعْبُدُونَ؟ فَیتَمَثَّلُ لِصَاحِبِ الصَّلِیبِ صَلِیبُهُ، وَلِصَاحِبِ النَّارِ نَارُهُ وَلِصَاحِبِ التَّصویر تَصویرهُ”[5] ژباړه:« خدای جل جلاله به ټول خلک په یوه پراخه ځمکه کې راټول کړي، بیا به د کایناتو رب دوی ته ځان څرګند کړي او ووايي: ایا خلک د هغه څه پیروي نه کوي چې دوی یې په دنیا کې عبادت کاوه؟ په دې شېبه کې به د صلیب د مالک لپاره د هغه صلیب څرګند شي، د اور عبادت کوونکي لپاره به د هغه اور څرګند شي او د انځورونو عبادت کوونکو لپاره به د دوی انځورونه مجسم شي.»
له دې حدیث څخه څرګندېږي چې الله تعالی به د قیامت په ورځ ټول انسانان سره راټول کړي او د هغوی له عملونو او چلندونو به پوښتنه وکړي او د دنیوي کړنو حساب به ترې وغواړي.
(۲) د قیامت ورځې د اثبات لپاره عقلي دلايل
(الف) د قیامت ورځ ناممکنه نه ده؛ د عقل له نظره په بشپړه توګه ممکنه ده او کله چې یو رښتینی او معصوم کس، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې ورځې په اړه خبر ورکړي، نو ایمان راوړل او د دې غیبي خبر پر وړاندې تسلیمېدل واجب او لازم دي.
(ب) که چېرې یو ماشوم وکولای شي دوه کیلو وزن پورته کړي، نو پلار یې شل کیلو پورته کولای شي. دا ځکه هغه کار چې پر ماشوم سخت یا کله ناکله ناممکن وي، د بل کس لپاره ممکن دی، بلکې ان د هغه لپاره اسانه هم دی، نو د الله تعالی لپاره هم همداسې ده؛ ځکه هغه څه چې انسان ته سخت یا ناممکن ښکاري، لکه د مړي ژوندي کول یا په هغه کې روح پو کول، د الله جل جلاله لپاره هېڅ ستونزمن نه دي.
(ج) د مخلوق لپاره د یو کار بیا ترسره کول تر لومړي ځل پیلولو اسانه وي، خو د خدای جل جلاله لپاره پیداکول او بیا را ژوندي کول دواړه یو شان دي. الله جل جلاله فرمایي: «لکه څنګه مو چې پیدایښت پیل کړ (بیا ځل) به یې راګرځوو. دا پر موږ د حق ژمنه ده او موږ به یې خامخا ترسره کوو.» [6]
(د) څنګه ممکنه ده چې د انسان پیدایښت د هغه لپاره سخت وي چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي دي!؟ لکه څنګه چې د یو خیاط لپاره چې «شیرواني» (یو هندي او مشهور لباس) ګنډي، د کمیس ګڼډل ډېر اسانه وي، همداسې ښکاره ده.
(هـ) ټول موجودات په دنیا کې د خپلو کارونو په تر سره کولو بوخت دي او خپلې دندې تر سره کوي، خو له انسان پرته چې خپله دنده په سمه توګه نه ترسره کوي؛ پر هغه عدالت لازم دی، خو هغه عدالت نه مراعتوي؛ پر هغه عبادت واجب دی؛ خو عبادت نه کوي. څوک چې خپله دنده ترسره نه کړي، د سزا وړ دی. له همدې امله باید داسې ځای وي چې هلته سزا ورکړل شي، صالح انسان د خپلو نېکو عملونو پر بنسټ اجر وویني او فاسد انسان د خپلو بدو عملونو پر بنسټ سزا وینې.[7]
خدای جل جلاله فرمايي: «وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون»؛ ترجمه: ژباړه:« او پېریان او انسانان مې یوازې د عبادت لپاره پیدا کړي دي.»[8]
(۳) له معاد څخه د انکار کوونکو د شکونو څېړنه او د قران له نظره يې رد
خدای جل جلاله په ګڼو ایتونو کې د معاد د منکرانو استدلالونه او شکونه په ټینګه او منطقي بڼه رد کړي دي او هغوی ته یې ځواب ورکړی دی. دا ځوابونه په بېلابېلو ډولونو وړاندې شوي دي؛ کله د عقلي دلایلو په وسیله، کله د روښانه مثالونو په کارولو او کله د الهي قدرت په یادولو سره. لاندې به له معاد څخه د انکار کوونکو شکونه او د قران له نظره د هغوی رد په تفصیل سره وڅېړو:
(۱) “أَوَلَمْ یَرَ الْإِنْسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ نُطْفَهٍ فَإِذَا هُوَ خَصِیمٌ مُبِینٌ • وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِیَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ یُحْیِ الْعِظَامَ وَهِیَ رَمِیمٌ • قُلْ یُحْیِیهَا الَّذِی أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّهٍ وَهُوَ بِکُلِّ خَلْقٍ عَلِیمٌ • الَّذِی جَعَلَ لَکُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ • أَوَلَیْسَ الَّذِی خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ یَخْلُقَ مِثْلَهُمْ بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِیمُ• إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَیْئًا أَنْ یَقُولَ لَهُ کُنْ فَیَکُونُ • فَسُبْحَانَ الَّذِی بِیَدِهِ مَلَکُوتُ کُلِّ شَیْءٍ وَإِلَیْهِ تُرْجَعُونَ.”[9] ژباړه: «ايا انسان نه دي ليدلي چې هغه مو له يوه څاڅکي (نطفې) پيدا کړ، خو بيا يو دم څرګند جګړه کوونکی (ترې جوړ) شو او موږ ته مثال بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر کړ، وايي څوک به دا هډوکي را ژوندي کوي چې وراسته رژېدلي وي؟ ورته ووايه: هغه ذات به يې را ژوندي کوي کوم چې په لومړي ځل پيدا کړي او هماغه په هر ډول پيدايښت پوه دی؛ هغه چې تاسو ته يې له شنې ونې اور پيدا کړ او له هغې نه تاسو اور بلوئ. ايا هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه يې پيدا کړي، په دې نه دی قادر چې د دوی په شان (نور څه) پيدا کړي؟ ولې نه، (قادر دی) او هماغه ښه پيدا کوونکی ډېر پوه دی. بېشکه د هغه امر خو کله چې څه وغواړي دا دی چې و وايي: وشه! نو هغه وشي؛ نو پاکي ده هغه ذات لره چې د هر شي واکمني يې په لاس کې ده او (خاص) ده ته به ور ګرځول کېږئ.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. التغابن: ۷.
[2]. التکویر: ۷-۸.
[3]. العمران: ۲۱.
[4]. الذاریات: ۵۶.
[5]. ترمذی، ش ۲۵۵۷
[6]. سورۀ انبیاء، آیه ۱۰۴.
[7]. العصیدة السماویة شرح عقیدة الطحاویة، ج ۱، ص ۲۲۲.
[8]. الذاریات: ۵۶.
[9]. یس: ۷۷-۸۳.
