ليکوال: ابو ‌رائف
فراماسونري (برخه: ۱۵)
فراماسونري او سياست
لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه، فراماسونري له سياست سره هر ډول تړاو ردوي او هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو په ټولنو کې ځان داسې وښيي چې دا يوه خيريه او ادبي ټولنه ده؛ دوی په اصل کې پر خپلو غړو هر ډول سياسي بحث حرام بولي او په دې اړه د دوی په اساسنامه کې هم ټينګار شوی دی.[۱]
خو په اصل کې د دوی دا ادعا يوه باطله او داسې ادعا ده چې تاريخ يې ردوي. په همدې معاصر وخت کې د دې ټولنې د يوه غړي ښکاره اعتراف د دوی دا دروغ ثابتوي او په څرګند ډول وايي چې فراماسونري له شپاړسمې ميلادي پېړۍ راهيسې له هغو مخکښو ټولنو څخه وه چې ټولنيز خوځښتونه یې (که سوله‌ييز وي او که تاوتريخجن) رهبري کړي دي.[۲] نو څنګه کېدلای شي یاده ادعا دې له دې صريح اعتراف سره سمون ولري؟ د دې تر څنګ څنګه کېدای شي دا ادعا له لاندې شواهدو سره همغږې وبلل شي؟
(لومړی) په سياسي فعاليتونو کې د ماسونيانو ګډون او د نړیوالو سیاسي موخو په اړه د دوی د مشرانو ښکاره اعترافونه:
(۱) په روسيه کې فراماسونري؛ د سياسي اپوزيسيون په توګه: روسيه هغه خاوره وه چې د فراماسونرۍ د رامنځته کېدو او غوړېدو پوره استعداد يې درلود؛ په ځانګړي ډول د هغو پراخو يهودي ټولنو د شتون له امله چې هلته مېشتې وې. همدې وضعيت فراماسونرۍ ته دا توان ورکړ چې سياستوال جذب کړي او يو پياوړی مخالف سياسي بهير رامنځته کړي؛ بالاخره دا کار دې حد ته ورسېده چې د روسيې دولت په (۱۷۹۲م) کال کې دا ټولنه منع اعلان کړه. سره له دې بيا هم د دې ټولنې فعاليتونو تر (۱۹۱۷م) کال پورې په پټه توګه دوام وکړ.[۳]
(۲) د مجارستان فراماسونري؛ د يوه دولتي سياسي نظام پر استازولۍ اعتراف: «فريدريش فېشتل» د شلمې پېړۍ په پيل کې د «کيليت» په نوم د مجارستان د ماسوني ټولنې د یوې رسمي خپرونې له قوله وایي: «موږ د يوه نوي ټولنيز نظام بنسټونه ږدو» او همدارنګه: «د مجارستان فراماسونري د يوه دولتي نظام استازيتوب کوي.» فېشتل وروسته زياتوي: «له همدې امله سياسي بوختيا د مجارستان د ماسونيانو بنسټيز هدف دی او يوازينۍ موخه يې ګڼل کېږي؛ ځکه چې په ماسوني ټولنو کې په عملي ډول د سياستوالو د چمتو کولو او روزنې بهير پر مخ ځي او په ټولو انتخاباتو کې د مجارستان ماسونيانو ته ور ښودل کېږي چې څه ډول چلند وکړي.»[۴]
په همدې ډول د مجارستان فراماسونرۍ له ځينو ځانګړو سياسي نظامونوڅخه ملاتړ کاوه؛ ځکه چې په هغه پړاو کې يې خپلې ګټې پکې خوندي کولې. د هغوی یو مبلغ وايي: «د ماسونيانو وروستی هدف په ټوله کې هماغه د ديموکرات سوسياليستانو هدف دی.»[۵] دا خبره په ښکاره ډول ښيي چې که سياسي نظامونه د دوی له غوښتنو او ګټو سره سمون ولري، نو فراماسونري له هغوی سره له يوځای کېدو څخه ډډه نه کوي.
(۳) د فراماسونرۍ پر پټ نفوذ او د واکمنانو پر تېر ايستلو د امريکايي ماسوني «حبر» البرت پاېک اعتراف:
امريکايي افسر البرت پاېک (مړينه: ۱۸۹۱م) د «نوراني» ماسونانو له مشرانو او د «۳۳ مې درجې» څښتن و او همدارنګه د نورانيانو د بنسټګر «ادم وايس‌ هاوپت» د معنوي ځای ناستي په توګه پېژندل کېده. د هغه لپاره به د «نړيوالې فراماسونرۍ لوی حبر» او «د لوړو درجو لرونکو امريکايي ماسونانو اعلی رييس» په څېر عنوانونه کارېدل. د هغو مهمو افکارو له جملې چې ده به خلک ورته رابلل، د نړۍ د اداره کولو لپاره د يوه واحد نړيوال حکومت رامنځته کول او همدارنګه د شيطان عبادت و.[۶]
نوموړی په خپلو څرګندونو کې د فراماسونرۍ د پټ نفوذ او د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو ګټو په خدمت کې له خپل نفوذ څخه د استفادې د څرنګوالي په اړه وايي: «د کلمو او ليکنو، د خپل ټول پټ او ښکاره نفوذ د کارولو، د خپلو شتمنيو او که اړتيا شي ان له خپلو تورو(شمشیر) څخه په استفادې سره غواړو چې د انساني پرمختګ لپاره هڅې وکړو… پرته له دې چې د هغو حقونو د بېرته غوښتنې لپاره را پورته شي چې له پرېښودلو يې لاس نه اخلي.»[۷]
پاېک ماسوني طريقې ته د مشرانو او پاچاهانو د جذبولو په اړه وايي: «زموږ د پټې ټولنې مشرانو د دې ځمکې زورواکي پرېښودل چې پرته له ډېر پوهاوي په ماسوني فعاليتونو کې ګډون وکړي؛ ځکه چې د دې ځمکې لويانو ګومان کاوه چې فراماسونري په بشپړ ډول د هغوی تر ولکې لاندې ده او ادعا به يې کوله چې دين او سياست له فراماسونرۍ سره اړیکه نه لري.»[۸]
(دويم) په فراماسونرۍ کې د اروپا او امريکا د تر ټولو نامتو سياسي رهبرانو غړيتوب:
که چېرې فراماسونري (لکه څنګه چې دوی ادعا کوي) له سياست سره هېڅ تړاو نه لري، نو بيا په دې ټولنه کې د لویو سياسي څېرو او مشرانو شتون څنګه توجيه کېدای شي؟ لکه البرت پاېک او همدارنګه د امريکا د متحده ايالاتو څوارلس ولسمشران چې ډېری يې د ماسونۍ لوړو درجو لرونکي وو. يو څېړونکی په ښکاره ډول وايي: «په متحده ايالاتو کې چې هر کس نوم، مقام يا ټولنيز حيثيت لري، خامخا د یوې ماسوني ټولنې غړی دی.»[۹]
دا وضعيت يوازې تر امريکا پورې محدود نه دی، بلکې داسې ښکاري چې په ګڼو اروپايي هېوادونو (په ځانګړي ډول ايټاليا او فرانسه کې) کې هم حالت همداسې دی. لاندې نومونه دا حقيقت لا روښانه کوي:
(۱) بنجامين فرانکلين (مړينه: ۱۷۹۰م): فزيک پوه، ساينس پوه او سياسي فيلسوف و، چې د «امريکايي سقراط» په نوم يادېده او د امريکا د متحده ايالاتو له بنسټګرو پلرونو څخه شمېرل کېږي. نوموړی د ماسونانو له سترو مشرانو څخه و او د لوېديځې نړۍ لومړنی ليکوال بلل کېږي چې د فراماسونرۍ په اړه يې ليکل کړې دي.[۱۰]
(۲) کونت اونوره دو ميرابو (مړينه: ۱۷۹۱م): فرانسوی سياسي ليکوال او د فرانسې د انقلاب له مشرانو څخه و. دی يو داسې ماسونی و چې په افراطي ډول په اخلاقي فساد کې ډوب و.[۱۱]
(۳) جورج واشنګټن (مړينه: ۱۷۹۹م): د امريکا متحده ايالاتو لومړنی ولسمشر او د دغه هېواد د پوځ عمومي قومندان واشنګټن هم ماسوني و.[۱۲]
(۴) ناپليون بناپارت (مړينه: ۱۸۲۱م): د فرانسې نوموتی امپراتور، هغه نه يوازې ماسونی و، بلکې د پروتستانتي صهيونيزم له ملاتړو څخه هم ګڼل کېده؛ ځکه چې له هغو لومړنيو مشرانو څخه و چې له يهودانو سره يې په فلسطين کې د مېشتېدو په برخه کې مرسته وکړه او په (۱۷۹۹م) کال کې یې فلسطين ته د خپلو لښکرو د لېږلو پر مهال په دې برخه کې عملي ګامونه هم پورته کړل.[۱۳]
همدارنګه ناپليون بناپارت لومړنی کس و چې فراماسونري يې په (۱۷۹۸م) کال کې مصر ته د خپلې لښکر کشۍ پر مهال عربي سيمو ته راوړه؛ هلته يې د «ايزيس» په نوم يوه فرماسونري ټولنه جوړه کړه؛ داسې ټولنه چې په خپله د ماسونيانو په اعتراف یې سياسي موخې درلودې او تر ټولو مهمه موخه يې پر مصر د ناپليون د واکمنۍ لپاره د زمينې برابرول و. له همدې امله یې هڅه وکړه چې کليوال او سيمه ‌ييز مشران د دې ټولنې غړي کړي.[۱۴]
دا موضوع په څرګنده توګه ښيي چې فراماسونري د پرديو اشغالګرو د سياسي او استعماري موخو په خدمت کې وه.
(۵) توماس جېفرسن (مړينه: ۱۸۲۶م): د امريکا د متحده ايالاتو درېيم ولسمشر جېفرسن ماسوني و او د فراماسونرۍ له تر ټولو خطرناک او د نورانيانو د فرقې له رييس «ادم وايس‌ هاوپت» سره یې اړيکه درلود او جېفرسن په خپله د هغه له مدافعانو څخه شمېرل کېده.[۱۵]
(۶) مارکی دو لافايت (مړينه: ۱۸۳۴م): نوموړی د فرانسې پوځي قومندان، مشر او د فرانسې د انقلاب له سردارانو څخه و. هغه ماسوني و، له جورج واشنګټن سره یې نږدې دوستي درلوده او له امريکا څخه د خپلواکۍ په جګړو کې يې د بريتانيا پر وړاندې له هغه څخه جدي ملاتړ کاوه.[۱۶]
ادامه لري

 مخکینۍ برخه

سرچینې:
(۱) ابي راشد، حنّا، دائرة المعارف الماسونية المصوّرة، ج ۱، مخ: ۱۲۷، مکتبة الفکر العربي او د هغې مطبعه، بيروت، لبنان، ۱۹۶۱م.
(۲) هماغه منبع، مخ: ۱۵۲.
(۳) الماسونية في مصر، مخ: ۲۱.

(۴) الماسونية العالمية، مخ: ۹۷.

(۵)‌ الماسونية العالمية، مخ: ۱۰۳.

(۶) الشيطان أمير هذا العالم، مخونه: ۲۳۳–۲۴۱.

(۷) الماسونية العالمية، مخ: ۱۱۵.

(۸) الماسونية بين أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۲.

(۹) الماسونية العالمية، مخ: ۱۸.

(۱۰) الماسونية بين أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۳.

(۱۱) الماسونية العالمية، مخ: ۱۱۸.

(۱۲) هماغه منبع.

(۱۳) الماسونية بين أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۴.

(۱۴) تاريخ الماسونية العام، مخ: ۱۱۷.

(۱۵) الشيطان أمير العالم، مخونه: ۲۳۳–۲۴۱.

(۱۶) الماسونية بين أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۴.

Leave A Reply

Exit mobile version