لیکوال: مهاجر عزیزي
د ساينتولوژي ریښې او باورونه (برخه: ۱۲)
(ج) د ساينتولوژي له نظره نبوت
(۲) د نبوت فطري ثبوت
د انسان فطرت هغه د حق او لارښوونو پر لور راکاږي او د هر انسان په دننه کې د یوه الګو، روزونکي او رښتیني لارښود مینه شته. انسان په طبیعي ډول غواړي پوه شي، چې له کومه راغلی، ولې راغلی او چېرته ځي. په دې لټون کې هغه د داسې چا په لټه کې وي، چې د خدای له لوري پوهه ولري او ځواب ورکړي؛ یعنې د نبي او خدای د استازي په لټه کې وي، چې د انسان پوښتنو ته ځواب ووایي او هغه د هستۍ له حقیقتونو، د غیب له نړۍ او اخرت څخه خبر کړي.
خدای جل جلاله انسان په داسې طبیعت سره پیدا کړی، چې حق مني او د خدای او پیغمبر په لور تمایل لري، لکه څنګه چې هغه ویلي دي: “فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا” [1] ژباړه: «دا هغه فطرت دی چې خدای خلک ورسره پیدا کړي دي.»
د فطرت د مفهوم په اړه د مفسرينو له خوا ګڼ اقوال را نقل شوي دي، چې له هغو څخه دوه قوله ډېر مشهور دي:
لومړی: له فطرت څخه موخه اسلام دی، په دې معنا چې خدای جل جلاله هر انسان په خپل خلقت او فطرت کې مسلمان پیدا کړی دی. که چیرې یو کس د بهرني فساد یا ویجاړونکي نفوذ له امله فاسد نه وي، هر ماشوم چې وزېږي مسلمان وي؛ خو له معمول سره سم غیر مسلمان مور او پلار هغه ته د اسلامي شریعت خلاف مسایل ورزده کوي، چې په پایله کې يې ماشوم له اسلام څخه اوړي، لکه څنګه چې په یوه حدیث شريف کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په دې اړه خبرې کړې دي: “ما من مولودٍ إلا يُولَدُ على الفِطرة، فأبواه يُهوِّدانه أو يُنصِّرانه أو يُمجِّسانه، كما تُنْتَجُ البهيمةُ بهيمةً جمعاءَ، هل تُحِسُّون فيها من جدعاء” [2] ژباړه:«هېڅ نوی زېږېدلی ماشوم نشته، مګر دا چې هغه له الهي فطرت سره زېږېدلی وي. دا د هغه مور او پلار دي چې هغه یهودي، نصارا یا مجوسي کوي. څنګه چې حیوان په سالم حالت کې زېږي، ایا په هغوی کې کوم غوږ پرې شوی حیوان وینئ؟»
دویم: له فطرت څخه موخه وړتیا ده؛ یعنې خدای جل جلاله د انسان په پیدایښت کې داسې ځانګړنه ایښې ده چې په انسان کې د الله د پېژندلو، د هغه د منلو (او د پیغمبرانو علیهم السلام د رسالت د پېژندلو) وړتیا شته. د اسلام منل د همدې وړتیا په پایله کې دي، په دې شرط چې انسان خپله دا استعداد په کار واچوي.[3]
(۳) د نبوت د نقلي دلایلو ثبوت
قران کریم په ګڼو ایتونو کې د پیغمبرانو علیهم السلام د لېږلو یادونه کړې ده، د خلکو د هدایت لپاره، د هغوی د اطاعت اړتیا او د نبوت پر باور یې ټینګار کړی دی. لکه چې وايي: “رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ”[4] ژباړه: «موږ پېغمبران د زېري ورکولو او وېرولو لپاره لېږلي وو؛ چې د پیغمبرانو له راتګ وروسته خلک د خدای پر وړاندې هېڅ دلیل ونه لري.» دا ایت په ښکاره ډول په دې دلالت کوي چې د پیغمبرانو علیهم السلام رسالت او د خدای تعالی له لوري د هغوی لېږل، د انسانانو د لارښوونو لپاره یو حق او ثابت حقیقت دی او هېڅوک نه شي کولای له دې حقیقت څخه سترګې پټې کړي او هغه رد کړي.
پر پیغمبرانو، ملايکو علیهم السلام او… ایمان لرل د اسلام له مهمو ارکانو څخه دي او هېڅوک پر هغوی له ایمان راوړلو پرته مؤمن نه شي کڼل کېدلای. الله جل جلاله په دې اړه فرمايي: “آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ”[5] ژباړه: «پیغمبر ایمان راوړ پر هغه څه چې د خپل رب له لوري پرې نازل شوي او مؤمنانو هم ایمان راوړ. ټول ایمان لري پر خدای، د هغه پر ملايکو، کتابونو او پیغمبرانو او د پیغمبرانو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.»
په بل ایت کې وايي: “وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ.”[6] ژباړه: «رښتیني نیکي د هغو کسانو لپاره ده چې پر خدای، د اخرت پر ورځ، ملايکو ، اسماني کتابونو او پیغمبرانو ایمان لري.» هغه کسان چې دا حقايق ردوي، الله جل جلاله ګمراهان بللي دي، لکه چې وايي: “وَمَن يَكْفُرْ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا”[7] ژباړه: «څوک چې په الله، ملايکو، کتابونو، رسولانو او د قیامت په ورځ کافر شي، په حقیقت کې هغوی په ډېره لرې ګمراهۍ کې لوېدلي دي.»
خدای جل جلاله د قران کریم کې په بېلابېلو ایتونو کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم رسالت تایید او تصدیق کړی دی. دلته د هغو ایتونو څو بېلګې راوړو، قال الله تعالی: “وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ”[8] ژباړه:«محمد صلی الله علیه وسلم یوازې یو پیغمبر دی، له هغه مخکې هم ډېر پیغمبران راغلي او تللي دي.»
“مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ”[9] ژباړه:« محمد د خدای رسول دی.»
“وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ.”[10] ژباړه:« او پر هغه څه ایمان راوړئ چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي، چې دا د الله له لوري حقیقت دی.»
“وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ.” [11] ژباړه: «قسم په حکمت لرونکي قران! بېشکه ته د خدای له استازو څخه یې او پر سمه لار ولاړ یې.»
“أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ.”[12] ژباړه: « ایا دا د دوی لپاره کافي نه ده، چې موږ پر تا کتاب (قران) نازل کړی دی، چې دوی ته لوستل کېږي؟»
“قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا.” [13] ژباړه :« ووایه ای خلکو! زه ستاسو ټولو لپاره د الله رسول یم.»
که د نبوت اثبات، د سنت او احادیثو له نظره وڅېړو، ګڼ شمېر احاديث شته چې په ښکاره ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو پیغمبرانو علیهم السلام د خدای د استازو په توګه او د بشریت د لارښوونو لپاره د دوی تایید او تصدیق څرګندوي. په حدیث شريف کې راغلي دي: کله حضرت جبریل له پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل يا رسول الله! ما الإيمان؟ قال: “أن تؤمن بالله، وملائكته، وكتبه، ولقائه، ورسله، وتؤمن بالقدر كله.”[14] ژباړه: «اې د خدای رسوله! ایمان څه شی دی؟» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «ایمان دا دی چې پر الله، د هغه پر ملايکو، کتابونو، پیغمبرانو، د قیامت پر ورځ او پر الهي تقدیر که ښه وي او که بد، ایمان ولرې.»
په یوه حدیث کې چې په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت شوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “مثلی ومثل الأنبیاء من قبلی كمثل رجل بنى بيتاً فأحسنه وأجمله إلا موضع لبنة من زاوية من زواياه، فجعل الناس يطوفون به ويعجبون له ويقولون: هلا وُضعت هذه اللبنة؟ قال: فأنا اللبنة، وأنا خاتم النبيين”[15]؛ ژباړه: «زما مثال او له ما څخه مخکې د پیغمبرانو مثال د هغه سړي په څېر دی، چې یو ښکلی او بشپړ کور یې جوړ کړی وي، خو په يوه ګوښه کې يې يوازې د يوې خښتې ځای تش پاتې وي. خلک د دې کور شاو خوا ګرځي، د هغه ښکلا ته حیرانېږي او وایي چې کاشکې دا خښته هم ایښودل شوې وای! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه هماغه خښته یم او زه د پیغمبرانو خاتم یم.»
(۴) د لوېدیځو پوهانو په وینا کې د نبوت ثبوت
ډاکټر مایکل هارت امریکایي پوه چې په ریاضیاتو، حقوقو، فزیک او ستورپوهنه کې څلور دوکتورا ګانې لري او د امریکا د فضایي علومو د تطبیق د علمي ډلې ريیس دی، په هغه کتاب کې چې د بشریت د تاریخ سل وتلي شخصیتونه یې معرفي کړي، څرګنده کړې چې د هغوی ترتیب د شخصیت د ارزښت له مخې ایښودل شوی دی، د حضرت عیسی علیهالسلام نوم یې په درېیم ځای کې راوړی او په خپل کتاب کې یې لومړی شخصیت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یاد کړی دی. هغه داسې لیکي: «لوستونکي دې له دې کاره چې زه مسیحي یم، نه حیرانېږي؛ ځکه زما په اند یوازینی شخصیت چې د تاريخ په اوږدو کې يې په دیني او دنیوي چارو کې تر ټولو ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی.»[16]
ستر سکاتلنډي فیلسوف «توماس کارلایل» په خپل مشهور کتاب کې چې د تاریخ د اتلانو او ستورو په اړه یې لیکلی دی، یوه برخه يې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شخصي اړخونو د بیان لپاره ځانګړې کړې ده او داسې لیکي: د دې عصر د تمدن له تر ټولو بدرنګو ننگونو څخه یو دا ده چې په محمد صلی الله علیه وسلم او اسلام پسې دروغ وتړل شی. اوس وخت را راسېدلی دی چې له دې شرموونکو خبرو سره مبارزه وشي؛ ځکه هغه رسالت چې دغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ترسره کړ، د یو رڼا اچونکي څراغ په څېر دی، چې د دولسو پېړیو په اوږدو کې یې سلګونه میلیونه انسانان هدایت کړي دي. ایا څوک به د هغه پر ضد دا دروغجن تور ومني؟ زه هېڅکله په دې باور نه کوم، ان که دروغ او دوکه د نورو خلکو په منځ کې دومره پراخه شي چې د حقیقت په توګه ومنل شي؛ ځکه په دې حالت کې به خلک ناپوه او لیوني وي. زه په ډاډ سره وایم چې د محمد صلی الله علیه وسلم لپاره دا ناممکنه ده چې دروغ یې ویلي وي؛ ځکه زه د هغه د کارونو بنسټ پر صداقت وینم، لکه څنګه چې د هغه د نورو ټولو فضیلتونو بنسټ هم پر صداقت ولاړ دی، صداقت او ژور اخلاص د هغه په روح کې څپې وهلې.[17]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الروم: ۳۰.
[2]. صحیح البخاری، ش ۱۳۵۸.
[3]. محمد شفیع عثمانی، مترجم: محمدیوسف حسین پور، تفسیر معارف القرآن، ج ۶، ص ۳۵۷.
[4]. سورۀ نساء: آیه 165.
[5]. البقرة: 285.
[6]. البقرة: 177.
[7]. النساء: 136.
[8]. آل عمران: ۱۴۴.
[9]. الفتح: ۲۹.
[10]. محمد: ۲.
[11]. یس: ۲-۴.
[12]. عنکبوت: ۵۱.
[13]. اعراف: ۱۵۸.
[14]. صحیح مسلم، ش ۱۱.
[15]. صحیح بخاری، ش ۳۳۴۲.
[16]. حسن زمانی، مستشرقان و قرآن، ص ۱۱۰.
[17]. همان، ص ۱۰۹.
