لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۲)
په دې دنيا کې د مړو را ژوندي کول او د اخرت لپاره يې د امکان دليل (دوام)
الله تعالی مړي په ځانګړو حالاتو او بېلابېلو شرایطو کې را ژوندي کړي او د خلکو پر وړاندې یې د یوې مودې لپاره ژوند وربخښلی دی؛ په همدې اړه په قرآن کريم د حضرت ابراهیم علیه‌ السلام کیسه چې له خپل رب څخه یې وغوښتل چې د زړه د اطمنان لپاره د مړو د را ژوندي کېدو څرنګوالی ور وښيي، لولو: ﴿وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِ الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِنْ قَالَ بَلَى وَلَكِنْ لِيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ.﴾[۱] ژباړه: «او كله چې ابراهيم وويل: ای ربه! ته را وښايه چې مړي څرنګه را ژوندي كوې؟ ويې فرمايل: ايا باور نه كوې؟ وېلې څنګه نه، خو د دې لپاره چې زړه مې (ښه) ډاډه شي [ایمان مې ډېر شي]. ويې فرمايل: ښه نو له دې مرغانو څلور ونيسه بيا يې ښه درنږدې كړه او ټوټه ټوټه یې کړه، بيا يې په هر غره يوه يوه برخه كېږده، بيا يې را وبوله، په منډه به درته راشي او پوه شه چې بېشکه الله حکمت والا برلاسى ذات دى.»
امام فخرالدین رازي رحمه‌ الله په خپل تفسیر کې له دې ایت لاندې لیکلي دي: «دا ایت له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو د صحت یو دلیل دی.»[۲]
د قرآن کریم له مخې اصحاب کهف درې سوه کاله په یوه غار کې په خوب ویده پاتې شول او له را ویښېدو وروسته چې کله د خوړو د برابرولو لپاره ښار ته لاړل، نو ویې لیدل چې هر څه بدل شوي دي او خلک هم له دې عجیبې پېښې څخه خبر شول. قرآن کریم په دې اړه فرمایي: موږ خلک پر دې پېښه خبر کړل، چې پوه شي او یقین وکړي چې د الله وعده حق ده او معاد او قیامت حقیقت لري: ﴿وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا.﴾[۳] ژباړه: «او همداسې مو (خلک) پرې خبر كړل، څو وپوهېږي چې د الله وعده رښتينې ده او دا چې په قيامت كې شک نشته.»
په قرآن کریم کې د حضرت موسی علیه‌ الصلاة‌ والسلام د قوم کیسه په تفصیل سره بیان شوې ده او دلته یې لنډیز راوړو: «د حضرت موسی علیه ‌الصلاة ‌والسلام په زمانه کې یو کس ووژل شو، خو قاتل یې معلوم نه و. حضرت موسی علیه ‌الصلاة ‌والسلام د قاتل د موندلو لپاره خپل قوم ته امر وکړ چې یوه غوا حلاله کړي، چې الله تعالی د حل لار ور وښيي. د حضرت موسی علیه ‌الصلاة ‌والسلام قوم په پیل کې د دې حکم په اورېدو سره حیران شو او دې حکم ته یې د ملنډو او ټوکو فکر وکړ، خو حضرت موسی علیه ‌الصلاة ‌والسلام هغوی له دې چلنده څخه منع کړل او خبره یې په جدي ډول بیان کړه. د حضرت موسی علیه‌ الصلاة ‌والسلام قوم بیا د پلمو په لټه کې شو او د غوا د رنګ او نورو ځانګړنو په اړه یې پرله ‌پسې پوښتنې کولې، تر دې چې بالاخره ځانګړې غوا وټاکل شوه او حلاله یې کړه. د کیسې په دوام کې الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا وَاللَّهُ مُخْرِجٌ مَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ ۝ فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا كَذَٰلِكَ يُحْيِي اللَّهُ الْمَوْتَى وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ﴾[۴] ژباړه: (او یاد کړئ) هغه وخت چې تاسې یو کس وژلی و، نو د هغه (مقتول) په اړه په جګړه شوئ او الله ښکاره کوونکی دی د هغه څه (قتل) چې تاسو پټولو، نو موږ وویل چې پر وژل شوي د هغې (غوا) یوه ټوټه ووهئ (بیا هغه مړی ژوندی شو)، هم داسې الله تعالی (په قیامت کې) مړي ژوندي کوي او تاسې ته (د خپل قدرت) ایتونه (نښانې) درښیي، ترڅو تاسو غور وکړئ.»[۵]
له شنې ونې څخه د اور را ایستل
یو له هغو دلايلو څخه چې ډېرو مفسرینو یې په مرسته له مرګ څخه وروسته بیا را ژوندي کېدل ثبوت کړي دي، د قرآن کریم دا ایت دی چې الله تعالی پکې فرمایي: ﴿الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ.﴾[۶] ژباړه: «هغه چې تاسو ته يې له شنې ونې اور پيدا كړ او له هغې څخه تاسو اور بلوئ.»
امام طبري رحمه‌ الله د دې ایت په تفسیر کې لیکي: «هغه ذات چې وتوانېد ستاسو لپاره داسې اور پیدا کړي چې ونه وسوځوي، نو د هغه ذات لپاره د هر هغه کار ترسره کول ممکن دي چې اراده یې وکړي. هغه کولای شي له خاورو شوو هډوکو څخه هاغسې سالم انسان او نوې هستي را پیدا کړي، لکه څنګه چې يې د لومړي ځل لپاره پیدا کړې وه.»[۷]
«هغه ذات چې د ونې او اور ترمنځ له تضاد سره سره، له ونې څخه د اور د را ایستلو توان لري، کولای شي بندګان هم بېرته را ژوندي کړي.»[۸]
د دې ایت د استدلال طریقه داسې ده چې که چېرې له مرګ څخه وروسته بیا را ژوندي کېدل د عقل له مخې محال وای، حال دا چې محال نه دي، بلکې پېښېدل یې حتمي دي، نو د الله تعالی لپاره به محال نه وای؛ ځکه الله تعالی له محال څخه ممکن پیدا کړ، یعنې اور یې له اوبو څخه را ووېست؛ ځکه شنه ونه په اصل کې له اوبو څخه جوړه ده او اوبه د ونې په څانګو کې بهېږي، خو له دې ټولو سره سره، له هماغې ونې څخه اور پیدا کېږي. نو دا یو عقلي دليل دی چې عاقلان یې مني او د منلو په اړه یې هېڅ اختلاف نشته.[۹]
الله تعالی موږ ته له هغې شنې ونې څخه چې له رطوبت او یخوالي ډکه ده، د داسې عنصر د را ایستلو خبر راکوي چې په نهایت کې تودوخه او وچوالی لري، نو هغه ذات چې یو شی له خپل ضد څخه را باسي او د مخلوقاتو مواد او عناصر ټول د هغه تر فرمان لاندې دي او نافرماني ترې نه کوي، هماغه ذات دی چې خراب شوي او زاړه هډوکي بېرته را ژوندي کوي؛ هغه کار چې ملحدين ترې انکار کوي.[۱۰]
یادونه: هغه څه چې دلته د معاد او له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو د اثبات لپاره د دلیل او برهان په توګه یاد شول، یوازې د دلایلو یوه برخه ده. څېړنې ښيي چې د دې موضوع دلایل له حده زیات او پراخ دي.
دوام لري…

 مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱]. سورة البقرة، آیت: ۲۶۰.

[۲]. رازي، ابو عبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب = التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰هـ.ق، ج ۷، ص ۳۴.

[۳]. سورة الکهف، آیت: ۲۱.

[۴]. سورة البقرة، آیتونه: ۷۲–۷۳.

[۵]. د کیسې لنډیز د «مجموعه‌ای کامل از عقاید اهل سنت، تألیف: مکي، ډاکټر مجد، ژباړن: فیض محمد بلوچ» له کتاب څخه اخیستل شوی دی، ۱۳۹۴هـ.ش، ج ۲، ص ۶۴۹.

[۶]. سورة یس، آیت: ۸۰.

[۷]. الطبري، محمد بن جریر، جامع البیان في تأویل القرآن، تحقیق: أحمد محمد شاکر، ۱۴۲۰هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۲۰، ص ۵۵۶.

[۸]. سلطان العلماء، ابو محمد عزالدین عبدالعزیز بن عبدالسلام، تفسیر القرآن، تحقیق: د. عبدالله بن إبراهیم الوهبي، ۱۴۱۶هـ.ق/۱۹۹۶م، ج ۴، ص ۴۶.

[۹]. الجزائری، جابر بن موسی بن عبدالقادر، أیسر التفاسیر لکلام العلي الکبیر، ۱۴۲۴هـ.ق/۲۰۰۳م، ج ۴، ص ۳۹۴.

[۱۰]. دمشقي، علي بن علاءالدین، شرح عقیدۀ طحاویة، تحقیق: عبدالله بن عبدالمحسن او شعیب ارناؤوط، ژباړن: اسحاق دبیري، ج ۲، ص ۸۲۱.

Leave A Reply

Exit mobile version