لیکوال: عبدالحی لیان
د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتوالي ښوونځی) (برخه: ۴)
شعبان (د پټې او بې ‌ادعا ځان جوړونې میاشت)
د شعبان میاشت له هغو معنوي میاشتو څخه ده چې د مناسبتونو د شور او غوغا  په منځ کې لږه تر سترګو کېږي، خو د الهي روزنې په تله کې ډېر لوړ مقام لري. د دې میاشتې يوه خاصه ځانګړنه د عبادت پټوالی دی؛ دا مياشت نه د روژې عمومي شور او فضا لري او نه د ځینو نورو میاشتو په څېر ټولنیزې ځانګړتیاوې. همدا ظاهري پټوالی شعبان د اخلاص د تمرین په ډګر بدلوي؛ داسې ځای چې بنده د لیدل کېدو لپاره نه، بلکې یوازې د الله تعالی لپاره ګام اخلي.
قرآن کریم ډېر ځله د پټ عمل او خالص نیت پر ارزښت ټینګار کړی دی، لکه چې وايي: “أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ.”[1] ژباړه: «خبر اوسئ چې خالص دین یوازې د الله لپاره دی.»
د شعبان میاشت د همدې «خالص دین» د تحقق لپاره یو فرصت دی؛ داسې دینداري چې د نورو له ستاینې څخه نه تغذیه کېږي او نه د نورو په ستاینې پورې تړلې ده.
په بل ایت شريف کې الله جل جلاله د پټ عمل ارزښت داسې بیانوي: “وَإِن تُخْفُوهَا وَ تُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُم.”[2] ژباړه: «که نېکي په پټه وکړئ او اړمنو ته یې ورسوئ، ستاسو لپاره غوره ده.»
دا قاعده یوازې د صدقې یا خیرات لپاره ځانګړې نه ده، بلکې یو ټول‌ شموله روزنیز اصل دی. پټ عبادت زړه د ریا له ناروغۍ څخه ساتي او انسان له خپل ځان سره رښتینولۍ ته رسوي.
د شعبان میاشت د نیتونو د روزنې میاشت ده؛ داسې میاشت چې د روژې له راتګ څخه مخکې د انګېزو سمون ترسره کوي. قرآن کریم فرمایي: «يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُور.»[3] ژباړه: «خدای په پټو نظرونو او هغه څه چې په سینه کې پټ دي پوهېږي.»
په دغه لیدلوري کې د شعبان میاشتې د عبادت ارزښت د عملونو په ډېرښت پورې نه، بلکې د نیتونو په رښتينولۍ پورې اړه لري.
د ځان جوړونې له نظره د شعبان میاشت د چوپتیا په حالت کې د چمتووالي میاشت ده؛ داسې چوپتیا چې په هغې کې انسان په رښتینولۍ سره له خپل نفس سره مخ کېږي، کمزورتیاوې پېژني او پرته له دې چې د ټولنیز فشار تر اغېز لاندې راشي، خپل باطن اصلاح کوي. دا هماغه لاره ده چې قرآن یې د نېکمرغۍ لار بولي: “قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا”[4]؛ ژباړه:« په رښتيا هغه څوک بريالی شو چې پاک يې کړ (خپل ځان).»
د شعبان میاشت دا حقیقت را یادوي چې تر ټولو مهم عبادتونه تل له شوره ډک نه وي، ځینې وختونه ژور بدلونونه په زړه کې په یوازېتوب او په هغو میاشتو کې رامنځته کېږي، چې لږ تر سترګو کېږي، خو الله ته ډېر لوړ ارزښت لري.
شعبان (له روژې څخه مخکې د زړه د پاکوالي میاشت)
د شعبان میاشتې یو له خورا ژورو تعلیماتو څخه د روژې لپاره د روح په چمتو کولو کې د هغې رول دی.
د روژې میاشت د لوی بدلون میاشت ده، خو دغه بدلون بې له مقدمې او داخلي چمتوالي نه رامنځته کېږي. که زړه چمتو نه وي، روژه یوازې د لوږې او تندې په محدودیت کې پاتې کېږي او شپېني عبادات یوازې په فزیکي عادت بدلېږي. په همدې اساس د شعبان میاشت خپله معنا پیدا کوي؛ داسې میاشت چې له روژې څخه مخکې راځي، چې زړه نرم کړي، نیت اصلاح کړي او روح د خدای د مېلمستیا لپاره تیار کړي. قرآن کریم لویو پړاوونو ته له ننوتلو څخه دمخه په داخلي چمتووالي ټینګار کوي. الله تعالی فرمایي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ.”[5] ژباړه: «ای هغو کسانو چې ايمان يې را وړی له الله څخه ووېرېږئ او هر کس دې وګوري چې د سبا لپاره يې څه وړاندې لېږلي.»
د شعبان میاشت د دې ایت عملي څرګندونه ده؛ داسې یو فرصت چې د ځان بیا کتنه، د نفس محاسبه او د معنوي بار چمتو کول د روژې له پیلېدو څخه مخکې ممکنوي.
په دې میاشت کې مومن دا فرصت ترلاسه کوي چې خپل نیت پاک کړي؛ ځګه چې قرآن کریم خبر ورکوي:”وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ”[6] ژباړه:«او دوی ته امر نه وو شوی، مګر د دې چې د الله عبادت وکړي، هغه کسان چې د هغه دین ته خالص وي.»
د شعبان میاشت د همدې اخلاص د تمرین ډګر دی؛ داسې ځای چې عبادت په ارامۍ او بې ‌ادعا ترسره کېږي او انسان مخکې تر دې چې خپل ظواهر سم کړي، د خپل باطن اصلاح ته مخه کوي.
له روزنیز اړخه د شعبان میاشت د زړونو د نرمولو میاشت ده. هغه زړونه چې سخت او غافل دي او د روژې حقیقت نه شې درک کولی. قرآن کریم په دې اړه فرمایي: “أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ.”[7] ژباړه: « ایا هغه وخت نه دی را رسېدلی چې زړونه د الله په یاد نرم شي؟»
د شعبان میاشت د دې قرآني پوښتنې عملي ځواب دی او شعبان د عاجزۍ، پټې توبې او له خدای سره د زړه د اړیکې د بیا رغولو میاشت ده.
په حقیقت کې شعبان د نوو جامو له اغوستلو د مخه د زړه د مینځلو په څېر ده. د روژې میاشت د رڼا او پرهېزګارۍ جامه ده او شعبان د پاکوالي او تزکیې مرحله ده. څوک چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کوي، روژه په بدن سره نه، بلکې په روح سره نیسي او دا داسې روژه ده چې انسان تقوا ته رسوي: «لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.»[8]
په دې ډول د شعبان میاشت یوازې یوه فرعي میاشت نه ده، بلکې یوه برخلیک‌ ټاکونکې مقدمه ده؛ داسې میاشت چې که سم ځای او ارزښت یې درک شي، د روژې میاشت له ظاهري عبادت څخه یو  ژور روحاني بدلون ته بدلوي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. الزمر: 3.

[2]. البقره: 271.

[3]. غافر: 19.

[4]. الشمس: 9.

[5]. الحشر: 18.

[6]. البیّنه: 5.

[7]. الحدید: 16.

[8]. البقره: 183.

Leave A Reply

Exit mobile version