لیکوال: عبدالحی لیان
د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتوالي ښوونځی) (برخه: ۳)
شعبان او اسلامي روزنه
د اسلامي رزنې له پلوه شعبان مياشت د روژې مبارکې مياشتې ته د ننوتلو لپاره د انسان په معنوي چمتووالي کې بنسټيز ځای لري. دا میاشت د رجب او رمضان او يا دوو عبادتونو تر منځ يوازې يوه موده نه ده، بلکې د ځان جوړونې، دروني پاکوالي او د مومن د ايماني او ټولنيزو اړيکو په بيا تنظيمولو کې يوه موخه لرونکې مرحله ده.
د شعبان مياشت تر ټولو خاصې ځانګړنې د نيت اصلاح، د اخلاص ژورتيا، د زړه او عمل د اړيکې پياوړتيا او په رسول اکرم صلی الله عليه وسلم پورې تړل کېدل دي. په ديني متونو کې په دې مياشت کې د عملونو پر وړاندې کولو ټينګار، د عبادتونو کيفيت او انساني اړيکو د سلامتۍ بيا کتنه يې ارزښت دوه چنده کوي.
له همدې امله شعبان د رجب په میاشت کې د ګناه د پرېښودو او د روژې په میاشت کې د شعوري بندګۍ د تحقق تر منځ د یوې منځګړې کړۍ په توګه ګڼل کېدای شي. په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د قراني او روزنیز لیدلوري له مخې د شعبان میاشتې مهمې معنوي او اخلاقي طریقې تشریح او تحلیل کړو.
شعبان له پیغمبر صلی الله عليه وسلم سره د اړیکو ټینګولو میاشت
دا میاشت د اسلامي روزنې په منظومه کې ځانګړی مقام لري؛ ځکه چې له رسول الله صلی‌ الله‌ علیه‌ وسلم سره د ایماني تړاو د ټينګښت او ژوروالي لپاره ځانګړې مرحله ګڼل کېږي. که د رجب میاشت د ګناه پرېښودو او د نفس د لومړنۍ تزکیې تمرین وي او د روژې میاشت د خالصې بند‌ګۍ او د الله تعالی په حضور کې د اګاهانه عبادت اوج وي، نو شعبان د همدې لارې منځنۍ او بنسټیزه مرحله ده. د دې میاشتې بنسټيز کار دا دی چې د زړه او عمل له لارې د رسول اکرم صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم له سیرت او سنت سره اړیکه پیاوړې کوي.
دا میاشت د مومن لپاره یوه موقع ده، مخکې له دې چې روژې په شدیده او شانداره فضا کې داخل شي، خپل چلند او اخلاقي معیارونه د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم له طريقو او لارښوونو سره سم برابر کړي.
قرآن کریم پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د یوې ښې بېلګې په توګه معرفي کوي، یعنې هغه د مومنانو لپاره د ژوند، اخلاقو او ټولنیزو اړیکو يوه غوره بېلګه ټاکي، الله تعالی په دې اړه فرمایي: «لَقَدْ كانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ.»[1]
دا ایت څرګندوي چې د رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم پیروي یوازې ظاهري عبادتونه نه دي، بلکې د انسان چلند، اخلاق، ټولنیزې اړیکې او د ژوند طرز هم بايد د رسول الله صلی‌ الله‌ علیه‌ وسلم له شخصیت سره سمون ولري. په دې اساس د شعبان میاشت کولی شي د دې همغږۍ د تمرین لپاره یو عملي ډګر وي.
په شعبان میاشت کې عبادت، روژه نیول او الله تعالی ته د نږدوالي لپاره د رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم ځانګړې پاملرنه په نبوي سیرت کې د دې میاشتې د مقام څرګنده نښه ده. دا پاملرنه نه یوازې د عبادت اړخ لري، بلکې د امت لپاره یو روزنیز پیغام هم لري؛ داسې پیغام چې له تدریجي چمتووالي، نبوي سنت سره اګاهانه اړېکې او له بې‌ ځايه کارونو د ډډې کولو اړتیا څرګندوي.
له همدې امله د شعبان میاشت یو موقع ده چې انسان د روژې تر راتګ مخکې، خپل ديني چلند د مینې او د رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم د پیروي پر محور بيا ځلې جوړ کړي. همدارنګه د شعبان میاشت د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د اخلاقي سیرت د بیا لوستلو لپاره ښه وخت دی؛ هغه اخلاقي سيرت چې د رحمت، نرمۍ، صبر، بخښنې، تواضع او ښې اړیکې پر بنسټ ولاړ و.
په دې میاشت کې له رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم سره تړاو یوازې په ادعا نه، بلکې د عملي ارزونې له لارې رامنځته کېږي؛ یعنې دا چې زموږ چلند په کورنۍ، ټولنه او له نورو سره په اړیکو کې تر کومه حده د نبوي بوی او رنګ لرونکی دی. له همدې امله د دې ډول پوښتنو ارزښت ډېر دی:
له شاو خوا خلکو سره زموږ د مهربانۍ کچه د رسول الله صلی‌ الله‌ علیه ‌وسلم له سیرت سره څومره نږدې ده؟
کله چې د نورو له غلطیو سره مخ کېږو، نو زموږ په چلند کې د رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم صبر او بخښنه تر کومه حده لیدل کېږي؟
او زموږ د ژوند طريقه تر کومه حده د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د عملي روزنو انعکاس دی؟
له دې امله کولی شو د شعبان میاشت د فردي ځان جوړونې او رسول اکرم صلی‌ الله ‌علیه‌ وسلم له ټولنیزو بېلګو څخه د پیروۍ ترمنځ د یوه پل په توګه وګڼو؛ داسې پل چې له هغه څخه په شعوري ډول تېرېدل، د روژې د مبارکې میاشتې د فردي عملونو له ټولګې څخه د مینې او پیروۍ پر بنسټ د بندګۍ یوې ژورې تجربې ته اړ وي.
په دې توګه په هره اندازه چې د شعبان په میاشت کې له رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم سره د زړه او عمل اړیکه ژوره شي، نو په همدې اندازه به د روژې معنوي میوه دوامداره او اغېزمنه وي.

دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. الأحزاب: 21.

Leave A Reply

Exit mobile version