لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (نولسمه برخه)
د مډرنیزم په اړه د علماوو او پوهانو نظرونه
۱. د تباهۍ لاره
شاکر شکوري: «بې‌شکه هغه کسان چې زموږ په وخت کې مډرنیزم لېوني کوي، داسې یوه ډله ده چې له کلیمو سره لوبې کوي؛ دوی هېڅ رښتینی یا سم حقیقت نه څرکندوي، ځکه د دوی خبرې له هر ډول مانا او مفهوم څخه خالي دي. د دوی د کار خطر دومره دی چې یوازې خوندونه او خوښۍ خرابوي او د بیان وسیلې تباه کوي. د بیان په رنګینو ډګرونو کې د داسې ګرځېدو دوام له نېستۍ او تباهۍ پرته بل څه نه لري. د مډرنیزم دا لار د سقوط لار ده؛ داسې یوه لاره ده چې بې‌نظمه او بې‌موخې ټولنې پکې له‌منځه ځي. ځکه د مډرنیزم تر نوم لاندې دوی په کلتوري او مذهبي میراث برید کوي او د انساني اصالت، عقل او کرامت سپکاوی کوي.»
۲. د ژبې له منځه وړل
عبدالله الجفري: «هېڅوک له مثبت عصري‌توب سره مخالفت نه لري؛ خو له فکري او کلتوري بربنډتوب سره مخالفت لري. موږ د نوي‌والي پر ضد نه یو، خو د ګډوډۍ او بې‌حیایۍ پر ضد پاڅېږو. موږ د نوښت پر ضد نه یو، بلکې له تشوالي او سطحي‌والي سره مخالفت کوو. د مډرنیزم دا اصطلاح په حقیقت کې د ژبې د له منځه وړلو لپاره بلنه ده؛ د میراثونو تباهي او پر ارزښتونو لوبې کول دي.»
۳. د میراثونو ردول
بکر ابراهیم: «کله چې یو څېړونکی او عالم د دې ډلې بنسټونه او رېښې وڅېړي، د دوی د تولیداتو او لیکنو له لارې پوهېږي چې دوی د سکولاریزم، الحاد، مارکسیزم او عیسویت تر منځ مخ پر وړاندې تللي دي. د دې ټولو بهیرونو پایله یوازې یو څه دي: له شته واقعیت څخه انکار او د اسلامي فکري میراثونو ردول.»
۴. له دین څخه سرغړونه
سهیلا زین العابدین: «مډرنیزم په حقیقت کې یو شاعرانه انقلاب و، چې د دین پر وړاندې یې بغاوت اعلان کړ؛ همدارنګه یې د تېر تاریخ، میراث، ژبې او اخلاقو پر وړاندې بغاوت وکړ. دې انقلاب د عربي غزل له دودیزې بڼې ځان لېرې کړ او د معاصر عربي شعر لپاره یې یوه الحادي بڼه رامنځته کړه، چې له همدې الحادي مخ سره پېژندل شوې وه.»
۵. فاسد توکي
عیسى خلیل: «په عصریتوب کې د بل چا په څپو سپرېدل او د نورو موخو ترلاسه کول یو څرګند او رد شوی عمل دی. زړورتیا هغه ده چې انسان د کور له دروازو دننه ننوځي ـ دا هغه څه دي چې ټول وړ او مسوول خلک یې کوي؛ هغه کسان چې د مسوولیت وړتیا لري او په سختیو کې ثابت‌قدم وي، تر دې چې ځان قرباني کړي. دوی هېڅکله په فاسدو توکو چې له بل ځایه راغلي او له ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، سپاره شوي نه دي.»
۶. ککړ بهیر
ډاکټر عوض القرني: «دا افراطي نوښت له هرې ککړتیا څخه ډېر ککړ بهیر دی. موږ د خپلو عقایدو د ساتنې لپاره بله لار نه لرو، پرته له دې چې د دې بهیر پر وړاندې ودرېږو؛ تر څو له دې خطرناکو څپو چې له نشه‌یي موادو څخه کمې نه دي، خپل راتلونکی نسل وژغورو.»
۷. له اسلام سره جګړه
شیخ صالح بن عبدالعزیز: «د مډرنیزم پټ پړاو هماغه اسلامي جګړه ده چې د اسلام دښمنانو د اسلام د له‌منځه وړلو لپاره پر مخ وړله؛ ترڅو داسې نسل وروزي چې له خپلو ارزښتونو او مقادساتو لاس واخلي؛ داسې نسل چې د بې‌پروايۍ، غرب‌پالنې، کفر او سرغړونې په نوم وپېژندل شي.»
۸. د شته واقعیتونو ردول 
بکر ابراهیم: «د عصریتوب پدیده وده کړې او د ډېرو عراقي، شامي او مصري شاعرانو تر منځ خپره شوې ده. له همدې امله د یوسف الخال، خلیل حاوي، کوثر ابو دیب، صلاح عبدالصبور، السیاب او أدونیس په څېر څېرې راڅرګندې شوې؛ همدارنګه عماد حمود، درویش او سیاح القاسم په څېر څېرې د پېژندل شویو کسانو په نوملړ کې راښکاره شوې. کله چې موږ د دې شاعرانو نظرونو او فکري بنسټونو ته وګورو، وبه وینو چې د دوی په اثارو او لیکنو کې یو ګډ روح شتون لري؛ هماغه سکولریزم، وجودیت، کیڼ اړخ او عیسویت ته ورته روح، چې ټول په یوه ګډ ټکي سره راټولېږي. هغه څه چې دوی یې ګډ لري د شته واقعیتونو رد کول، د اسلامي فکري میراثونو پر وړاندې بې‌پروايي او د ژبې، وزن، قافیې او د هغې د تصویري او ښکلايي میراث له پامه غورځول دي.»
۹. د فکرونو انحرافول
عبدالله بن خمیس (لیکوال او ادیب): «مډرنیزم نه دین دی او نه خانقاه؛ بلکې د بدعت‌کوونکو په لاس جوړ شوی نوښت دی، چې د ادب په ډګرونو کې بې‌مهاره حرکت کوي او فکرونه له سمې لارې څخه منحرفوي.»
۱۰. سرطاني بهیر
عبدالله الفیصل: «زما ادبي فعالیت به د ادب په ډګر کې ودرېږي، او په دې برخه کې به زه پر درې مهمو ټکو ټینګار کوم: لومړی، د شعر ډګر؛ دلته به هڅه وکړم له هغه څه سره مقابله وکړم چې د ازاد شعر په نوم یادېږي، ځکه زه دا یو ډول سرطان ګڼم چې د عربي ژبې او ادب پر وجود لګېدلی دی.»
۱۱. د تېر جاهلیت دور ته بېرته تګ
نامتو لیکواله سهیلا زین العابدین: «یو له هغو مهمو شیانو څخه چې ډاکټر غنم او د هغه پیروان باید پرې پوه شي دا دي، چې له عصريتوب (مډرنیزم) سره د مخالفت عمومي او ظاهري بڼه، له عصريتوب سره د مخالفت په مانا نه ده؛ ځکه زموږ نیوکه یوازې پر مادي غوښتنو نه ده ولاړه، بلکې اصلي خطر دا دی چې عصريتوب غواړي عربي فکر بېرته د جاهلیت زاړې دورې ته راولي؛ داسې یو جاهلیت چې د ارتجاعي فکرونو، ملتپالو نظریو او تفرقه اچوونکو شعارونو سره ګډ شوی دی. دا ټول د اسلامي عقیدې د کمزوري کولو او اغېزمن کولو لپاره ترسره کېږي.»
۱۲. د قوم او ملت د غفلت لاملونه 
عیسی خلیل: «زه د خوړو د کلتور د ستاینې په څرګندولو کې هېڅ شک نه لرم؛ خو دا خبره زما د دې ویلو مخه نه نیسي چې ووایم: ښايي دا لاره د ملت د فکري تغذیې لپاره یوازینۍ مناسبه لار نه وي؛ ځکه دا (مډرنیزم) کلتور له قومي خوندونو څخه د خوند اخیستلو پرته بل څه نه دی، داسې خوندونه چې قوم او ملت له هغه حقیقت څخه محروموي چې ځانګړتیا یې اصلیت او نوښت دی. باید د عقل او درک په چوکاټ کې هر ملت ته د هغه د ځانګړي لید له مخې بلنه ورکړل شي، څو د لید ساحه یې پراخه شي، تمې یې وده وکړي او هغه څه ته ورسېږي چې ګټور وي او لوستونکي د ګټورې مطالعې او څېړنې لور ته وهڅوي، نه د کوډو او خرافاتو پر لور. نو ایا هغوی هماغسې دي لکه څنګه چې دې لارې ته تللي؟ دلایل شته چې دا موضوع روښانه کوي.»
۱۳. د دروغو او بې‌مانا توروالی
صالح العَوَض: «اوس دوی (د مډرنیزم ملاتړي) په عربي نړۍ کې د لوستلو ډېرې رسنۍ خپل کړي او هغوی یې په فکري مرکزونو بدلې کړي دي. دوی په لوړ غږ خپل شکونه او ګمراهۍ خپروي او خپل باطل دودوي. هر هغه څوک چې د دوی دروازې ټکوي، هغوی ورته خپلې تورې او ړندې پاڼې خلاصوي، تر څو پر هغه او د هغه پر څېر نورو د دروغو او بې‌مانا توروالی وتپي. دوی هڅه کوي چې د پاتې اسلامي او ادبي اصیل او ژور میراث هره نښه له منځه یوسي. پرېږدي چې د ادب په نړۍ کې ځان ته نوې پاڼه پرانیزي او په خپل ضلالت‌بار حالت کې ژوند وکړي؛ خو حقیقت دا دی چې دا ناپوهي تلپاتې نه ده، بلکې د تباهۍ لپاره محکومه ده، او په پای کې پرته له حقه بل هېڅ شی نه بریالي کېږي.»
۱۴. فکري بې‌ارزښتي
ډاکټر یوسف عزالدین: «په سختۍ مې وکړای شول چې له نقد څخه ځان لېرې کړم؛ خو دا ادبي ناروغي چې زموږ ملګري ډاکټر راشد المبارک یې ‘فکري بې‌ارزښتي’ ګڼي، زه دې ته اړ کړم چې د دې اصیل عربي ادبي میراث پر وړاندې ودرېږم او دفاع وکړم.»
۱۵. د انساني ارزښتونو له‌منځه وړل
اورتیکا کاسیت (د غربي مډرنیزم منتقده): «مډرنیزم یعنې د ټولو هغو انساني ارزښتونو له‌منځه وړل چې ادبیاتو په تېرو وختونو کې ملاتړ کاوه؛ دا هغه هنر دی چې خلک، وخت او تاریخ له پامه غورځوي.»
۱۶. د تیارو پر لور هڅول
فرانک کِرمود، غربي منتقد: «مډرنیزم، هنر د تیارو، ګډوډۍ او نااُمیدۍ پر لور بیايي.»
۱۷. د بحرانونو او ګډوډیو لاملونه
لیونل ترلنک، غربي منتقد: «مډرنیزم عقل پرېښود او پر ځای یې پریشاني، رواني بحرانونه، ټولنیزې ګډوډۍ، ترخه نااُمیدي او د تمدن، نظم، دود او راتلونکي بشپړ انکار رامنځته کړ.»
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version