لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي
د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (شپږمه برخه)
د طب له نظره د واده د اړیکې ګټې
۱- د بدن د دفاعي سیستم پیاوړتیا
منظمه جنسي اړیکه کولای شي د بدن دفاعي سیستم پیاوړتیاوی کړي. د اندورفین او اوکسی‌توسین په څېر د ځانګړو هورمونونو زیاته ترشح د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا او د ناروغیو د رامنځته کېدو خطر کموي.
۲- د فشار او اضطراب کمېدل
د واده اړیکه د هغو هورمونونو د ترشح لامل ګرځي چې ذهني آرامتیا رامنځته کوي او دا کار د فشار (استرس) او اضطراب په کمېدو کې مرسته کوي. دا ډول حالت نه یوازې د انسان په ښه مزاج او خوښۍ اغېز لري، بلکې د رواني روغتیا په ساتنه کې هم مثبت رول لري.[۱]
۳- د خوښۍ او انرژۍ زیاتوالی
د واده اړیکه د یوه فزیکي فعالیت په توګه د انسان د انرژۍ او خوښۍ د زیاتېدو لامل ګرځي. دا موضوع د وینې له ښه جریان او د فزیکي فعالیتونو له زیاتوالي سره مستقیم تړاو لري.
۴- د عاطفي اړیکې پیاوړتیا
د مېړه او مېرمنې ترمنځ جنسي اړیکه د عاطفي اړیکو د لا پیاوړتیا سبب کېږي. همدا عاطفي تړاو د کورنۍ او ټولنیزو اړیکو په ښه‌والي کې مرسته کوي او د مینې، تړاو او ملاتړ احساس زیاتوي.[۲]
۵- د خوب د کیفیت ښه کېدل
ډېری کسان له جنسي اړیکې وروسته ځان ډېر آرام احساسوي، او همدا آرامتیا د ښه خوب سبب کېږي. ښه خوب بیا د بدني او رواني روغتیا په پیاوړتیا مثبت اغېز لري.[۳]
۶ـ د روحیې پیاوړتیا
د طب له نظره نکاح د روحیې د پیاوړتیا، د ذهني توازن او آرامتیا د زیاتوالي یوه مهمه وسیله بلل کېږي. د ژوند له ملګري سره همکاري او موافقت د روحیې په لوړوالي او د ژوند په توازن کې مرسته کوي.
۷ ـ د فزیکي روغتیا ساتنه
نکاح د فزیکي روغتیا د ساتنې محافظ ګڼل کېږي. د واده ژوند د دې سبب ګرځي چې انسان ته د بدني روغتیا د ساتلو لپاره مناسب شرایط برابر شي او له یو شمېر ناروغیو سره یې د مبارزې توان زیات شي.
۸ ـ د ټولنې پرمختګ
نکاح د ټولنې د پرمختګ او ودې په بهیر کې مهم رول لري. د ثابتو کورنیو جوړول، د سالم نسل روزل او د اولادونو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابرول د ټولنې په روغتیا او ثبات کې مرسته کوي.
۹ ـ انساني اړیکې
نکاح د انساني اړیکو او د خپلوانو ترمنځ د همدردۍ بنسټ دی چې د متقابل درناوي، باور او یو بل د ملاتړ پر اصولو ولاړه وي.[۴]
۱۰ ـ رواني اړخ
نکاح او د کورنۍ جوړښت د رواني روغتیا، ذهني ثبات او د رضایت د احساس بنسټ دی. د ژوند له ملګري سره نږدې او قوي اړیکه انسان ته د امنیت او ځان‌باورۍ احساس ورکوي، چې له رواني پلوه خورا مهم دی.
۱۱ ـ ټولنیز اړخ
د کورنۍ جوړول او له نورو انسانانو سره اغېزناکې ټولنیزې اړیکې رامنځته کول د نکاح له مهمو موخو څخه دي. دا کار د ټولنیزو اړیکو په پراخېدو، د فردي اړیکو په لوړوالي او د ټولنیز یووالي په زیاتېدو کې مرسته کوي.
په همدې دلیل واده او د کورنۍ رامنځته کول د ټولنې د روغتیا او امنیت لپاره ګټور دي او د جرمونو او ناوړه کړنو د کچې په راکمولو کې مهم رول لري.
که د کورنیو بنسټونه ټینګ واوسي، ځوانان پر خپل وخت واده وکړي او له کورنۍ سره مینه ولري، نو په ښکاره ډول به د فساد، بې‌لارۍ، بې‌بندوبارۍ، طغیان، وژنې، غلا، جنايت، ناامنۍ، تېري، انحراف، اعتیاد او ځان‌وژنې په کچه کې کموالی راشي. ځکه لکه څنګه چې شمېرې ښيي، د دغو ناخوالو ډېری مرتکبین هغه کسان دي چې د کورنۍ له مینه‌ناک چاپېریال څخه بې‌برخې وي.
د یوې میداني څېړنې پایلې چې په انګلستان کې پر ۵۰۰ ځوانانو ترسره شوې وه څرګنده کړه چې ځوانان له واده او د کورنۍ له رامنځته کولو وروسته ډېر کم جرمونو او خلاف کاریو ته مخه کوي. برعکس، مجرد کسان د ټولنیزو جرمونو، بې‌نظمۍ او ناسمو کړنو پر لور ډېر تمایل لري.
په همدې اساس نکاح پر ټولنو پراخ اغېز لري. دا عمل د کورنۍ د واحد د پیاوړتیا، د ټولنیز ثبات د رامنځته کېدو، د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو د پیاوړتیا، او آن د جمعیت په اړه د اندېښنو د کمېدو لامل ګرځي.[۵]
۱۲ ـ د نسل روزنه
نکاح او د کورنۍ رامنځته کول انسان ته ددې فرصت ورکوي چې د راتلونکي نسل د روزنې تجربه ترلاسه کړي. د اولادونو پالنه، ساتنه، او د اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو انتقال د مور او پلار له مهمو دندو څخه شمېرل کېږي.
د همدې ټکو په پام کې نیولو سره ویلای شو چې نکاح د طب له نظره یوازې یوه جنسي اړیکه نه ده، بلکې یو پراخ او ژور مفهوم دی چې په رواني او فزیکي روغتیا، ټولنیزو اړیکو او د نسل په روزنه کې ستر اغېز لري.
نکاح د رواني او بدني روغتیا، د ټولنې د پرمختګ، او د سالمو انساني اړیکو د ساتنې بنسټیز رکن دی.
په عمومي توګه، واده او نکاح د طب له نظره یو جامع او پراخ مفهوم بلل کېږي چې د انسان په فردي ژوند او ټولنه دواړو ژورې اغېزې لري.[۶]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] شیخي، محمد تقي، جامعه‌شناسي زنان و خانواده، ص ۴۵، انتشارات شرکت سهامي، کال ۱۳۸۲هـ.

[۲] بام، روزن، خانواده به منزله ساختاری در مقابل جامعه، ص ۳۶۲، ژباړن: محمد صادق مهدي، نشر دانشگاهي، تهران، کال ۱۳۶۳هـ.

[۳] چوپانکاره، شهناز، دانستنی‌های جنسي، ص ۱۶۲، انتشارات قلم جوان، کال ۱۳۹۱هـ، ایران.

[۴] ناک، استیون، ازدواج در زندگی مردان، ص ۳۳، ژباړن: سعید غفاري، انتشارات گوهر کمال، کال ۱۳۸۲هـ، تهران.

[۵] پناهی، علي احمد، همسرداری، ص ۲۰، کال ۱۳۹۱هـ، ناشر: دفتر نشر معارف (وابسته به نهاد نمایندګي مقام رهبري در پوهنتون) – تهران.

[۶] اميني، ابراهيم، انتخاب همسر، ص ۴۴، کال چاپ: منی ۱۳۷۴هـ، تهران، انتشارات انجمن اولياء او مربيان.

Leave A Reply

Exit mobile version