لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­زهي
اومانیزم «انسان‌پالنه» (لومړۍ برخه)
لنډیز
اومانېزم، انسان‌واکي، د بشر بنسټي‌توب، بشرواکي او ځان‌بنسټي هغه ښوونځی دی، چې انسان د هستۍ مرکز او مدار ګڼي او کله چې انسان ته بنسټي‌توب ورکوي، د خدای، دین او هر ناانساني اصل بنسټي‌توب ردوي. د دې اصطلاح پراخه مانا دا ده: هر هغه فلسفي، سياسي، اقتصادي، اخلاقي يا ټولنيز نظام چې مرکزي هسته یې انسان وي.
په بشري فکر کې، انسان تر ټولو مهم شی دی، چې د تاریخ په اوږدو کې پرې بحث او څېړنه شوې ده. په ځینو فکرونوکې انسان په داسې مقام کې ځای پر ځای شوی، چې له هغه څخه بل هېڅ بشر بشپړ او لوړ نه شي ګڼل کېدای؛ خو په ځینو حقیقي لیدلورو کې، د انسان په پېژندیزو او ناپېژندیزو اړخونو کې د بېلابېلو کمزوريو له امله، د انسان ارزښت او وړتیا محدوده ګڼل شوې او د یوه بشپړ موجود د لارښوونې اړمن ګڼل شوی دی.
د «اومانیزم» ښوونځی انسان د هستۍ یوازینۍ حقیقت ګڼي او هغه د خدای پر ځای کېنوي؛ نو ځکه له خدایمحورۍ سره په تضاد کې دی او په افراطي بڼه کې یې هر ډول ماوراءالطبیعي فکرونه، لکه الهي وحی ردوي.
بشر د عالم د مالک او واکمن په توګه د انسان په نوم یو نوی بت اختراع کړی او د هغه عبادت ته وده ورکوي. اومانیزم په حقیقت کې د انسان عبادت ته ویل کېږي، نه د انسان لپاره خېرخواهي یا درناوی چې اسلام او نور توحیدي دینونه پرې ټینګار کوي.
کلیدي ټکي: اومانیزم، انسان‌پالنه، انسان‌محوري، خدایمحوري، د انسانیت مذهب.
سریزه
ستاينه د هغه (خدای جل جلاله) لپاره ده چې قران يې پر خپل بنده نازل کړ او په هغه کې يې هيڅ ډول کوږوالی نه دی ځای کړی. درود او سلام دې وي پر هغه ستر پيغمبر (صلی الله علیه وسلم) چې د ټولو نړۍوالو لپاره د رحمت په توګه رالېږل شوی و، د هغه پر کورنۍ او ملګرو او ټولو هغو کسانو، چې د قيامت تر ورځې پورې يې پيروي کوي.صلی‌الله‌علیه‌وسلم
په داسې وخت کې چې مسلمانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، د جګړو اور د دوی په خپلو هېوادونو کې بل دی، د فقر او ناروغۍ بلا یې ځوروي او مادي وروسته والي دوی سپک کړي، ځینې خلک د دین د نوي کولو بلنه ورکوي او ځینې نور د بیانونو د عصري تفسیر وړاندیز کوي.
ځینې ډلې له دې نه هم وړاندې تللي او غواړي چې د خالص انسانیت پر بنسټ یوه نوې اړیکه جوړه کړي، چې د دیني اړیکې ځای ونیسي، په دې ډول چې هر څوک خپلې دیني عقیدې یوازې د ځان لپاره وساتي. ځینې نور بیا تر دې هم تېر شوي، د الهي دین د بشپړ لغوه کېدو او بې‌اعتباره کېدو غوښتونکي دي او پر ځای یې پر یوه انساني دین ایمان لري، چې د دوی په ګمان بشر سره یو موټی کوي. دوی ادعا کوي چې دا کار به جګړې پای ته ورسوي، د ملتونو ترمنځ به سوله خپره کړي، د هغوی زخمونه به ورغوي او مادي پرمختګ به رامنځته کړي.
لکه څنګه چې ځینو ویلي دي، چې انسان پالنه، په معاصره فلسفه کې اصلي موضوع ده او انساني مذهب هغه لاره ده چې حتی له اسلام سره ځینې تړلي کسان یې خوښوي او ځانونه په همدې نوم معرفي کوي؛ هغه نوم چې خدای زموږ لپاره په خپل محبوب کتاب کې خوښ کړی دی: «هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ»؛ ژباړه: «هغه تاسو مسلمان بللي یئ»[1] دوی یې له پامه غورځوي او فکر کوي چې دا عزت د دوی په اوږو دروند دی او دوی د نورو پرمختللو هېوادونو پر وړاندې د شرم احساس کوي.
د انسانپالنې د دين پر بنسټ داسې متضاد نظرونه راپورته شوي دي؛ د دين د مفهوم تحریف او بدلون، د انسان په تقدس کې مبالغه، تر دې چې د الحاد حد ته رسېدلې،  اخلاق له دیني اصل څخه جلا شوي، د اخلاقو د نسبي‌والي او د حکومت د سیکولر کولو او د دین د پریښودلو په اړه خبرې کیږي.
دا تضادونه تر ټولو ډېر په هغه اړخ کې ښکاره کېږي چې انسان‌پالنه یې د ځان لپاره فرض کوي. په داسې حال کې چې د خالق وجود ردوي یا له الهي قانون څخه د تېرېدو هڅه کوي، خپله په داسې دین بدلېږي چې له نورو دینونو سره هېڅ توپیر نه لري. دغه دین د خپلې فلسفې لپاره د یوه ټینګ او ثابت بنسټ ایښودلو وړتیا نه لري. په ځانګړي ډول د اخلاقو د نسبي‌والي دعوا او د موضوعیت د نفی له امله دا تضادونه نور هم څرګندېږي. انسان‌پالنه هغه وخت لا روښانه کېږي چې د داروین د ارتقا نظریه په سمه توګه ومني او هغه د انسان د پیدایښت د منل شوي تفسیر په توګه وړاندې کړي
په داسې حال کې چې دا لاره د انسانانو ترمنځ د برابري دعوا کوي، د نوعو او نژادونو ترمنځ طبیعي توپیرونه مني. دا خپله د انسان‌پالو اصلي وضعیت او له نورو سره د هغوی د تعامل طریقه څرګندوي. هغه څه چې دا نور هم روښانه کوي د لویدیځ تمرکز دی چې یوازې پر خپل محور او تاریخ راڅرخي او نور خلک له پامه غورځوي. همدارنګه د دوی د ارمان‌پالو ادعاوو  او په ځمکه کې د موجود وحشتناک واقعیت ترمنځ دا یو ستر تضاد دی.
د انسان‌پالنې له هغو محورونو څخه چې ادعا کوي یوازې د دوی په منځ کې شته، د انسان درناوی، د بشر په حق کې نېکي او د ژوند د جوړولو مهارت دی. انسان‌پالونکي دا ارزښتونه له نازل شوي دین یا بل واک څخه نه اخلي؛ بلکې دوی خپل ارزښتونه پر فلسفي نظریو لکه؛ د طبیعي حق او د تاریخ د حتمي بهیر پر بنسټ ولاړ کړي دي.
خو په حقیقت کې هغه فضیلتونه چې معاصره انسان‌پالنه یې دعوه کوي او ځان ته یې ځانګړي ګڼي، له دې ذاتي ځانګړتیاوو څخه نه دي؛ بلکې که په هغه کې کوم ښه‌والی وي، نو ډیری یې په دین کې راغلي دي. د دغو فضیلتونو د بنسټ ایښودلو لپاره د انسان‌پالنې دې لرزانه مذهب ته اړتیا نه لرو؛ هغه مذهب چې هڅه کوي له مذهبونو سره سیالي وکړي او ځان د دوی لپاره د بدیل او ځای ناستی په توګه معرفي کړي.
انسان د ډیرو موجوده ښوونځیو او نړۍ لیدونو په منځ کې لوړ مقام لري او په ځانګړي ډول نړۍ‌لیدونه او توحیدي دینونه د انسان لپاره په مخلوقاتو کې ځانګړی او ممتاز مقام ټاکي، د بېلګې په توګه، خدای جل جلاله وايي: “هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الأرض جَمِيعاً” ژباړه: «او هماغه الله دی چې په ځمکه کې یې هر څه ستاسو لپاره پیدا کړي دي»[2] په قران کې، الله تعالی په مخلوقاتو کې هېڅ موجود د خپل ځان د ستاینې وړ نه دی ګڼلی؛ خو یوازې د انسان په اړه چې د بنی ادم د پیدایښت د جریان یادونه کوي، خپل ځان د احسن الخالقین په توګه ستایي او وايي:  “ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَاماً فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْماً ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقاً آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ” ژباړه: «بيا موږ هغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، بيا مو هغه د وینې ټوټه د غوښې ټوټه کړه، بيا مو د هغې غوښې له ټوټې څخه هډوکي جوړ کړل او پر هډوکو مو غوښه وپوښله، بيا مو هغه په بل پیدایښت سره پیدا کړ؛ نو تل برکت‌ناک او ستایل شوی دی هغه الله، چې تر ټولو ښه پیدا کوونکی دی.»[3]
په دې صورت کې دا خبره څه مانا لري چې «انسان‌محوري» د مډرنې نړۍلید له بنسټیزو عناصرو څخه ده؟ هغه نړۍلید چې د رامنځته کېدو تاریخ یې له شاوخوا پینځهسوه کلونو څخه اوړي!
دوام لري…

[1]. سورۀ حج، آیه: 78.

[2]. سورۀ بقره، آیه: 29.

[3]. سورۀ مؤمنون، آیه: 14.

Leave A Reply

Exit mobile version