ليکوال: عبيدالله نيمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

څلوردېرشمه او وروستۍ برخه

 

پر اسلامي ټولنو د امام غزالي رحمه‌الله د سیرت عملي اغېزې
امام غزالي رحمه‌الله د علمي او فکري اړخونو سربېره د دین عملي اړخونو او د اسلامي ټولنپوهنې مسئلو ته هم ځانګړې پاملرنه درلوده. نوموړی په دې باور و چې علم باید له عمل سره یوځای شي تر څو انسان وکولای شي د انساني کمالاتو لوړو درجو ته ورسېږي. دا لیدلوری د امام غزالي رحمه‌الله په آثارو په ځانګړې توګه په “احیاء علوم الدین” کې په ښکاره ډول ترسترګو کیږي.
امام غزالي د مسلمانانو د فردي او ټولنیز سلوک د سمون لپاره هلې ځلې کولې او له دوی یې غوښتل چې د علم د زده کړې ترڅنګ باید د نفس تزکیې ته هم پاملرنه وکړي او د ریا، غرور، او له شهرت سره د مینې په څېر له اخلاقي آفتونو او دنیوي بربادیو څخه ځان وساتي.
د امام غزالي رحمه‌الله دا تګلاره ددې لامل شوه چې د هغه سیرت د علم او عمل د یوځایوالي یوه بې‌ساري نمونه وګڼل شي، او د مسلمانانو تر منځ د یوې عملي، فکري او اخلاقي الګو په توګه وپیژندل شي.
امام غزالي رحمه‌الله او د اسلامي هويت پیاوړتیا
امام غزالي رحمه‌الله اسلام دين د يوه هراړخیز لیدلوري او د عقل او وحې ترمنځ پر يووالي د ټينګار له مخې وکولای شول چې د بهرنیو فکري او فلسفي فشارونو پر وړاندې اسلامي هويت پیاوړی کړي.
هغه د يوناني فلسفو او هغه عقل‌محوره فکر نقد کړ کوم چې په اسلامي نړۍ کې رواج پیدا کړی و. د امام غزالي رحمه‌الله انتقادونه د دې لامل شول چې مسلمانان بيرته د دين اصلي سرچينو ته وروګرځي او اسلامي اصول په دقیق ډول وپېژني. د امام غزالي رحمه‌الله فکري اغېز تر نن ورځې د اسلامي نړۍ په فکري بهيرونو کې ليدل کېږي.
امام غزالي رحمه‌الله د اخلاقو، کلام او فقهې پر ښوونو ټینګار وکړ او مسلمانانو ته يې وروښوده چې د دین سمه پوهه نه يوازې د عقل له لارې تر لاسه کېدای شي، بلکې د زړه د راجلبولو، باطني دلايلو او معنوي بصیرت له لارې هم ترلاسه کېدلای شي.
د فکري او فلسفي نقد په ډګر کې د امام غزالي رحمه‌الله سیرت
امام غزالي رحمه‌الله د يوناني فلسفې او د مشائي مکتب له سترو او مخکښو نقادانو څخه و او په دې برخه کې یې د اسلامي فلسفې په تاریخ کې ژور او نه‌هېرېدونکی اثر پرېښود. هغه په خپل مشهور اثر “تهافت الفلاسفه” کې پر هغو متفکرانو لکه ابن‌سینا او فارابي، علمي او فلسفي نقد وکړ، چې هڅه یې کوله يوناني فلسفه پر اسلام تطبیق کړي. غزالي دې پایلې ته ورسېد چې د يوناني فلسفې ځینې مفاهيم په ځانګړي ډول د متافيزيک او د الله تعالی د اثبات په برخو کې، له اسلامي اصولو سره سازګار نه دي.
د امام غزالي رحمه‌الله دې نقد نه یوازې د اسلامي نړۍ په فکري بهیرونو ژور اغېز وکړ، بلکې په لویدیځ کې هم اغېزمن واقع شو. د هغه دې هڅو په اسلامي فلسفه کې د عقل او ايمان تر منځ د اړيکې په نوي تعریف کې مهم رول ولوباوه
امام غزالي رحمه‌الله او ټولنيزې حل‌لارې
د امام غزالي رحمه‌الله د سیرت د مهمو او ښکاره اړخونو له جملې يو یې هم ټولنيزو اصلاحاتو پر لور توجه او هلې ځلې وې، ترڅو داسې يوه اسلامي ټولنه رامنځته شي چې تقوا، عدالت او اخلاق پکې حاکم وي.
نوموړي په ځانګړي توګه په خپل ستر اثر “احياء علوم الدين” کې فقر، ريا، مال او مقام سره مينې ته پوره پاملرنه کړې او دا ناوړه پديدې يې په اغېزناکه توګه نقد کړي دي. امام غزالي خلکو ته سپارښتنه کوله چې د نفس تزکیې ته مخه کړي او له دنيايي دامونو او دوکو څخه ځانونه وساتي. غزالي په دې باور و چې يوازې د نفس د اصلاح، د اخلاقو له پاللو او د دنيا له دوکو څخه د ځان د ساتلو له لارې يو عدالت‌محوره او اسلامي ټولنه رامنځته کېدلی شي.
سربېره پر دې امام غزالي رحمه‌الله د علماو او واکمنانو ترمنځ د اړيکو د بيانولو په برخه کې هم مهم بحثونه مطرح کړي دي. ده په ځانګړې توګه د اسلامي اصولو پر بنسټ د مشورې او شراکت اصل ته ارزښت ورکړی او ټينګار يې کړی چې ټولنيز عدالت هغه وخت تأمينېدای شي چې واکمنان د علماو له مشورو څخه ګټه واخلي او د خلکو د حقونو د ساتلو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
امام غزالي رحمه‌الله او د تربيتي مکتب بنسټ
په تربيتي برخه کې امام غزالي رحمه‌الله د اسلامي تاریخ له سترو او مؤثرو اخلاقي ښوونکو څخه شمېرل کېږي. هغه د “احياء علوم الدين” په څېر کتابونو په ليکلو سره، چې د فردي او ټولنيزې تربيې په برخه کې یې ژور اغېز درلود، د مسلمانانو لپاره یې د معنوي او تربيتي ودې په برخه نوې لارې چارې وړاندې کړې. غزالي په ځانګړي ډول د فردي اخلاقو او انساني تعامل پر ارزښت ټينګار درلود، او په دې باور و چې د ټولنې بدلون او سمون لومړی د فرد له اصلاح څخه پيلېږي. له همدې امله هر فرد ته پکار ده چې د خداى پېژندنې او د نفس د پاکوالي لپاره هلې ځلې وکړي، تر څو وتوانېږي په ټولنه کې مثبت بدلون راولي.
په همدې لړ کې امام غزالي رحمه‌الله د انسانانو د اخلاقي ضعفونو پېژندنه ضروري ګڼله او هغوی ته یې د نفس محاسبې او د نفس پر ضد د جهاد کولو بلنه ورکوله.
امام غزالي رحمه‌الله او له انحرافي بهيرونو سره مقابله
امام غزالي رحمه‌الله د خپل ژوند په دوران کې له ګڼو فکري بهيرونو سره مخ و چې ځينو يې په اسلام کې انحرافات را منځ ته کړي و. هغه د باطنيه فرقې او نورو انحرافي فکري ډلو پر وړاندې ودرېد او د خپل تېز قلم او علمي بيان له لارې يې د حق او حقيقت دفاع وکړه.
غزالي په خپلو آثارو په ځانګړې توګه  “فضائح الباطنيه” کې یادې ډلې له فکري پلوه وننګولې او د دوی انحرافي برداشتونه يې په علمي توګه نقد کړل.
نوموړی همداراز د يوناني فلسفې او عقل‌محوره نظريو پر وړاندې هم کلک دريځ درلود او پر دين د پوهېدو او د هستۍ د پېژندنې په برخه کې يې له ساده او تقليلي لارو ملاتړ کاوه، څو د اسلامي معرفت بنسټونه له فلسفي انحرافاتو خوندي پاتې شي.
په ټولیزه توګه، امام غزالي رحمه‌الله د خپلو پراخو او اغېزناکو آثارو له لارې په اسلامي نړۍ کې ژور بدلون راوست. هغه نه یوازې فلسفي او کلامي افکار په علمي ډول نقد او تحلیل کړل، بلکې د ټولنیزو او اخلاقي اصلاحاتو په ډګر کې یې هم مهم رول ولوباوه. د امام غزالي رحمه‌الله نظریات چې پر عقل او ایمان، پر فردي او ټولنیزې اصلاح او د یوې اسلامي او عدالت‌محورې ټولنې د جوړښت پر بنسټ ولاړ دي، لا هم ګټه ترې اخیستل کیږي. د امام غزالي رحمه‌الله سیرت، له علمي، فلسفي، کلامي او ټولنیزو اړخونو پلوه د مسلمانانو او آن د غیرمسلمانو پوهانو لپاره یو الهي الګو ګڼل کېږي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه| وروستۍ برخه 
Leave A Reply

Exit mobile version