لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه 

یو دېرشمه برخه

اړین مقاصد
اړین مقاصد هغو مقاصدو ته وايي، چې اسلامي شریعت پرې بنا دی او نور مقاصد ترې سرچینه اخلي او په راتلونکو کرښو کې به یې شرحه کړو.
الف: د اړینو مقاصدو تعریف
پوهانو اړین مقاصد په بېلو، بېلو بڼو تعریف کړې دي، چې له ډلې یې امام رازي وايي؛
اړین مقاصد هغه مصالحو ته وايي، چې د دین، نفس، نسب او مال د ساتنې تضمین کوي، خو دا تعریف ناقص بلل شوی، ځکه چې اخروي مصالح یا مقاصد پکې نه دي ځای شوې، نو په همدې اساس ځینو نورو علماؤ یې تر دې دقیق تعریف کړی دی او وايي:
” په شرعي احکامو کې اړین مقاصد یا مصالح هغو ارزښتونو یا مصالحو ته اطلاق کیږي، چې د انسانانو دیني او دنیوي د ژوند دوام ورسره تړلی دی، ځکه د دې ارزښتونو یا مصالحو په نشتو کې انساني ژوند هم مختل کیږي او له کاملې نابودي سره مخ کیږي.”
ځینې نور علماء بیا وايي: ” هغه مصلحتونه چې تحقق‌یې په حتمي ډول اړین وي او د ژوند د مهمو اړخونو د خوندیتوب لپاره یې اړتیا وي، «ضروریات» بلل کیږي؛ یعنې دا هغه ارزښتونه دي چې پرته له دې د دنیا او آخرت نېکمرغي ممکنه نه ده. اسلامي شریعت ډېر احکام د همدې موخو د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره مشروع کړي دي. دا لوړې او بنسټیزې موخې، چې د انسان د ژوند ټول اړخونه رانغاړي، په اسلامي شریعت کې د «پنځه‌ګونو کلیاتو» په نوم یادیږي.
شیخ طوفي، احمد قرافي، ابن سبکي او شوکاني بیا دې پنځه ګونو کلیاتو ته د شپږم مورد ( د ابرو/شرافت ساتنه) ور اضافه کول هم له ځینو علماؤ څخه را نقل کړې ده او هم  یې ترې دفاع کړېده.
نو مناسبه خبره ده، چې د ابرو یا شرافت ساتنه یې شپږم مورد وګرځي، ځکه چې د عاقلانو عادت همدا دی، چې نفس او مال د ابرو د ساتنې لپاره استفاده کوي او یو اړین مورد دی چې ترې دفاع وشي. له ضروریاتو څخه د ساتنې لپاره شریعت حدود ټاکلي، لکه؛ د نفس د ساتنې لپاره قصاص، د نسل ساتنې لپاره د زنا حد، د مال ساتنې لپاره د غلا حد او همداشان یې د ابرو ساتنې لپاره د قذف حد ټاکلی دی.
امام غزالي رحمه وايي: دا ناممکنه ده، چې شریعت دې له دې مصالحو څخه په صرف نظر شتون ولري او دا مقاصد د شریعت برخې دي، چې په ګڼ شمېر دلایلو ثابتې شوې دي.
دا تعریفونه که څه هم په ښکاره سره متفاوت دي، خو معنی یې واحده او یو ګډ مفهوم وړاندې کوي، چې باید له پنځه ګونو اړتیاوو څخه ساتنه وشي او له دې پرته انسان خپل دنیوي او اخروي بنسټیز ارزښتونه له لاسه ورکوي او د انسان او حیوان ترمنځ به هېڅ توپیر نه وي.
ب: د اړینو مقاصدو ډولونه
د مقاصدو په برخه کې یو مهم بحث د دې اړینو مصالحو شمېر دی، چې تل یې د پوهانو پام ځانته اړولی، ډېری عالمان په دې باور دي، چې پر شریعت له استقرايي دلایلو څخه لاسته راغلي مصالح پنځه دي؛
  1. د دین ساتنه
  2. د نفس ساتنه
  3. د عقل ساتنه
  4. د نسل ساتنه
  5. د مال ساتنه
شاطبي او امدي په همدې نظر دي او دا مصالح یې په همدې پنځو بڼو کې محدود کړې دي.
امدي وايي: ” له دې پنځه مواردو ورهاخو د اړینو مقاصدو شتون منتفي یا رد دی.”
ابن امیر الحاج حلبي وايي: ” په دې پنځه مواردو کې د ضروري مقاصدو محدودول ، واقعیت ته په کتو، د ملتونو د عادت پر بنسټ او د آسماني شریعتونو په پام کې نیولو سره، د استقراء (یعنې د تفصیلي مواردو له لارې عمومي قاعدې ته رسېدو) له لارې ثابت شوی دی.”
امام شاطبي په دې اړه لیکي: «هغه مصلحتونه یا ضروري مقاصد چې د شریعت د استقراء له لارې ترلاسه شوي، پنځه دي: د دین ساتنه، د نفس (ژوند) ساتنه، د نسل (اولاد او نسل پاتې کېدو) ساتنه، د مال (شتمنۍ) ساتنه او د عقل ساتنه.»
دا پنځه‌ګونې ضروري مصلحتونه د نورو ټولو مصلحتونو بنسټ او اساس جوړوي او هغه مصلحتونه چې د حاجت یا کمال په کچه دي، د همدې ضروري مصالحو خدمتګار او پوره کوونکي دي. که چیرې د دې ثانوي مصلحتونو پاملرنه د اصلي مصلحت د زوال لامل شي، نو باید له هغو سترګې پټې شي.
د دې خبرې روښانه بېلګه د لمانځه پر مهال د پاکتیا شرط مراعات دی. مؤمن باید د لمانځه پر وخت پاک او پر اوداسه وي، خو که څوک نه اوبو ته لاسرسی ولري او نه هم خاورې ته، چې ځان پاک کړي، نو باید د پاکوالي یا طهارت  نه ‌شتون د لمانځه د پرېښودو پلمه نه کړي. په هر حال دلته د مهم او ډېر مهم قاعده پلي کیږي، چې باید مهم د ډېر مهم لپاره قرباني او پرېښودل شي.
امام غزالي او امام رازي د شریعت دا  ضروري اصول په پنځو مواردو کې ډلبندي کړي، خو دوی تر یوازې د همدې پنځو نه محصوروي. د دوی په وینا د شریعت مقاصد پنځه دي، چې د دین ساتنه، د نفس (ژوند) ساتنه، د نسل (اولاد او نسل پاتې کېدو) ساتنه، د مال (شتمنۍ) ساتنه او د عقل ساتنه پکې راځي.  نو هر هغه څه چې د دې پنځه ګونو مواردو د ساتنې لامل ګرځي، مصالح او هغه چې یې د زوال سبب ګرځي مفاسد بلل کیږي او دفعه یې مصلحت دی.
 د یادونې وړ ده؛ هر وخت او هر عصر ځانته ځانګړې اړتیاوې او ستونزې لري، چې باید له پامه ونه غورځول شي. که د شریعت مقاصدو ته په ژور فکر او بصیرت سره وکتل شي، څرګندیږي چې د اسلامي شریعت بقا او دوام د همدې مقاصدو په تحقق تړلې ده. ځکه هغه ارزښتمن حقوقي او قانوني نظام، چې د بشریت رهبري کولی شي، باید داسې نظام وي چې د انسان د فطري او ضروري مصلحتونو ټولو اړخونو ته جدي پاملرنه وکړي او هر اړخ ته د ودې، پیاوړتیا او دوام لپاره روښانه اصول او لارښوونې ولري.
خو که داسې نه وي، نو ښکاره ده چې دا ډول نظام به د اوږدمهالې بقا وړتیا ونه لري او بالاخره به د انسان د فطرت له غوښتنو او اړتیاوو سره په ټکر کې واقع شي او خپله مؤثریت به له لاسه ورکړي. لکه څنګه چې د اسلامي شریعت څوارلس سوه کلونو د اوږدې مودې په لړ کې بشریت د سلګونو بشري ناقصو نظامونو د نړېدو شاهد و، چې لامل یې له دې اړتیاو څخه ځینو ته ناپامي وه او د همدې مصالحو د صرف نظر له امله یې په بشري ټولنه کې خپل اثر له لاسه ورکړ.
برعکس، د اسلامي شریعت له مهمو ځانګړنو او اساسي مقاصدو څخه یو دا دی، چې د انسان اړینو مصلحتونو او مقاصدو ته یې هر اړخیزه، ژوره او جدي پاملرنه کړې ده او همدا ټکی د دې الهي نظام د بریا او بقا له رازونو څخه شمېرل کېږي. څرنګه چې څوارلس سوه کاله وړاندې، د انسان د فطري اړتیاوو، عامو مصلحتونو او زیانونو د دقیق درک پر بنسټ، یو داسې بشپړ او هر اړخیز نظام تشریع او قانون‌مند شوی، چې د هر واقع‌بين مفکر او پوهاند عقل یې حیران کړی دی.
اوس په دې بحث کې موږ د شاطبي او آمدي له نظره هغو پنځه‌ګونو ضروریاتو ته اشاره کوو، چې شریعت د انسان د ژوند د جوړونې، پیاوړتیا او ساتنې لپاره ورته پاملرنه اړینه ګڼي؛ که دا اړتیاوې د مثبتې (وجودي) زاویې څخه وي او که د منفي (عدمي) اړخه. ځکه شریعت د دغو مصلحتونو ساتنه په دواړو بڼو کوي: له یوه پلوه هڅه کوي چې موجود شي او له بله لوري یې د له‌منځه‌تلو مخه نیسي.
له وجودي اړخه داسې احکام چې ساتنه یې کوي، لکه؛ عبادتونه چې د دین د ساتنې لپاره دي او له عدمي (ناوجودي) اړخه د دې مصالحو له منځه وړونکي، دفعه کوي، لکه: د زنا د ممنوعیت حکم او د ترسره کوونکي لپاره یې د سزا ټاکنه.
دوام لري…
مخکنۍ بر خه | وروستۍ بره
Leave A Reply

Exit mobile version