لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

نهه‌ویشتمه برخه

آیا د لوگاریتمونو علم د عربو او مسلمانو علماوو له نوښتونو څخه دی؟
«لوگاریتمونه» ډېر مهم او ګټور ابزار دي چې د پېچلو حسابي عملیاتو د ساده کولو لپاره کارول کېږي، لکه هغه مسئلې چې د «توانونو» او «غیرصمي» ریښو لروونکي دي. یاد علم د انجینرۍ، فزیک، احصایې، کیمیا، تجارتي حساب او د نورو طبیعي علومو او علماوو لپاره اړین او ضروري ګڼل کېږي.
د درېیمې هجري (نهمې میلادي) پیړۍ عالم «سنان بن الفتح حراني»  لومړنی شخص و چې د جمع او تفریق له لارې یې د ضرب او تقسیم د عملیاتو د ترسره کولو په اړه خبرې وکړې. له همدې امله نوموړی د لوگاریتمونو د اختراع له مخکښو اشخاصو څخه ګڼل کېږي. سنان حاسب د خپل کتاب «الجمع والتفریق» له لارې مشهور شو، نوموړي په دې کتاب کې ددې څرنګوالی تشریح کړی و چې څه ډول د جمع او تفریق په اساس د ضرب عملیه ترسره کولای شو.
هغه علمي مفکوره چې د لوگاریتمونو په علم کې یې د تحقیق بنسټ کېښود، پر  ضرب او تقسیم د جمع او تفریق اړول ؤ. حقیقت دا دی چې ابن یونس الصدفی مصري (چې په ۳۹۹ هجري کې وفات شوی) د سنان حاسب له کتاب الجمع والتفریق څخه ګټه واخیسته او د مثلثاتو علم په برخه کې یې یو نوی قانون ایجاد کړ چې د مثلثاتو د علم په وده کې یې مهم رول درلود. [۱]
cos(A+B) + cos(A-B) = 2  cos(A) cos(B).
پورته قانون د فزیک او ستورپوهنې د علماوو له‌ لوري د مثلثاتو د وېش پر مهال وکارول شو. همداراز یاد قانون د لوگاریتمونو علم د کشف په برخه اساسي بنسټ ګڼل کیږي.
ابن حمزه مغربي چې د زیږېدو او مړینې دقیقه نېټه یې معلومه نه ده، خو د لسمې هجري (شپاړسمې میلادي پېړۍ) له علماوو څخه و او د اصل له مخې د الجزایر اوسېدونکی و، هغه شخص و چې د لوگاریتم علم مفکوره یې رامنځته کړه. ابن حمزه د «حسابي» او «هندسي لړیو» ترمنځ اړیکه څرګنده کړه، چې دا مطالعه له شک پرته د لوگاریتمونو علم د اختراع پر لور یو مهم ګام و، ځکه د لوگاریتمونو د علم اصلي مفکوره همدا ده چې د هندسي او عددي لړۍ ترمنځ اړیکه روښانه شي.
په خواشینۍ سره سکاټلنډی «یوهان نپیر» (۹۵۷–۱۰۲۶ هجري) راڅرګند شو او د ابن حمزه مغربي مفکوره ( د هندسي لړۍ او  عددي لړۍ ترمنځ اړیکې) ته یې وده ورکړه او ادعا یې وکړه چې د لوگاریتمونو علم یې کشف کړی دی؛ او د مسلمان علماوو، په ځانګړې ډول د ابن یونس الصدفي او ابن حمزه مغربي ونډه یې په بشپړ ډول له پامه وغورځوله.
نپیر د لوگاریتمونو جدولونه خپاره کړل خو په ۱۰۲۴ هجري (۱۶۱۴ میلادي) کال کې یې له یوه انګلیسي «هنري برجز» (۱۵۶۱–۱۶۳۱ میلادي) سره هوکړه وکړه چې د نپیر په جدولونو کې مهم بدلونونه راولي. له همدې امله دا لومړني جدولونه وو چې په ۱۰۳۳ هجري (۱۶۲۴ میلادي) کال کې خپاره شول. [۲]
د لویدیځو هېوادونو ډېری پوهان عموماً دا ادعا کوي چې «نپیر» او د هغه همکار «برجز» د لوگاریتمونو په برخه د مسلمان علماوو د لاسته‌راوړنو په اړه هېڅ معلومات نه درلودل، خو حقیقت دا دی چې یاده ادعا هېڅ اساس نه لري. ځکه دا خبره بالکل روښانه ده چې د اروپایي رنسانس په دوره کې لویدیځو علماوو د عربي ژبې ټول علمي کتابونه په لاتیني ژبه ژباړل، تر څو ګټه ترې واخلي.
په حقیقت کې په «تراث العرب العلمي في الرياضيات والفلك» کتاب کې د  «حافظ طوقان» دا خبره کاملاً سمه ده: «هغه حقیقت چې زه یې یادونه کول غواړم دا دی چې هېڅکله مې دا تصور نه کاوه چې د ابن حمزه مغربي په څېر د یوه عربي عالم داسې څېړنې ومومم چې د لوگاریتمونو د وضع کولو په برخه کې دې لومړنی ګام واوسي. ځیني لویدیځ څېړونکي وایي چې «نپیر» هېڅکله د ابن حمزه له څېړنو څخه خبر نه و او له ده څخه یې هېڅ څه نه و اخیستي. دا خبره ښایي سمه وي، خو آیا د (لړیو/دنباله‌ها) په برخه کې د ابن حمزه له څېړنو دا نه په ډاګه کیږي چې د ریاضي علومو  په برخه کې د عربو عقل تر کومې کچې پرمختګ کړی و؟ او آیا دا څېړنې د لوگاریتمونو علم د بنسټ ایښودو لپاره زمینه ساز نه دي؟» [۲]
په خواشینۍ سره ډېری لویدیځ‌پوهان هڅه کوي چې د مسلمان علماوو علمي حقونه له پامه وغورځوي، ځکه دوی وخت او شرایط مناسب بللي او آن له ځینو سطحي عرب او مسلمان علماوو څخه هم ملاتړ ترلاسه کوي.
دا د اسلامي امت مسؤلیت دی چې د خپلو نادیده نیول شویو او له لاسه وتلو حقونو د بېرته راژوندي کولو لپاره مبارزه وکړي، څو د نن ورځې ځوانان د خپلو نیکونو پر علمي لاسته‌راوړنو وویاړي او له هغوی څخه د الګو په توګه استفاده وکړي.
ډېر د تأسف ځای دی چې زموږ په مکتبونو او پوهنتونونو کې تدریس کېږي چې ګواکې د لوگاریتمونو علم د نپیر او برجز اختراع ده، نه د مسلمان علماوو.
ولې کله چې یو استاد په ټولګي کې د لوگاریتمونو په اړه درس ورکوي دا نه وايي چې  مسلمان علما په دې برخه کې مخکښان وو او ابن حمزه مغربي د لوگاریتمونو د علم اصلي بنسټ‌ګر و؟ ولې یوازې ویل کېږي چې نپیر او برجز یاد علم تنظیم کړی او د کار د آسانتیا لپاره یې مهم جدولونه جوړ کړي دي؟
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، ص: ۱۱۰.

[۲] هماغه ماخذ.

[۳]. طوقان، قدری حافظ، تراث العربی العلمی فی الریاضیات والفلک، ص ۴۱۴، دارالکتب المصریة، مصر.

Leave A Reply

Exit mobile version