د مليپالنې د بېلابېلو اړخونو او بُعدونو په څېړلو سره ثابتیږي چې دا پدیده ټولنې ته ډېر تاوانونه او زیانونه رسوي. دغه زیانونه دومره پراخ دي چې د ډېرو خلکو ژوند له ګډوډوۍ سره مخ کوي. په دې څېړنه کې هڅه شوې چې د ملي پالنې پدیدې ځینې زیانونه تحلیل او مناسبې حللارې ورته وړاندې شي.
د مليپالنې لومړنی او تر ټولو ستر زیان دا دی چې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ تعصب راولاړوي. د قومپالنې د پراخېدو له امله خلک خپل ملت، نسل یا قوم له نورو غوره ګڼي، او نور خلک له پامه غورځوي یا یې په کلي ډول هېروي.
مليپالنه د اسلام له نظره مردوده او ناوړه چاره ده، ځکه د تعصب لامل کیږي او خلک د جاهليت دورې ادعاوو ته بېرته ورګرځوي. اسلام هر هغه اړیکه ردوي چې پر جنسیت، نسل، قوم، خپلولۍ، وطنپرستۍ یا ګډو ګټو ولاړه وي او د جاهلي شخړو سبب ګرځي. د جاهلي دورې د بدو عادتونو له جملې څخه یو دا و چې خلکو به په خپل قوم او قبیلې تعصب کاوه. دوی به خپله قبیله تر هر څه لوړه ګڼله، آن د جګړو، شخړو، ظلم او تیري په وخت کې به یې هم له خپل قوم څخه ملاتړ کاوه. قومپالنه خلک بېرته همدغسې ناوړه تعصب ته ورستنوي.
مليپالنې ته د خلکو دعوتول په اصل کې د جاهليت دورې کړنو ته دعوتول دي. اسلام خپل پیروان له دغسې کړنو راګرځولي او ترې منع کړې یې دي. په دیني متونو کې دې موضوع ته اشاره شوې، او د جاهلیت دورې ټول هغه اخلاق او اعمال چې د اسلام له لوري نه وي تأیید شوي ناروا بلل شوي دي. ابن تیمیه رحمهالله وایي: «هر هغه دعوت چې له اسلام او قرآن سره ټکر کې وي، که هغه د نسب، هېواد، جنسیت، مذهب یا طریقت پر بنسټ وي، له جاهلي دعوت څخه شمېرل کېږي.» (ابن باز، عبدالعزیز بن عبدالله، نقد القومیة العربیة علی ضوء الإسلام والواقع،ص ۱۰.)
د «المذاهب الفکریة المعاصرة ودورها في المجتمعات وموقف المسلم منها» کتاب لیکوال وایي: «قومپالنې او مليپالنې ته د خلکو دعوتول، په اصل کې تفرقې، تفاخر او ځانلوړ ګڼلو ته د خلکو دعوتول دي، چې هر ډول تعصب له ځان سره لري، حال دا چې دا کارونه په اسلامي شریعت کې حرام دي. عرب باید په خپل عربیت، او عجم باید په خپل عجميت ویاړ ونه کړي، او نه باید د ښار یا هېواد له امله ځان لوړ وبولي. په قومپالنه کې عرب پر عربیت، فارس پر فارسیت، هندی پر هندیت او چینایي پر چینیت ویاړي.» (عواجی، ډاکټر غالب بن علي، المذاهب الفکریة المعاصرة ودورها في المجتمعات وموقف المسلم منها، لومړۍ چاپ، ۱۴۲۷ هـ.ق، لمړی جلد، مخ ۹۳۱.)
د تعصب تعریف
د دې لپاره چې په سمه توګه پوه شو تعصب څه شی دی او ولې په اسلام کې منع شوی، باید لومړۍ د تعصب په مانا ځانونه پوه کړو.
تعصب د «عَصَبَ، یَعصِب» له کلمې څخه اخیستل شوی، چې د یو ځای کېدلو او مرسته کولو مانا لري. عربان وایي: تَعَصَّبَ القوم علیهم، یعنې دوی ټول سره راټول شول. همداراز ویل کېږي: تَعَصَّبَ له او تَعَصَّبَ معه، یانې له هغه سره یې مرسته وکړه. (المعجم الوسیط، مجموعة من الکُتاب، تحقیق: مجمع اللغة العربیة، باب العین، ج 2، ص 603.)
تعصب هغه معتصبانه تحرک ته ویل کېږي چې د خپل قوم، خپلوانو یا قبیلې د ملاتړ او دفاع په موخه ترسره کیږي، پرته له دې چې دا په نظر کې ونیسي چې قوم یې په حقه دی او که نه. تعصب یو ډول احساساتي هڅونه او اقدام دی، چې هدف یې یوازې د خپل قوم ملاتړ وي، نه د حق پیروي. د تعصب بله مانا دفاع او ملاتړ کول دي. (الزبیدی، محمد بن محمد، تاج العروس، تحقیق: مجموعة من المحققین، باب عصب، ج 3، ص 381-382.)
ابن منظور لیکي: «تعصب له عصبیت څخه اخیستل شوی چې نور خلک له خپل قوم څخه ملاتړ ته د رابللو په مانا ده، که یې قوم ظالم وي او که مظلوم.» (ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، باب عصب، ج 1، ص 602.)
تعصب څه شی دی؟
تعصب له هغو اشخاصو یا ډلو څخه په پټو سترګو د ملاتړ او دفاع په مانا ده چې له ملت، قوم، یا د فرد له عقیدې سره تړاو لري. په تعصب کې دا مهمه نده چې قوم یا ډله په حقه ده او پر باطل. په اسلامي تعلیماتو کې د تعصب مفهوم ته “عصبیت” ویل کېږي. اسلام د بېځایه احساساتو پر بنسټ او له حقیقت پرته ملاتړ په سختو ټکو غندي . (المعجم الوسیط، مجموعة من الکُتاب، تحقیق: مجمع اللغة العربیة، باب العین، ج 2، ص 603.)
تعصب یوه ناوړه ځانګړنه ده چې انسان له نفسي خواهشاتو پیروی ته هڅوي او له حق لارې یې منحرفوي. دا ځانګړنه پر حقیقت د انسان سترګې پټوي، او انسان له فکر او غور پرته په پټو سترګو چلند ته اړ کوي.
قومپالنه یا مليپالنه د حیواني غرایزو او غیرعقلي احساساتو پر بنسټ ولاړه ده، نه د باور، فکر، هوښیارۍ او عقل پر بنسټ. له همدې امله “قومي تعصب” چې اسلام د “جاهلي عصبیت” نوم ورکړی، د مليپالنې یو اساسي رکن ګڼل کېږي. (نقوی، علی محمد، الإسلام والقومیة، 1404 هـ.ش، ص 79.) په بل عبارت، له قومي تعصب پرته مليپالنه بېاساسه ده.
اسلام د قومي تعصب په وړاندې کلک دریځ نیولی او رد کړی یې دی. د اسلام له نظره قومي تعصب یو ناوړه، بدبوي، او د جاهلي دورې پاتې شونی دی. اسلام د قومي تعصب پر ځای د ایمان پر بنسټ د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ اړیکه رامنځته کړې، او د انسانانو تر منځ د اړیکو معیار یې ایمان او تقوا ټاکلې ده.
د قوم، قبیلې، خپلوۍ، نسل او وطن په خاطر تعصب له اسلامي پلوه هېڅ ارزښت نه لري. هغه کسان چې دا لاره نیسي د جاهليت دورې خلکو سره مشابهت کوي، ځکه دا ډول چلند له اسلامي اصولو او ارزښتونو سره ټکر لري. اسلام د هر ډول قومي، نژادي، وطني او ورته تعصبونو غندنه کړې او دا یې د جاهلیت پاتې شونې ګڼلي دي.
د تعصب ډولونه
تعصب ډېره خطرناکه ټولنیزه پدیده ده چې بیلابېلې بڼې او ډولونه لري. افراد یا ډلې ممکن د خپل قوم، قبیلې، ګوند، مذهب، نژاد یا وطن په خاطر تعصب ښکاره کړي. لاندې د تعصب ځینې مهم ډولونه په لنډ ډول بیانوو:
۱. قبیلوي تعصب
د عربو په منځ کې قبایل د نسبونو پر بنسټ پېژندل کېدل. قبیلوي تعصب د هرې قبیلې د خپلمنځني نظام له مخې رامنځته کېده. دا ډول تعصب د قبیلې له تعلق سره تړلی و او په ډېرو مواردو کې د قبیلوي شخړو او جګړو لامل کېده.
۲. قومي تعصب
دا ډول تعصب د یوه ځانګړي قوم یا ټاکلي ملت له ملاتړ سره تړاو لري، چې فرد تړاو ورسره لري. د بشر تاریخ د قومي یا هویتي تعصبونو له امله د رامنځته شوو جګړو او شخړو ډک دی.
۳. دیني او فرقهيي تعصب
دا تعصب له یوه ځانګړي دین یا مذهب څخه په پټوسترګو له ملاتړ سره تړاو لري. مهمه نه ده چې دا ډول باورونه سم واوسي او که ناسم او بې اساسه. دا ډول تعصب اکثره وخت د فرقهيي شخړو او مذهبي جګړو لامل ګرځېدلی دی.
۴. فکري تعصب
فکري تعصب له یوې نظریې یا مفکورې سره افراطي تړاو ته ویل کېږي، په داسې ډول چې فرد نورو نظریاتو یا لیدلورو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او ردوي یې.
تعصب، چې د جاهلیت له مظاهرو څخه شمېرل کېږي، په بېلابېلو بڼو د اختلافونو، شخړو او لویو ټولنیزو لانجو د رامنځته کېدو سبب ګرځي. اسلام د هر ډول تعصب غندنه کړې، انسانان یې تفکر، ورورولۍ او ګډ ژوند ته رابللي، او د انسانانو ترمنځ د برتری یوازینی معیار یې تقوا او نېک عمل بللی دی. دوام لري…