لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
اتلسمه برخه
درېیمه شبهه: آیا مسلمانان د کعبې عبادت ترسره کوي؟
د شبهې توضیح
د کعبې شاوخوا طواف کول په حقیقت کې د کعبې عبادت ګڼل کېږي؛ که مسلمانان ادعا کوي چې د الله تعالی عبادت کوي، نو بیا ولې د هغه د کور عبادت کوي؟
ځواب
کعبه هدف نه دی؛ بلکې الله تعالی هدف دی او کعبه یوازې د قبلې او جهت د ټاکلو لپاره ده، څو ټول مسلمانان یو موټی او منظم واوسو.
هیڅوک نشي کولای اعتراض وکړي چې ولې کعبه د مسلمانانو د قبلې په توګه ټاکل شوې ده؛ ځکه هغوی ته به زموږ ځواب دا وي چې: موږ خو که په هر صورت وي باید یوې مشخصې قبلې ته مخامخ خپل عبادت ترسره کړو نو الله تعالی کعبه وټاکله. که چېرې الله تعالی د عبادت لپاره کوم بل ځای ټاکلی وای نو بیا به هم ملحدینو پوښتنه راپورته کوله چې ولې دا ځای د عبادت لپاره ټاکل شوی دی؟
په دوام کې به ځینې داسې دلایل بیان کړو چې ددې څرګندونه کوي چې د عبادت هدف کعبه نه ده، بلکې حقیقي معبود الله جل جلاله دی:
۱. د اسلام مبارک پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم او مسلمانانو شاوخوا ۱۶ یا ۱۷ میاشتې د بیتالمقدس پر لور لمونځ کاوه، که چیرې کعبه پخپله هدف وای نو ولې یې بیا د بیتالمقدس په لور لمونځ ادا کاوه؟ نو مسلمان د کعبې د کور لپاره نه، بلکې د الله جل جلاله لپاره لمونځ ترسره کوي.
۲. که چیرې کعبه د عبادت هدف وای نو بیا ولې له حجرالاسود پرته د کعبې لمس کول یا پرې لاس وهل ناروا دي؟ او ولې مسلمانان له دې منع شوي دي چې د کعبې په نامه قسم وخوري؟ بلکې یوازې باید د “ربالکعبه” (د کعبې د رب) په نامه قسم وخوري.
۳. موږ د کعبې معبودیت ردوو، او دا یو ښکاره حقیقت دی چې هېڅ عبادت کوونکی د خپل معبود معبودیت نه ردوي؛ نو له دې امله کعبه معبود نه ده چې عبادت یې وشي.
۴. که بالفرض یوه ورځ کعبه ړنګه شي، بیا به هم مسلمانان د هماغه ځای پر لور لمونځ ادا کوي او که چیرې کعبه پخپله د عبادت هدف وای نو باید لمونځونه بند شوي وای؛ نو له دې معلومېږي چې مسلمانان نه د ډبرو عبادت کوي او نه د خښتو.
۵. که چېرې یو کس د کعبې پر بام لمونځ ادا وکړي، نو بیا یې هم لمونځ صحیح دی؛ که چیرې کعبه د مسلمانانو معبود وای، نو کعبې ته ورپورته کیدل او پر سر یې لمونځ ادا کول به ناسم عمل وای، ځکه د کعبې پر سر د لمانځه ادا کول به د معبود لپاره نه وای. له بلې خوا پر معبود ختل که د هر نیت له مخې وي بېادبي ګڼل کېږي؛ خو ددې لپاره چې کعبه معبود نه دی، نو د اسلام د لومړیو وختونو مؤذنین به پر کعبې ختل او اذان به یې ترسره کاوه. [۱]
څلورمه شبهه: ولې کافرانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې مکې او مدینې ته داخل شي؟
۱. په هر هېواد کې ځینې داسې سیمې وي چې عامو خلکو ته یې د ورتګ اجازه نه وي، او د پردیو یا بهرنیانو لپاره خو یې اصلاً د ورتګ اجازه نه وي؛ د مثال په ډول: ځانګړو پوځي کمپونو او نظامي سیمې ته یوازې هغه کسان د ورتګ اجازه لري چې هماغه ارګان پورې اړه لري. اسلام هم یو نړیوال دین دی چې د ټولې نړۍ لپاره راغلی او دا دین هم ځانګړې “اردوګاه” یا مرکز لري؛ دا اردوګاه هماغه دوه مقدس ښارونه: مکه او مدینه دي. دې ښارونو ته یواځې هغه خلک د ننوتلو اجازه لري چې مسلمان وي او نور خلک د اعتراض حق نه لري.
۲. کله چې یو کس غواړي یوه خارجي هېواد ته سفر وکړي نو د هماغه هېواد ویزه باید واخلي. هر هېواد د ویزې لپاره ځانګړي شرایط لري او که شرایط یې پوره نه شي نو هیواد ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي. مکه او مدینه هم خپلې ځانګړې قانوني لارې چارې لري. هر څوک چې وغواړي هلته لاړ شي نو دا قانون باید ومني. د مکې او مدینې ویزه ډېره ساده ده: یوازې د: «لا إله إلا الله محمد رسول الله» ویل دي. [۲]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې
[۱] تهانوي، اشرف علي، اشرف الجواب، ص ۴۰، “آیا مسلمانان کعبه ته سجده کوي؟”، نشر آدینه، ۱۳۹۶هـ، تربت جام ـ کتابسرای عثمان غني رضياللهعنه.
[۲] “د غیرمسلمانانو د پوښتنو په اړه شل ځوابونه” (۴۳ ـ ۴۴)، ډاکټر ذاکر نایک، له لنډون او بدلون سره.