لیکوال: ابوعائشه

نشنلیزم

اووه‌ویشتمه برخه

سریزه:
له وطن سره مینه، علاقه او د وطن او هیوادوالو خدمت کول هغه موضوعات دي چې اسلامي دین خپل پیروان ورته هڅولي او تشویق کړي دي. البته دا باید هېر نه‌شي چې په دې مینه او محبت کې باید افراط و نه‌شي، ترڅو دا چاره د وطن‌پرستۍ، قوم‌پالنې او ملي‌پالنې لور ته و نه‌وړي. په دې برخه کې غواړو نشنلیزم له اسلامي لیدلوري، د ملي‌پالنې فکري بنسټونه، د ملي‌پالانو اندونه او همداراز د وطن‌دوستۍ حکم وڅیړو.
اسلام یو کامل، جامع، هر اړخیز دین دی چې د انسانانو د ټولو اړتیاوو لپاره په هر وخت کې حل‌لارې لري؛ اسلام داسې دین دی چې خلک نېکو، ښایسته او مناسبو کارونو ته رابولي او له بدو، ناسمو او بې‌ځایه کارونو څخه یې منع کوي. دې دین د انسان، هیواد او ملت د غوره‌والي لپاره دقیق او عادلانه معیارونه ټاکلي، تر څو خلک وکولای شي له هغو معیارونو سره سم خپل غوره‌والی ثابت کړي.
اسلام د انسان غوره‌والی نه په رنګ پورې تړلی ګڼي، نه په قوم، نژاد، مليت او ژبه پورې، بلکې په اسلام کې د یو انسان د برترۍ بنسټ او معیار تقوا اوله الله (ج) وېره ده. د خدای لور ته میلان، د الله تعالی دین ته تمایل، د الله تعالی د نه‌ماتوونکي رسۍ کلکه نیول، او وروري او اخوت هغه بنسټونه دي چې یو قوم ته پر بل قوم د امتیاز او برترۍ زمینه برابرولی شي.
الله تعالی په خپل سپېڅلي کلام کې په څومره ښکلي انداز د انسانانو د بېلابېلو قومونو، ملتونو او ډلو د پیدایښت موخه بیانوي او فرمایي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ» (سورۀ الحجرات، آیه ۱۳)
(ای انسانانو! بې‌شکه موږ تاسې له یو نارینه او یوې ښځې پیدا کړي یاست، او تاسې مو قومونه او قبیلې کړي یاست، تر څو چې یو بل وپېژنئ. تر ټولو عزتمند ستاسې څخه نزدِ الله هغه څوک دی چې تر ټولو زیاته تقوا لري. بې‌شکه الله ښه پوه او خبر دی.)
دغه آیت څرګندوي چې د اسلام مقدس دین د نسب، ملت، قوم او ډلې په اساس ویاړ نه مني، بلکې د انسانانو د بېلابېلو قبیلو او ډلو د پیدا کېدو هدف، د خلکو تر منځ پېژندنه او آشنایي ده. په اسلام کې د قوم، نژاد، ژبې او ډلې پر بنسټ فخر او ویاړ هیڅ ارزښت نه لري.
خو نشنالېزم یا ملي‌پالنه چې بنسټ یې د قوم‌پالنې، ملي‌پالنې، نژادي برترۍ، د ملتونو تاریخ او د ژبې پر اساس ایښودل شوی، د انسان برتري په همدې معیارونو کې ویني. ډېر کله یو فرد یا یوه ډله د نورو ډلو په پرتله یوازې د همدغو ځانګړتیاوو پر بنسټ غوره بلل کېږي.
د نشنالېزم بنسټ د ملي او نژادي واحدونو اصالت ته ارزښت ورکول دي. ملي‌پالنه د جغرافیوي پولو، نژاد، ژبې، وطن، تاریخ، سیاسي نظام او نورو له مخې بشري ټولنه په خپل‌سرو او محدودو واحدونو ویشي، او د یوه ملي واحد افراد هڅوي چې نورو انسانانو ته چې له دې واحده بهر وي، د پردیو او اجنبیانو په سترګه وګوري او آن ممکن د دښمنۍ چلند ورسره ولري.
د نشنالېزم مخاطب ټول بشریت نه دی— د اسلام برعکس چې ټول انسانیت یې مخاطب دی او خلکو ته د امت‌پالنې او یووالي بلنه ورکوي—بلکې مخاطب یې ملي واحدونه دي، او وروستۍ موخه یې هم د ټول بشري امت سوکالي نه، بلکې د ملي ټولنو ثبات او آرامي ده.
نشنالیزم له اسلامي تمدن او فرهنګ سره ټکر لري. اسلامي دین هر مسلمان، که سپین‌پوستی وي یا تورپوستی، عرب وي یا غیر عرب، د اسلامي تمدن او فرهنګ په جوړښت او وده کې شریک ګڼي؛ ځکه اسلام د ټولو مسلمانانو ګډ دین دی، نه د کوم خاص قوم یا ملت. خو نشنالېزم برعکس، یوازې قومي او ملي تعلقاتو ته ارزښت ورکوي.
نشنالېزم ملي او قومي تعلقاتو ته اصالت ورکوي. یو فرد، د ځینو ځانګړنو لکه د وطن، نسل، نژاد او اصل په اساس ځان له نورو بېل ګڼي، ځان یوې خاصې ملي ډلې پورې اړوند بولي، او خپلې ملي ګټې د نورو د زیان په بیه هم تأمینوي. (علیزاده، ډاکټر محمد امین، میهن‌پرستی یا ملی‌گرایی، د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۱ هـ.ش، د لیکوال خپله وېب‌پاڼه.)
«اسلام او ملي‌پالنه (نشنالیزم) هېڅ ډول هم‌غږي سره نه لري. اسلام د خپل هدف‌محوره منطق پر بنسټ له دې مکتب سره په ټکر کې دی. اسلام او ملي‌پالنه د روح، ماهیت، تمایل او هدف له پلوه دوه مخالف او متضاد قطبونه دي،.» (نقوي، محمد نقوي، الإسلام والقومیة، ۱۴۰۴ هـ.ق، ص ۸۶.)
واقعیت هم همدا دې چې دا دواړه مفکورې له یو بل سره په ټکر کې دي. د کتاب «المذاهب الفکریة المعاصرة ودورها في المجتمعات وموقف المسلم منها» لیکوال د دې ټکر دلیل داسې بیانوي: «روښانه خبره ده چې اسلام او د نشنالیزم ادعاوې سره توافق نه لري؛ ځکه چې د اسلام سرچینه الله تعالی دی، خو د قوم‌پالنې او ملي‌پالنې سرچینه د جاهلیت خبرې، عادتونه او د انسان محدود عقل دی. سربېره پر دې، نشنالیزم له دین نه مخ اړوي، دین نه مني، دین ته رجوع نه کوي، او د جاهلي شعارونو له لارې له دین نه بې‌نیازه کېدل ښکاره کوي؛ دا هغه څه دي چې اسلام یې هېڅکله نه تاییدوي او نه هم له دا ډول مفکورې سره په یوه لاره ځي.» (عواجی، ډاکټر غالب بن علی، المذاهب الفکریة المعاصرة ودورها في المجتمعات وموقف المسلم منها، ج ۱، ص ۹۵۳، چاپ اول، ۱۴۲۷ هـ.ق.)
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version