لیکوال: ابوعائشه

د قدریه فرقه

څلورمه برخه

د پیل خبرې:
د اهل سنت او جماعت په نزد د اسلام دین یو مهم بنسټ او ستن پر الهي تقدیر ایمان، عقیده او باور دی. قدر د حقپالو علماوو په نزد ډېر لوړ مقام لري او هغوی تل په الهي تقدیر اعتراف کړی دی او ټولې چارې په الهي قضا او قدر پورې اړوندې ګڼي. تقدیر دومره ستر اهمیت لري، چې آن ځینو علماوو د اسلام شپږم رکن بللی دی. ډېرۍ څېړونکي په دې چاره کې سره متفق دي، چې تقدیر په اصل کې داسې الهي راز دی، چې هیڅوک ترې خبر نه دي. امام طهاوي رحمه الله د تقدیر په اړه فرمايي: «تقدیر په اصل کې د هغه په مخلوقاتو کې الهي راز دی، چې مقربه ملایکې او رالېږل شوي نبيان ترې خبر نه دي. په هغه کې پلټنه او نظر د ناکامۍ لامل، د محرومیت زینه او د سرکښۍ درجه ده، نو باید په تقدیر کې له نظر، فکر او وسوسې څخه ډډه وکړو».[۱] پر دې اهمیت او مقام سربېره، ځینو ترې انکار کړی دی او د بندګانو د افعالو او نورو شیانو په اړه یې د الله تعالی مخکینۍ علم نه دی منلی. موږ د څېړنې په دې برخه کې هڅه کوو چې تقدیر د اهل سنت او جماعت په نزد په واضح او ښکاره دلایلو بیان کړو.
د قدریه فرقې عقیدې او باورونه
امام نووي رحمه‌الله د قدریه فرقې د عقیدې په اړه لیکي: «قدریه فرقې د شیانو له تقدیر څخه انکار کړی دی او داسې ګڼي چې الله تعالی دا شیان په تقدیر کې نه دي لیکلي، الله تعالی د هغو په اړه په تېر کې علم نه لري او د دې شیانو په اړه د الله تعالی علم نوی دی؛ یعنې دا چې الله تعالی یې تر پېښېدو وروسته ورباندې پوهېږي او [دې فرقې] په خپلو باطلو خبرو سره الله تعالی ته د دروغو نسبت کړی دی».[۲]
پوه شئ ـ الله تعالی دې درباندې رحم وکړي- قدریه فرقې له الهي قضا او قدر څخه انکار کړی دی او د الله تعالی علم او اراده یې نه ده منلې. هغوی په دې خپل لوی بدعت او جرم کې نه کتاب لري چې استناد ورباندې وکړي، نه هم نبي لري چې د هغه پیروي وکړي او نه هم عالم شته چې اقتدا ورپسې وکړي، بلکې د خپلو نفساني خواهشاتو پر اساس یې دا اقوال اختراع کړي دي او تور یې لګولی دی. په دې لاره کې یې دلیل مغلوب او الله تعالی ورباندې په غوسه او قهر دی.[۳]
علامه اشعري رحمه‌الله وايي: «قدري هغه چا ته ویل کېږي، چې د تقدیر نسبت ځان ته کوي، نه الله تعالی ته او په دې باور دي، چې پخپله خپل اعمال ټاکي، نه الله تعالی».[۴]
د دوی په دې خبره، چې وايي الله تعالی د بندګانو د افعالو خالق نه دی او دا کار منتفي بولي، دلیل دا دی، چې «هغوی وايي: الله تعالی د بندګانو لپاره د کفر او ګناه اراده نه ده کړې او هغه یې نه خوښېږي، نو څه ډول د بندګانو افعال پیدا کوي، چې هغو کې کفر او ګناه موجوده وي».[۵]
لنډه دا چې د قدریه فرقې باور دا دی چې تقدیر ته اړتیا نه­شته؛ الله تعالی د بندګانو د اعمالو په اړه مخکنی علم نه لري، بلکې تر پېښېدو وروسته یې ورباندې پوهېږي او بندګان د خپلو اعمالو رامنځته کوونکي دي.
د اهل سنت او جماعت نظر
امام نووي رحمه‌الله فرمايي: «پوه شه چې حق مذهب د قدر اثبات دی او معنا یې دا ده چې الله تعالی په تېر کې شیان ټاکلي دي او الله تعالی پوهېږي چې دا شیان په معلومو او مشخصو وختونو کې د الله تعالی په نزد له دقیقو او ټاکلو ځانګړنو سره پېښېږي. په پایله کې دا شیان د هغه څه مطابق واقع کېږي. چې الله تعالی په تقدیر کې لیکلي دي».[۶]
علامه کرماني رحمه‌الله وايي: «د حقپالو مذهب دا دی چې د ایمان، کفر، خیر، شر، ګټې، زیان او نورې ټولې چارې د الله تعالی په قضا او قدر کې دي او د الله تعالی په ملکیت کې یوازې هغه موارد پېښېږي چې الله تعالی په تقدیر کې ټاکلي وي».[۷]
امام بغوي رحمه‌الله وايي: «په قدر ایمان لرل فرض او لازم دی؛ یعنې دا چې بنده باوري اوسي چې الله تعالی د خیر او شر په شمول د بندګانو د ټولو اعمالو پیدا کوونکی دی چې په لوح محفوظ کې د هغو تر پیدا کېدو وړاندې لیکل شوي دي. د هغوی ایمان او کفر، طاعت او ګناه ټول د الله تعالی په قضا و قدر او اراده او غوښتنه دي. البته الله تعالی ایمان او طاعت خوښوي، پر هغوی یې د ثواب وعده کړې ده، کفر او معصیت نه خوښوي او هغو ته یې د جزا او عذاب وعده کړې ده».[۸]
اهل سنت او جماعت قطعي باور لري چې هر خیر او شر چې د هستۍ په نړۍ کې پېښېږي، ټول د الهي تقدیر پر اساس دي، الله متعال په ټولو شیانو قادر دی، هغه چې هر څه وغواړي کېږي او څه چې وغواړي ترسره کوي یې، نو هر څه د هغه له غوښتنې، تدبیر او قدرت پرته نه ترسره کېږي.[۹]
د اهل سنت او جماعت د مذهب لنډیز دا دی چې هغوی په تقدیر او ټول خیر او شر باور لري او هغه د الله تعالی له لوري ګڼي. هغوی د دې موضوع د لا ډېر اثبات لپاره له قرآن، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له احادیثو، د امت له اجماع او د علماوو له اقوالو څخه د پرېمانه دلایلو په اړه بحث کړی دی، چې په راتلونکې لیکنه کې به د بېلګې په توګه په ځینو هغو بسنه وکړو.
دوام لري…
مخکینی برخه | وروستۍ برخه
  1. طحاوی، ابو جعفر أحمد بن محمد، عقیدۀ طحاوی، مترجم: عبیدالله افروخته، بی‌تا، 11مخ.
  2. النووی، أبو زکریا، شرح النووی علی صحیح مسلم (المنهاج شرح صحیح مسلم بن الحجاج)، باب بیان الإیمان والإسلام والإحسان ووجوب…، 1392 هـ. ق، 154 مخ.
  3. الحنبلی، أبو عبد الله عبید الله بن محمد بن بطة، الإبانة عن شریعة الفرقة الناجیة ومجانبة الفرق المذمومة، تحقیق: د. عثمان عبد الله آدم الأثیوبی، الباب الأول، 1418، 2، ټوک، 179مخ.
  4. أشعری، علی بن إسماعیل، الإبانة عن أصول الدیانة، تحقیق: د. فوقیة حسین محمود، 1397 هـ. ق، 197مخ.
  5. الأشقر، عمر بن سلیمان، القضاء والقدر، الفصل السادس: أسباب الضلال في القدر، 1425 هـ. ق، 105مخ.
  6. النووی، أبو زکریا، شرح النووی علی صحیح مسلم (المنهاج شرح صحیح مسلم بن الحجاج)، باب بیان الإیمان والإسلام والإحسان ووجوب…، 1392 هـ. ق، 154مخ.
  7. الکرمانی، محمد بن یوسف، الکواکب الدراری في شرح صحیح البخاری (شرح الکرمانی علی البخاری)، 1401 هـ. ق، کتاب القدر، 23مخ، 72مخ.
  8. البغوی، الحسین بن مسعود بن محمد، شرح السنة، تحقیق: شعیب الأرناؤوط و زهیر الشاویش، بی‌تا، 1مخ، باب الإیمان بالقدر، 142مخ.
  9. البزاز الأثری و عراقی، عبدالله بن عبدالحمید، الوجیز در عقیدۀ سلف صالح، مترجم: محمد گل گمشادزهی، 1437 هـ. ق، 78مخ.

Leave A Reply

Exit mobile version