لیکوال: شعیب احمد غزنوي

بدعت او دقیقه مانا یې (لومړۍ برخه)

لنډیز
بدعت هغه نوښت یا نوی کار دی چې په دین کې، که په عقیده وي یا عمل، رامنځته کېږي، خو د هغو سرچینو ملاتړ نه لري چې د اسلامي احکامو د راایستلو لپاره منل شوي دي، لکه قرآن او سنت. په ساده الفاظو، بدعت هغه څه دی چې پرته له شرعي دلیل څخه د دین برخه ګرځول کېږي. دا عمل د “تشریع” یا د خپل سر قانون جوړونې په معنا هم کارول کېږي.
د بېلګې په توګه، که یو څوک د عبادت یوه نوې طریقه رامنځته کړي چې قرآن او سنت یې نه تاییدوي، نو دا کار بدعت بلل کېږي.
هیڅ عالم د بدعت په حرمت کې شک نه لري؛ ځینې علما خو یې دا حرمت د دین له اساسي اصولو څخه ګڼي. خو له دې سره، د بدعت مفهوم، احکام او قواعد په سمه توګه نه دي روښانه شوي، چې له امله یې د اسلام په تاریخ کې کله افراط او کله تفریط شوی دی. دا افراط او تفریط د دې سبب شوي چې ګڼ شمېر بې‌ګناه مسلمانان تکفیر او تفسیق شي، او آن تر وژل کېدو پورې ورسېږي.
د بدعت د حرمت هدف، چې اصلاً د دین له انحرافاتو څخه د ساتنې لپاره وضع شوی و، د اسلام د دښمنانو له لوري د نفوذ او سازش وسیله وګرځېد.
مقدمه
د اسلامي زده کړو له مخې، د توحید یوه اساسي برخه دا ده چې د قانون جوړول یوازې د الله جل جلاله ځانګړی حق دی. یعنې هېڅوک د الله جل جلاله له اجازې پرته د خلکو یا ټولنې لپاره قانون نه شي جوړولی.
په الهي قوانینو کې هر ډول بدلون راوستل منع دي. د دې قوانینو څخه انحراف بدعت بلل کېږي، او هیڅ عالم د دې په اړه شک نه لري چې د دین له چوکاټ څخه بهر نوې خبرې ور زیاتول حرام دي.
په دین کې بدعت کول د الله جل جلاله د تشریعي ربوبیت سره شرک ګڼل کېږي، چې دا یوه ستره ګناه ده او د دین پاکوالي او حقیقت ته جدي زیان رسوي. له همدې امله، د اسلامي علماوو لخوا په بېلابېلو فقهي او عقیدتي کتابونو کې د بدعت پر موضوع پراخ بحثونه شوي دي.
د بدعت د حراموالي عمده دلیل هغه متواتر روایتونه دي چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه په پرله‌پسې توګه نقل شوي دي. له دغو روایتونو څخه یو دا دی:
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي:”… وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ، وَإِنَّ كُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ…”(له نوو کارونو ځان وساتئ، ځکه هر نوی شی چې دین کې پخوا نه وي، بدعت دی. هر بدعت ګمراهي ده، او هر ګمراه به د دوزخ په اور کې وي.)
که څه هم ټول اسلامي عالمان بدعت حرام ګڼي، خو د دې د مانا او حدودو په اړه اختلاف لري. له همدې امله د اسلام په تاریخ کې، د بدعت سره د مبارزې تر نامه لاندې، کله افراط شوی او کله تفریط، چې له کبله یې ډېر بې‌ګناه مسلمانان تکفیر او تفسیق شوي، او حتی ځینې وخت وژل شوي هم دي.
د همدې ستونزې له امله، د بدعت حرمت، چې اصلاً د دین د ساتنې لپاره ټاکل شوی و، د اسلام د دښمنانو د پلانونو او توطئو لپاره په یوه وسیله بدل شو. په پایله کې، د دین د ژوندي کولو او د بدعت سره د مبارزې تر نامه لاندې، په خپله دین کې ډېر نوي بدعتونه رامنځته شول.
له پورته مقدمې څخه دا پایله اخیستل کېږي چې، د دې لپاره چې د الله جل جلاله دین له بدعتونو څخه پاک وساتل شي او خلکو ته د غلطو او ګمراه کوونکو جریانونو اصلي څېره څرګنده شي، نو د بدعت د دقیقې مانا، معیارونو او قواعدو په اړه څېړنه اړینه ده. ځکه د بدعت د حرمت اصلي هدف د دین ساتنه ده.
بدعت او دقیقه مانا یې
“زما هغو بندګانو ته زېری ورکړه چې هره خبره اوري، نو له هغې څخه غوره یوه تعقیبوي.”
له قرآن کریم څخه وروسته، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) احادیث د قرآن د تفسیر او د اسلامي احکامو د راایستلو تر ټولو مهمه سرچینه او معیار بلل کېږي.
دا موضوع د قرآن د ګڼ شمېر آیتونو په رڼا کې روښانه ده، لکه دا آیت چې فرمایي:
“څوک چې د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) اطاعت وکړي، یقیناً د الله جل جلاله اطاعت یې کړی دی.”
او بل آیت وایي:
“هغه څه چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) درکوي، واخلئ؛ او له هغه څه چې ترې منع کوي، ځانونه لرې وساتئ.”
د احادیثو پېژندل او ترې پیروي کول پر مسلمانانو واجب دي. خو د وخت په تېرېدو سره، د مختلفو عواملو د اغېزو او همدارنګه د احادیثو د مفاهیمو او معناګانو د پېژندلو د تخنیکي‌والي له امله، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) احادیثو ته نقد او څېړنه اړینه ده، او دا کار یوازې محدثین او فقها کولای شي.
نو ځکه، هغه احادیث چې زموږ له فکرونو او برداشتونو سره سمون نه خوري، یا یې معنا او مفهوم موږ ته روښانه نه وي، باید پرې سمدستي قضاوت یا حکم و نه شي. په دې حالت کې، اړینه ده چې د حدیث د علم متخصصینو او پوهانو ته مراجعه وشي، ترڅو روښانه کړي چې کوم حدیث: صحیح، حسن، ضعیف، موضوع (جعلي)، متواتر، مشهور، واحد، منسوخ، متشابه، عام یا خاص دی.
همدارنګه باید معلومه شي چې کوم فقهي حکم: أصح، صحیح، أظهر، ظاهر، مشهور یا ضعیف دی، او دا هم باید واضح شي چې له اختلافي مواردو سره څنګه چلند وشي.
له بده مرغه، زموږ ځینې دیني وروڼه چې د دین د خدمت نیت لري، فکر کوي چې یوازې د عربي ژبې زده کړه او د شرعي علومو په اړه لږ عمومي معلومات لرل کافي دي ترڅو قرآن کریم تفسیر کړي، د احادیثو نقد او څېړنه وکړي، فقهي احکام ترې راوباسي، او حتی رد یا تعدیل یې وکړي.
د همدې له امله، هغوی داسې نظرونه وړاندې کوي چې د اسلامي امت لپاره د سرګردانۍ، تفرقې، او ګډوډۍ پرته بله پایله نه لري.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version