لیکوال: شکران احمدي

دیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (لومړۍ برخه)

لنډیز:
دیني مدرسې هغه قوي او پیاوړي مرکزونه دي چې له تحرک، نشاط او پرمختګ څخه ډک دي، او د نبوي حیات له چینې څخه اوبه څښي او د انسان د ژوند کښتونه اوبه کوي. حقیقت دا دی چې دیني مدرسې د علم او پوهې کان او د لارښوونې او رڼا سرچینه ده چې د سیوري لاندې یې اسلامي ټولنه وده او پرمختګ کوي. نو اسلامي امت ته لازمه ده چې د مکتبونو او مدرسو په ارزښت ځان پوه کړي او ورته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو دا مرکزونه په سمه توګه خپل مسئولیت او رسالت ترسره کړي. په دې لنډه لیکنه کې غواړو د دغو علمي مرکزونو تاریخ، اهمیت او رسالت ته لنډه کتنه وکړو، تر څو د هغوی پر مقام او راتلونکي لیدلوري رڼا واچوو.
بنسټیزې کلمې: دیني مدرسې، تاریخ، اهمیت او ځانګړتیاوې
د دیني مدرسو تاریخ
د دیني مدرسو تاریخ د رسول الله صلی الله علیه وسلم وخت ته ورګرځي. بنسټ ایښودونکی یې د موجوداتو فخر او د کائناتو سرور حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی. د هغه تر ټولو مبارکې او په زړه پورې ورځې هغه وې چې مهربان او زړه‌سواند پیغمبر د لرګیو تر چت لاندې په بوریا ناست و او د رسالت د لمر مینه‌وال به یې شاوخوا راټول ول او د نبوت له درمند څخه به یې اخذ کول، او د پوهې د سمندر څخه به یې لعلونه ترلاسه کول. په حقیقت کې، په هغه وختونو کې د ځمکې او آسمان لاندې بل ځای له هغه ځای څخه غوره او برکتي نه و.
د هغه مبارک ځای نوم “صفه” و. د هغه شاګردان او طالبان “اصحاب صفه” نومېدل. د دې سپېڅلې ډلې هر غړی دومره له اخلاصه ډک و چې له علم او پوهې پرته یې بل څه ته پام نه کاوه. ابوهريره رضي الله عنه، چې د علم مینه‌وال او پاک‌طینت شخص و، هغه ساده ځای او لرګینې ودانۍ دومره خوښې وې چې په سختۍ سره به یې پرېښودلې. ساعتونه به تېرېدل خو د خوړلو لپاره به یې څه نه موندل؛ خو بیا هم د دې لپاره چې کېدای شي نوی لعل یې لعلونو ته اضافه شي، هغه ځای به یې نه پرېښود. تاریخ به دا پېښه هېره نه کړي چې یوه ورځ ابو هریره رضي الله عنه په ځمکه راپرېوت. خلک د هغه شاوخوا تېرېدل، ځینو فکر کاوه چې هغه صرع (میرګي) لري. دوی خپلې پښې به یې په غاړه کېښودې، مګر دوی نه پوهېدل چې ابو هریره رضي الله عنه هیڅ ناروغي نه لري، څو ورځې کېږي چې د خوړو بوی یې هم نه دی پوزې ته رسېدلی. د نبوت له زرین دورې وروسته مختلف پرمختګونه وشول. د مدرسې په کیفیت کې هم بدلونونه راغلل؛ خو په هر صورت، مدرسې د خپل رسالت په سرته رسولو کې قصور ونه کړ. اسلامي نړۍ د مدرسو اړتیا په کلکه احساسوله، او مسلمانانو خپل اولادونه د ښوونې او روزنې لپاره دغو مرکزونو ته سپارل.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version