لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (اتلسمه برخه)
د ښځو سره سلا او مشوره کول
الله سبحانه و تعالی فرمایي: «وامرهم شوری بینهم»؛ ژباړه: (او د دوی کار په خپل منځ کې په مشوره ولاړ دی.) د دې په پام کې نیولو سره چې خلک تل د نارینه او ښځینه دوو ډلو څخه جوړ شوي، د اسلامي شریعت له مخې د دواړو ډلو لپاره د سلا او مشورې حق ثابت شوی دی. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې د شورا حکم په خپلو څرګندو او روښانه بېلګو سره په داسې ډول پلي کېده چې په هغه کې د اختلاف ځای نه دی پاتې.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې د حدیبیې د سولې په ورځ، دوی ام سلمه رضی الله عنها ته ورغلل او له خپلو اصحابو څخه یې شکایت وکړ چې هغو ته یې امر کړی چې د نذرانې څاروي حلال کړي او خپل سرونه وخریي، خو هغوى د دې مناسکو له ترسره کولو ډډه کړې. ام سلمه رضي الله عنها ورته وویل: «یا رسول الله صلی الله علیه وسلم، ایا ته خوښ یې چې دوی دې دا کار وکړي؟ بهر لاړ شه او له هېچا سره خبرې مه کوه تر څو چې خپل اوښ حلال نه کړې او چاته ووایې چې سر دې وخریي.» په دې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم بهر راووت او د ام سلمه رضی الله عنها خبره یې عملي کړه.
ډاکټر سعید رمضان بوطي وایي:«رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اړتیا نشته چې له ام سلمه رضی الله عنها سره مشوره وکړي؛ ځکه چې هغه صلی الله علیه وسلم په خبرو او عمل کې د تجربې، حکمت او بصیرت له وجې د خدای د عنایت او پېرزوینې لاندې دې؛ خو لکه څنګه چې حسن بصري او نورو ویلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل چې خلک په دې مشوره کې د هغه پیروي وکړي او له داسې ښځې سره چې په علم، پوهه او بصیرت کې له دوی څخه کمه وي، په مشوره کې د شرم او کمۍ احساس ونه کړي. داسې ښکاري چې دا د امت لپاره یو ډول ښوونه وه چې په داسې مواردو کې ښځې له پامه و نه غورځوي او کمې یې و نه ګڼي؛ بلکې له هغوی سره مشوره او نظرغوښتنه وکړي.
ابن حجر عسقلاني رحمه الله هم په «الاصابه» کتاب کې له ابو برده له پلار څخه نقل کړی چې هغه ویلي دي:«موږ ته د عایشه رضی الله عنها څخه پوښتنه کول کومه ستونزه نه وه، مګر دا چې موږ ولیدل چې هغې په دې اړه پوهه درلوده.» عطاء بن ابورباح هم وايي:«حضرت عائشه رضی الله عنها په خلکو کې تر ټولو فقیهه او د نظر په بیانولو کې تر ټولو غوره وه.»
حضرت عمر رضي الله عنه له حضرت عائشې رضي الله عنها سره د ښځو په مسايلو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کور د حالاتو په اړه مشوره کوله، لکه څنګه چې د نورو ښځو سره يې هم مشوره کوله. هغه له خپلې لور حضرت حفصه رضي الله عنها سره د هغه وخت د ټاکلو په اړه مشوره وکړه چې سړی کولای شي له خپلې مېرمنې لرې پاتې شي او په جهاد او نورو چارو کې بوخت شي. حضرت حفصه رضي الله عنها فرمايي چې له مېرمنې څخه د غيبت تر ټولو اوږده موده بايد څلور مياشتې وي. حضرت عمر رضي الله عنه دا وړانديز ومنلو او دا موده يې د نارينه وو د استول شوو پلاوو لپاره ضرب الاجل وټاکه.
همداراز ابوبکر، عثمان او علي رضی الله عنهم هم له ښځو سره مشورې کولې. د تاریخ او سیرت د هیڅ کتاب په څنډه یا حاشیه کې موږ داسې څه نه وینو چې وښيي کوم صالح خلیفه یا صحابه ښځې د مشورې له حقه بې برخې کړي وي او د هغوی نظر یې له پامه غورځولی وي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو او سنتو كې داسې څه نه دي موندل شوي چې په ډاګه او صراحت سره ووایي چې ښځه د مشورې حق نه لري. همدارنګه، موږ په هیڅ اسلامي منابعو او مصادرو کې نه شو موندلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو مسایلو کې د نارینه وو سره مشوره کړې وي او د ښځو سره یې له مشورې څخه ډډه کړې وي.