لیکوال: شکران "احمدي"
د عقل ځواک او د هغه ساحه (درېمه برخه)
د علم د پېژندلو وسیله
د دې مسئلې په ځواب کې یو شی د تأمل وړ دی، هغه دا چې: هر سیسټم چې علمي ملاتړ ونلري نشي کولی په بریالیتوب سره دوام وکړي. په هر ډګر کې د علم د تحصیل لپاره، خدای یو لړ وسایل ایښودلي دي، چې هره وسیله یو ځانګړې محدوده لري. هر سبب په خپل دائره کې مؤثر دی او کارول کیدی شي؛ مګر د خپل حد څخه هاخوا، خپل موثریت له لاسه ورکوي او د کارولو وړ نه دی.
د بېلګې په توګه: انسان ته د علم حاصلولو لومړۍ وسیله پنځه حواس دي. سترګې، غوږونه، پوزه، ژبه او د لمس احساس.
د «سترګو» په وسیله، د ډېرو مسلو پوهه ترلاسه کوو. په «څکلو» سره علم کسب کیږي. د «بویولو» په واسطه علم ترلاسه کیږي. او د «لمس کولو» سره پوهه ترلاسه کوو. خو د علم د حاصلولو دغه پنځه لاملونه چې کله د مشاهدې حد ته ورسېږي، نو هر يو يې يوه د ځواک ساحه (Jurisdiction) لري چې د هغه له دائرې نه بهر کار نه شي کولی.
سترګې ویني، خو اوري یې نه. غوږ اوري، خو ويني یې نه. پوزه بویویي، خو اوري یې نه. که څوک ووايي: «زه سترګې تړم او په غوږونو وينم»، د دنيا خلک به ورته جاهل ووايي. ځکه چې غوږ د لیدلو لپاره نه دی پیدا شوی. اوس که دې سړي ته وویل شي: «ستاسو غوږونه نه ویني، نو ستاسو هڅې په بشپړ ډول بې ګټې دي.» او هغه سړی په ځواب کې ووایي: « که غوږ ونه ویني، نو بې ګټې دی.» نړۍ به ورته احمق ووایي. ځکه هغه نه پوهېږي چې د غوږ فعالیت یو حد لري او تر یوې اندازې پورې کار کوي او که وغواړو له غوږ څخه د سترګو کار واخلو، کار نه کوي.
بې له شکه، خدای موږ ته پنځه حواس د پوهې ترلاسه کولو لپاره راکړي دي؛ مګر دغه هم د خپل حد څخه بهر کار نه کوي. سترګې، غوږونه، ژبه او لاس هم خپل د عمل له ساحې بهر معطل دي.
دا هغه مرحله ده چې د علم وسیلې بې کاره او بې اغیزې کیږي، او هیڅ شی د شیانو د مشاهدې لپاره شتون نلري. په داسې حالت کې، خدای موږ ته د علم د ترلاسه کولو لپاره بل سبب راکړی دی او هغه “عقل” دی.
په هغه ځای کې چې پنځه حواس کار نه کوي، عقل د انسان مرستې ته راځي، د بیلګې په توګه: زما په مخ کې یو مېز دی، زه یې په خپلو سترګو لیدلی شم، او رنګ یې پېژندلی شم، او په خپل لاس سره یې لمس کولی شم او پوهېږم چې لرګی یې ټینګ او ښکلی رنګ شوی دی.
مګر دا مېز څنګه رامینځته شو؟ زه نه په خپلو سترګو سره یې لیدلی شم او نه یې په غوږونو اورېدلی شم، او نه یې په خپلو لاسونو سره لمس او درک کولی شم. ځکه چې د مېز جوړولو کار زما په حضور کې نه دی شوی. خو په داسې يو حالت کې عقل دا مشوره ورکوي چې دغه مېز له دې ښایست سره په خپله نه دى رامنځته شوى. بلکه، دا د یو جوړونکي لخوا جوړ شوی، او دا جوړونکی یو تجربه کار او ماهر نجار دی چې دا مېز یې په زړه پورې جوړ کړی.
له همدې امله عقل موږ ته لارښوونه کوي چې مېز د نجار په واسطه جوړ شوی دی، او له هغه وخته چې زما پنځه حواس خپل تاثیر له لاسه ورکړ، عقل زما مرستې ته راغی او ماته یې نوې لارښوونه او پوهه راکړه.