لیکوال: محب الله عزیزي

غوره اوسه! (دوهمه برخه)

د انسان شخصیت د هغه ټوله سرمایه او شتمني ده، چې باید وساتل شي. غوره انسان تل د خپل ضمیر طبيعت سره ژوند کوي او د نورو د شخصيت تقلید نه کوی. د نورو د شخصیت تقلید کول په حقیقت کې ابدي عذاب دی. زه ډېر داسې کسان وینم چې خپل ځان، خپله طریقه، حرکات، خبرې، وړتيا او حالات هېروي او د نورو د شخصیت پلوي کوي او تل د هغوی د تقلید په لټه کې وي.
په دې اړه فکر وکړو چې خدای تعالی هر انسان د غوره طبیعت، طریقې او استعداد سره پیدا کړی دی. له آدم عليه السلام د پيدايښت څخه تر اوسه پورې هيڅ دوه انسانان يو شان نه دي، نو څنګه به په استعداد او اخلاقو کې يو شان وي؟ ای وروره! ته بلکل بېل یې او په تاریخ کې ستا په شان نشته او په یاد ولره چې ستا په څېر به هېڅوک پیدا نه شي، نو له خپلو شتمنیو او استعدادونو څخه لکه څنګه چې مو حق دی، کار واخله او ځان د تقلید، او مشابهت څخه ځان وژغوره .
خدای تعالی فرمایي: «قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ» (هرې ډلېخپل د څښلو ځای وپېژاند)؛ نو زما ګرانه، ته هم پوه شه چیرې اوبه څيښې؟ خپل شخصیت و پېژنه!  که غواړې چې ستا شهرت، کرامت او شخصیت  ثابت پاتې شي، هېڅکله د نورو تقلید مه کوه!؛ او څنګه چې تاسو پیدا شوی یې ژوند وکړه!
لکه څنګه چې د امت یو له معاصرو پوهانو څخه ډاکټر عايض قرني په خپل ښکلي کتاب «لاتحزن» کې لیکي: “د خلکو طبیعت د نړۍ د ونو په څیر ده، چې خواږه، تروه، اوږده او لنډ پکې شته.” ؛ که ته کیله وې؛ ناک مه کیږه، ځکه ستا ښکلا او ارزښت په کیله توب کې ده.
د رنګونو، ژبو، استعدادونو توپیر د خالق نښې دي، نو د هغه له نښو څخه انکار مه کوه. په دې کې شک نشته چې د نورو تقلید او د عادتونو پیروي کول د انسان شخصیت، فکر او سوچ ته سخت زیان رسوي او د انسان د عقل او فکر وده د نورو د فکري چوکاټ کې بنده وي او بیا سړی نه شي کولاې د خپلې خوښې په تازه او روښانه فضا کې الوتنه وکړي. په همدې اساس انسان د خپل شخصیت او فکر څخه کار واخلي ، او د خپل پوهې او عقل څخه ګټه واخلي او تقلید او پيروي پریږدي.»
Leave A Reply

Exit mobile version