خورا غیر عادلانه دي چې لاس مو تنګ وي او د خپل ژوند د اړینو اړتیاو د پوره کولو لپاره داسې پیسې په پور واخلئ چې تاسو به وروسته مجبوره یاست هماغه پیسې څو ځلې مالک ته ورکړئ.
کېدای شي چي په ظاهره د سود اخیستل او سود ورکول یوه اقتصادي مسله ښکاره شي؛ خو د دې غیر اخلاقي او غیر شرعي حرکت تاثیر، کولی شي دومره ویجاړونکي اغیزې ولري چې یوه مکمله کورنۍ سره وپاشي او په ټولنه کې بې عدالتي خپره کړي. که څه هم په معموله توګه هیڅوک نه وايي چې سود یې اخیستی یا سود یې ورکړی دی؛
خو که په ټولنه کې اقتصادي راکړې ورکړې ته له نږدې وګورو، په اسانۍ سره وینو چې دا غیر اخلاقي چلند په اقتصادي او ټولنیزو اړیکو کې یو منل شوی معیار ګرځېدلی دی.
د خیر کار پرېښودل او پور نه ورکول
سود د خلکو ترمنځ د همکارۍ روحیه له منځه وړي. د یوې ټولنې په خلکو کې د سود په خپریدو سره تر ټولو مهم شی چې له دې ټولنې څخه وځي، د پور او حسنه قرض ورکول دي.
د مينې، محبت، عاطفه، له نورو سره ښېګڼه او د مرستې د کولو احساس له لاسه ورکول، د سود یو له اغېزو څخه دي.
د دې ډول ګټې اخیستنې په خپریدو سره حتی ورور ته ورور، دوست ته دوست به نور پیسې په پور ورنکړي، او د نورو سره د مرستې او پور اخیستلو یوازینی معیار به د ډیرې ګټې ترلاسه کول وي چي په دې شرائطو کې انساني او عاطفي اړیکې به په تدریج سره له منځه لاړ شي او ورک به شي.
فردي، عصبي او د فقر ستونزي
د سود یو له فردي اغیزو څخه د رواني او روحي ستونزو را منځ ته کېدل دی. ځکه چې په اکثرو مواردو کې د سود اخیستل او د سود او اصلي مبلغ ادا کول د انسان له وس څخه بهر وي او سړی تل د هغه په ادا کولو کې اندیښنه لري او روحي اندیښنه یې تل ځوروي. له همدې امله د زياتې ګټې ورکول هم د فقر سبب ګرځي.
حتی هغه خلک چې نن ورځ یې پیسې یا توکي په قسطونو یا د بانکونو یا دولتي او خصوصي شرکتونو څخه پور اخیستي وي، دا مطلب ښه درکولی شي.
حرامه ګوله
یو بل شی چې د سود له بدو اغیزو څخه دی، هماغه حرامه ګوله ده چې سود خور د خپلې کورنۍ د استفادې لپاره خپل دسترخوان ته وړي. چونکې د حرام خوراک خوړل الٰهي درګاه کي د انسان د عبادت د نه قبلېدو سبب ګرځي او هغه اولادونه چې د خپل پلار له خوا د حرامو خوړو څخه لوی شوي وي، د دوی لپاره د پلار عمل د تقلید غوره نمونه وي او دوی هم د خپل پلار پیروي کوي او د سالمې ټولنې لپاره زیانمن او مضر تمامېږې.
سستي او ټنبلي
له دې نه انکار نه شي کېدای چې سودخور په دوامداره توګه هڅه کوي چې خپله سرمایه د نورو د لاس رسي لپاره کېږدي او په بدل کې خپله ګټه ترلاسه کړي. په دې صورت کې هغه د خپلې سرمايې د ساتنې ډاډمن دی او اضافي سود هم ورباندې جمع کېږي؛
دا حالت د دې لامل ګرځي چې سودخور د تولید او پانګونې څخه لاس په سر شي او تل د استراحت او سستۍ په لور وګرځي او په دې حالت کې به په ټولنه کې سست او وزګار خلک ولیدل شي چې د سالمې ټولنې لپاره به ګټور نه وي او هم به د کار لپاره د نورو خلګو هڅونه له منځه یوسي.
طبقاتي واټن رامنځته کېدل
طبقاتي تشه او واټن رامنځته کېدل د سود تر ټولو ښکاره او څرګند اغېز دی. په دې ځای کې سود خور خپل سود ترلاسه کوي او پانګه یې هم تضمین شوی وي او ورځ تربلي اضافه کیږي هم. اما سود ورکونکی هغه څه چې یې ګټې، باید سود اخیستونکي ته ورکړي او سربیره پردې د هغه پانګه هم ضایع کیدای شي؛ په داسې شرائطو کې دا طبقاتي تشه او واټن ورځ په ورځ زیاتیږي. اسلام فردي او ټولنیز اقتصادي نظام ته باریک او ژوره کتنه لري. اسلام داسې تدبیرونه، احکام او عملي پروګرامونه وړاندې کوي چې موږ ترې غفلت کړی دی.
که اسلام د سود له لارې د ګټې او عايد ترلاسه کول حرام کړي دي، د هغې منفي فردي او ټولنيزې اغيزې يې په ښه توګه وړاندوين کړي دي او تر ټولو مهمه دا چې په اسلام کې د دې ټولو مواردو لپاره يوه سالمه لار او د يوه عادل او کامل اقتصادي نظام وړانديز شوی دی.
نن ورځ که موږ د طبقاتي واټن شاهدان یو، که د اقتصادي نظام د بې ثباتۍ شاهدان یو، که شتمني د څو تنو او څو ځانګړو ډلو په لاس کې ده، که بې وزله او مصیبت ځپلي خلک ورځ په ورځ بد اقتصادي حالت تجربه کوي، که د سوداګرۍ او تولید د ناوړه وضعیت شاهدان یو؛ بې له شکه یو عامل یې د سود رواج او پراخوالی دی. نن ورځ موږ ګورو چې بانکونه او مالي او د پورونو بنسټونه په مختلفو عنوانونو ظاهرا د شریعت او اسلام په بڼه هماغه سود ته وده ورکوي او کاروي یي. بې له شکه موږ ټول د دې شاهدان وو او یو.
په لنډه توګه دا موضوع خورا مفصله ده چې په دې لنډه پروژه کې د ځای پرځای کولو وړ نه دی.
پایله
په پوره ډاډ سره ویلای شو چې د اسلام په پیل کې د مدینې او بیا د اسلام د ښارونو د ودې او پراختیا لامل په لنډه موده کې د اسلامي نظام د سیستم د یوې مجموعې پلي کول وو.
اسلام په لنډه موده کې هغه خلک چې افتخار یې قتل، غلا، فساد او فحاشي وو؛ سره راټول کړل، متحد یې کړل او په دوی کې یې د قربانۍ او ځان تېرېدنې روحیه پیدا کړه. د شرعي احکامو ډېر تطبيق او د خلکو په منځ کې د اسلامي اخلاقو راڅرګندېدل د دې لامل شول چې د خلکو ستونزې هوارې او مدينه په چټکۍ سره وده وکړي.
په پای کې کولای شو دې ته اشاره وکړو چې داسې ښکاري چې د سود د غندلو اساسي معیار په پور اخیستونکي ظلم نه دی. بلکې اصلي معيار دا دی چې که يوه ټولنه خپل اقتصادي او د ژوند چارې د سود پر بنسټ تنظیم او سمبال کړي، نو د تباهۍ پر لور به ګام اخلي او د سرکشۍ او ناشکرۍ پر لور به روان وي.
د سود رواجېدل، طبقاتي تشه زياته وي او ټولنه به له اقتصادي توازن او اړین ثبات څخه ليرې کړي او اقتصادي وده او پرمختګ به کم کړي. عدالت او انصاف به له منځه ولاړ شي او هر څوک به خپل حقونه لکه څنګه چې اړینه ده ترلاسه نه کړي، او د نفوس وده، د کار ویش، د تولید تخصصي کېدل، د فناورۍ وده او داسې نور؛ نشې کېدای په دې کې بنسټیز بدلون راولي.
نو له سود پرته د اسلامي بانکدارۍ نظام ته د رسېدو لپاره باید د یوه اسلامي اقتصادي نظام د تحقق په موخه د تګلارو، تعریفونو او وسایلو او بنسټیزو اقداماتو د بیا کتنې هڅې وشي. د هېواد د اوسنیو اقتصادي ستونزو یو له مهمو لاملونو څخه په ځانګړي توګه اقتصادي رکود او په تولید کې د انګېزې او هڅونې نشتوالی، باید د هیواد د اوسني معیوب او نیمګړې بانکي سیسټم کې وپلټل شي؛
نو له سود څخه پاک اقتصادي او بانکي نظام خوا ته حرکت کولو سره، دا ټیکاو په تدریجي ډول له منځه وړل کیدای شي او یو باثباته اقتصاد ترلاسه کیدای شي.
په پاى کې بايد يادونه وشي چې د اسلام دين په هر لحاظ کامل دى او د انسان د ژوند ټول اړخونه پکې شامل دي. د انسانيت د دنيا او آخرت نېکمرغي د اسلام د احکامو په بشپړ تطبيق کې دی او مسلمان بايد د خپل ژوند په ټولو پړاوونو کې د اسلام د سپېڅلي احکامو اطاعت او پيروي وکړي.
سرچینې او مأخذونه:
عثماني؛ محمّدشفیع؛ د ربا مسله د اسلام له انده؛ ترجمه عبدالعزیزیحیی سعدي؛ زاهدان: صدیقی، ۱۳۸۴٫.
ابوحذیفه، ابراهیم؛ آداب کسب وتجارت (د کسب او تجارت آداب)؛ ترجمه عبدالرسول گلراني؛ تهران: نشر احسان، ۱۳۷۹.
سید قطب؛ تفسیر في ظلال القرآن؛ ترجمه مصطفی خرمدل؛ چاپ دوم (دویم چاپ)، تهران: نشر احسان.
قرشي، انور اقبال، اسلام و نظریۀ بهره، (اسلام او دګټي نظریه) انتشارات شهيد، 1361، ص 15.