
لیکوال: مولوي رحمت الله عبید
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۶)
امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله او علم حدیث
پر یوه حدیث باندې د امام صاحب رحمه الله د عمل نه کولو وجوهات
کله چې په یوې مسئلې کې یو حدیث راغلی وي، مګر بیا هم امام صاحب رحمه الله پر هغه حدیث باندې عمل نه کوي، چې په ښکاره دا معلوميږي، چې امام صاحب رحمه الله پر حدیث باندې عمل نه کوي او قیاس ته ترجیح کوي، خو په حقیقت کې د دې متعدد وجوهات کېدلای شي، چې له هغو جملې څخه به لاندې لاملونه موږ ذکر کړو:
1. هغه حدیث امام صاحب رحمه الله ته نه وي رسېدلی.
2. امام صاحب رحمه الله ته رسېدلی وي، خو د حدیث د صحت لپاره چې امام صاحب رحمه الله کوم اصول ایښي دي، په هغو اصولو نه وي برابر.
3. په هغه حدیث کې یو خفي ( پټ ) علت وي چې نورو ته نه وي معلوم.
4. د هغه حدیث په مقابل کې بل حدیث راغلی وي، او په قوت کې له هغه څخه پورته وي.
5. د امام صاحب رحمه الله په نزد هغه حدیث منسوخ وي.
6. هغه خبر واحد وي او د دین له کلي اصولو سره په ټکر کې وي.
7. هغه خبر واحد وي او د قرآن له ظاهر یا عام سره په ټکر کې وي.
8. هغه خبر واحد وي او له حدیث مشهور سره په ټکر کې وي.
9. راوي له خپل حدیث څخه خلاف عمل ترسره کړی وي.
10. خبر واحد وي او د داسې شیانو په اړه راغلي وي چې په هغه کې عموم بلوی وي.
11. خبر واحد وي او د داسې کار په رد کې راغلی وي چې صحابه کرامو رضی الله عنهم او تابعینو رحمهم الله پر هغه باندې په مسلسله توګه عمل کړی وي.
12. خبر واحد وي او د امام صاحب څخه مخکې نقد کونکو کلام ( نقد ) پرې کړی وي.
13. د صحابه وو په خپل منځ کې د یوې مسئلې په اړه اختلاف واقع شوی وي، او دواړو خواوو په حدیث سره استدلال کړی وي، امام صاحب رحمه الله په خپل اجتهاد سره یوې خواته ترجیح ورکړي او په بل دوهم حدیث عمل و نه کړي.
له دې څخه پرته نور لاملونه هم کېدلای شي، چې بیان یې په مفصلو او غټو کتابونو کې موندل کېدلای شي.
پایله
د امام ابو حنیفه رحمه الله شخصیت ته په کتو د امام صاحب رحمه الله د ژوند پر هر اړخ باندې په لسګونو کتابونه لیکل کېدلای شي، هغه که د امام صاحب رحمه الله په ورع، تقوی، د عباداتو برخه او که د خلګو سره د چلند او اخلاقو برخه وي. داچې اوس وخت کې د امام صاحب رحمه الله سره د بغض او حسد کوونکو غیر مقلدینو د اعتراضاتو لویه برخه د امام صاحب رحمه الله د محدثانه شان په اړه ده، چې عوامو په احادیثو کې د امام صاحب رحمه الله د مقام په اړه شکونه پیداکوي، د وخت څخه په استفادې ما وغوښتل چې د امام صاحب رحمه الله پر محدثانه شان باندې یوه مختصره مقاله ولیکم، ترڅو د وخت د غوښتنې په اساس ټولو ته ګټوره تمامه شي. الله تعالی جل جلاله دې د خپلې رضاء او نورو ته د فایدې اخیستلو سبب وګرځوي. آمین
مأخذونه
1. الضعفاء والمتروكين، لأبي عبد الرحمان النسائي (المتوفی:۳۰۳)، تحقیق: محمد إبراهیم زاید: دار المعرفة، بدون الطبع.
2. سنن دار قطني لأبي الحسن الدارقطني (المتوفى: ۳۸۵ هـ): تحقيق: شعيب الأرنووط وجماعة، موسسة الرسالة، الطبعة: الأولی، ۲۰۰۴.
3. مقدمة ابن صلاح، لعثمان بن عبد الرحمن المعروف بابن الصلاح (المتوفى: ۶۴۳هـ)، تحقیق: نور الدین عتر: دار الفکر، سنة الطباعة:۱۹۸۶.
4. تذکرة الحفاظ، لشمس الدين (المتوفى: ۷۴۸ هـ): دار إحیاء التراث العلمي، الطبعة الأولی: ۱۹۹۸.
5. مناقب الإمام أبي حنيفة وصاحبيه، للعلامة شمس الدين الذهبي (المتوفى: ۷۴۸ هـ ق)، تحقيق: محمد زاهد الكوثري و أبو الوفاء الأفغاني: لجنة إحياء المعارف النعمانية بحيدرآباد الهند، الطبعة الثالثة في بيروت سنة ۱۴۰۸.
6. تبييض الصحيفة في مناقب الإمام أبي حنيفة، لجلال السيوطي (المتوفى: ۹۱۱ هـ ق)، تعليق: محمد عاشق الهي البرني: دار الأرقم، الطبعة الجديدة لعام: ۲۰۰۳، بيروت.
7. عقود الجمان في مناقب الإمام الأعظم أبي حنيفة النعمان، لمحمد بن يوسف الصالحي (المتوفى: ۹۴۲ هـ ق): مكتبة الإيمان، المدينة المنورة.
8. الخيرات الحسان في مناقب الإمام الأعظم أبي حنيفة النعمان، لابن حجر الهيتمي الشافعي (المتوفى: ۹۷۴ هـ ق): دار الهدى، الطبعة الأولى لعام: ۲۰۰۷.
9. تأنیب الخطیب على ماساقه في ترجمة أبي حنيفة من الأكاذيب، للإمام المحدث محمد زاهد الكوثري (المتوفى: ۱۳۷۱ هـ ق): المكتبة النعمانية، الطبعة الخامسة.
10. مکانة الإمام أبي حنیفة في الحديث، للعلامة عبد الرشيد النعماني،: ۵۲ – ۶۲، دار البشائر الإسلامية، بيروت.
11. مقدمة تبییض الصحیفة، للأستاذ محمد بن محمد أبي زهو: دار الأرقم، الطبعة الجديدة لعام: ۲۰۰۳، بيروت.
12. درس ترمذي، لشيخ الإسلام محمد تقي العثماني، تحقيق: رشيد أشرف سيفي: مكتبة دار العلوم كراتشي، الطبعة الجدىدة لعام: ۱۴۳۱ هـ ق.
13. إمامة الإمام الأعظم في السلوك والعقيدة والحديث والفقه، لمحمد نور سوید: بدون الناشر.
دوام لري…