Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د افغانستان فیلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله (پنځه‌دېرشمه برخه)
اسلامي علما پنجشنبه _10 _جولای _2025AH 10-7-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله (پنځه‌دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: عبيدالله نيمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله

پنځه‌دېرشمه برخه

له سيد جمال‌الدين سره د پاچا کينه 
پاچا د دې پر ځای چې د سيد جمال‌الدين په نصيحتونو عمل وکړي، له هغه سره یې کينه واخيسته او د شريف حکومت له اصلاح‌غوښتونکو پروګرامونو سره يې مخالفت وکړ. دې حالت د هېواد سياسي فضا بې‌ثباته کړه او خلک يې راوپارول. سيد جمال‌الدين د دغو خوځښتونو له تر ټولو لویو رهبرانو او محرکانو څخه شمېرل کېده. توفيق باشا د فرانسې د قونسل په هڅونه او د صدراعظم رياض باشا په همکارۍ، د اصلاح‌طلبو پر ضد د سرکوب اقدام وکړ.
ده په لومړي ګام کې هغه کسان بنديان کړل چې د اساسي قانون غوښتونکي وو او وروسته يې هڅه وکړه چې انقلابي خوځښتونه د ترور او ګواښ له لارې غلي کړي. لکه څنګه چې براون په خپل کتاب الثورة الفارسية کې ليکي د برتانيې حکومت پر ځوان پاچا فشار راوړ چې سيد جمال‌الدين له مصر څخه وشړي. له همدې امله د ۱۸۷۹ ز کال په اګست مياشت کې (د ۱۲۹۶ هـ ق د رمضان په ۶مه)، هغه مهال کله چې سيد جمال‌الدين نیمه شپه کې د “متاتيا” له قهوه‌خانې څخه خپل کور ته روان و د حکومتي مامورينو له خوا ونيول شو او نظارت‌خانې ته يووړل شو.
شپه یې د مجرمانو او آشوبګرو کسانو ترڅنګ تېره کړه او د بلې ورځې په سهار له خپل خدمتګار ابوتراب سره یو ځای د يوې پوښلې سوارلۍ (دابه) په وسيله سوېز ته ولېږل شو؛ آن دومره فرصت يې هم پيدا نه کړ چې خپلې جامې راواخلي، سمدلاسه د يوې مسافروړونکې بېړۍ په وسيله هند ته تبعيد شو.[۱]
د سيد جمال‌الدين پر ضد د حکومت تبليغات 
د سيد جمال‌الدين له تبعيد وروسته د مصر حکومت د خپلې مطبوعاتي ادارې له لارې د ۱۸۷۹ ز کال د اګست په ۲۶مه يوه رسمي اعلاميه خپره کړه چې له دروغو او تهمتونو ډکه وه. په دې اعلاميه کې سيد جمال‌الدين په الحاد (بې‌دينۍ) او نفاق تورن شوی و، آن تر دې چې د هغه نوم يې هم تحريف کړی و او پر ځای یې «ضلال‌الدين» ياد کړی و.
همدارنګه د مصر اخبارونو ته امر وشو چې د هغه پر ضد پراخ تبليغات وکړي او هغه د يوې پټې ډلې مشر معرفي کړي چې د دين او دنيا د فساد لپاره کار کوي.
هغه ورځپاڼې چې له دې امر څخه به يې سرغړونه کوله نو د سانسور ښکار به شوې؛ يوه ورځپاڼه چې مسؤول مدير یې د سيد جمال‌الدين له زده‌کوونکو څخه و په همدې دلیل بنده شوه. د هغه اعلاميې متن چې د مصر په «اهرام» ورځپاڼه کې د ۱۸۷۹ ز کال د اګست په ۲۸مه خپور شو داسې و:
«حکومت خبر شوی چې په مصر کې يوه پټه ډله شتون لري چې له بې‌بندوباره ځوانانو څخه جوړه شوې ده او خلک د دين او دنيا په چارو کې فساد ته هڅوي. د دې ډلې مشر جمال‌الدين افغاني نومي کس دی، له خپل وطن څخه تبعيد شوی او آن د خلافت د مرکز په درشل کې یې هم فساد ته لاس اچولی دی. بناءً د مصر حکومت پر ځان لازم وبلله چې دا فساد له بيخه له منځه يوسي او پرېکړه يې وکړه چې دی له سوېز څخه حجاز ته تبعيد کړي، تر څو نور خلک عبرت ترې واخلي او د فساد په لاره قدم کېنږدي.»[۲]
سيد جمال‌الدين او په مصر کې یې ميراث
که څه هم سيد جمال‌الدين له مصر څخه تبعيد شو خو د هغه ښوونې او زده‌کوونکي هملته پاتې شول او هغه پاڅون چې ده یې اور بل کړی و لا هم د خلکو په زړونو کې لمبې وهلې. په مصر کې د ده حضور هم د هغه او هم د مصر د خلکو لپاره د يوه سياسي او فکري مکتب حیثيت درلود.
سيد خپلو زده‌کوونکو ته دا ورښوده چې واقعي پارلماني مجلس يوازې هغه وخت واکمن کېدای شي چې د ملت له ارادې څخه سرچينه اخلي او که مجلس د پاچا يا بهرنيو قدرتونو له لوري تاسیس شي نو دا به يو وهمي او لنډمهاله قدرت وي.
هغه باور درلود چې تاريخ تر اوسه دا نه ده ښودلې چې کوم پاچا دې په خپله خوښه له واکه تېر شوی وي او ملت دې پر خپل برخليک واکمن شوی وي. د استبداد تر ظلم لاندې ملتونو تر ټولو ستر آرمان دا دی چې له بهرنۍ سلطې او ظالمو حکومتونو څخه خلاصون ومومي.
د سيد جمال‌الدين زده‌کوونکي او د هغه د لارې دوام
د سيد جمال‌الدين له تبعيد وروسته د هغه شاگردانو د ده لارې ته دوام ورکړ. کله چې محمد عبده خپل زېږونځي ته تبعيد شو او د مصر سياسي فضا ناآرامه شوه نو علماوو پاڅون وکړ او د مصر له لوی مفتي شيخ‌الاسلام څخه يې وغوښتل چې د سلطنت لپاره د توفيق باشا د نه صلاحیت په اړه فتوا ورکړي.
په همدې وخت کې د ولسي شورا استازو مويلحي، عطار او راضي د اساسي قانون د تدوين په موخه خلک جهاد ته هڅول او عبدالله نديم د خپلو تُندو ويناوو له لارې خلک رابلل چې د بهرنيو قدرتونو پر مداخلې اعتراض وکړي.
ډاکټر علي حدیدي ليکي چې سيد جمال‌الدين خپل هر شاگرد داسې روزه چې په راتلونکي کې د ده افکار او مفکوره خپره کړي. د دې زده‌کوونکو له جملې یو یې عبدالله نديم و، ندیم قوي ويناوال او خطيب و او له سيد جمال‌الدين څخه په ژوره توګه اغېزمن شوی و. سيد له هغه سره داسې چلند کاوه لکه له راتلونکي يې چې خبر وي او پوهېږي چې دا به يو وخت د مصر لومړنی انقلابي خطيب جوړیږي او خلک به ازادۍ ته راوبلي.
نديم څلور کاله له وقفې پرته په منظم ډول له سيد جمال‌الدين څخه ګټه واخيسته؛ کله به يې چې خپل ورځنی کار پای ته ورسوه نو سمدستي به د خپل استاد حضور ته ورغی او لکه سيوری به ورپسې و. ده د خپل استاد درسونه په ښه ډول درک کول او په خپلو ويناوو او ليکنو کې به يې کارول.
په دې توګه د سيد جمال‌الدين افکار نه‌يوازې دا چې د شاگردانو په زړونو کې ځای پر ځای شول بلکې په یوه داسې انقلاب بدل شول چې د مصر خلک يې په حرکت راوستل.[۳]
سيد جمال‌الدين او د عرابي انقلاب پیل
همدا وو چې عرابي او د هغه نظامي ملګرو د شاهي ظلم او استبداد پر وړاندې پاڅون وکړ، ملت یې لاس په کار کړ، عمل ته یې راوویست او د کورني استبداد او بهرنۍ مداخلې پر ضد یې په يوه بشپړ او مخلصانه انقلاب کې برخه واخیسته. مورخينو په اتفاق سره ويلي چې د دې انقلاب د هرم او محور په سر کې سيد جمال‌الدين ولاړ و او دی لومړی کس و چې د آزادۍ غږ يې هر ځای ته ورسېد.
یاد انقلاب ددې لامل شو چې د پوځ دننه هم د اصلاح غوښتنې حرکت پيل شي او د اصلاحاتو په برکت مصري افسران د ترکي چرکسانو له حاکمیت څخه خلاصون ومومي. دې اسلامي حرکت چې د ملت پر آرمانونو ولاړ و، انقلابي بڼه یې خپله کړه او په داسې یوې ژبې بدل شو چې د پردیو د لاسوهنې پر ضد يې د خلکو فريادونه تر نورو رسول. دې انقلاب د مالي بحران، د آزادۍ د نشتوالي او د انساني کرامت د ضايع کېدو خبرې کولې. دا دردونه او آرمانونه د پړکې په څېر هر لور ته خپاره شول او یوه روښانه بڼه يې خپله کړه، داسې بڼه چې د انقلاب د تحقق لپاره یې مبارزه کوله. د دې انقلاب په لومړيو کې د پوځي نظام اصلاح او د قانون په رڼا کې ژوند کول شامل و.[۴]
د ګواښونو او ستونزو په وړاندې د سيد جمال‌الدين غبرګون 
سيد جمال‌الدين په حيدرآباد ښار کې چې مخکې د ده د استوګنې ځای ټاکل شوی و ژوند غوره کړ. لا هند ته په مصر کې د عرابي انقلاب خبرونه نه‌وو رسېدلي چې په هند کې د مصر د انقلاب په څېر نښې نښانې راڅرګندې شوې. له همدې امله واکمنو هغه له حيدرآباد څخه کلکتې ته ولېږداوه، هلته يې د اجباري استوګنې امر ورکړ او تر سخت څار لاندې يې وساته.
سيد جمال‌الدين شاوخوا اووه مياشتې د خپل زړه خلاف، له نړۍ څخه په بې‌خبرۍ کې تېرې کړې. وروسته انګریزانو آزاد کړ، دا هغه وخت و چې انګلستان مصر لاندې کړی و؛ ځکه عرابي انقلاب د بهرنيانو د توطئو، د حاکمانو له لوري پر پردیو د تکیې او د عثماني خلافت د بې‌غورۍ له امله ناکام شو.
د برېتانيا چارواکو سيد ته اجازه ورکړه چې هرې خوا ته تلی شي، خو ددې اجازه یې ورنه کړه چې اسلامي هېوادونو ته سفر وکړي، په دې دلیل چې سيد جمال‌الدين په منځني ختيځ کې د برېتانيا پلانونه ګډوډ نه کړي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] حکيم مشرق زمين، ص ۶۹.

[۲] حکيم مشرق زمين، ص ۷۰.

[۳] قصة الكفاح بين العرب و الإستعمار، ص ۱۴۹.

[۴] عبدالله النديم، خطيب الوطنيّة، ص ۴۴.

Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (پنځمه برخه)
Next Article د ابوحامد امام محمد غزالي رحمة‌الله عليه ژوندلیک (نهه‌ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (شپږدېرشمه برخه)

یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اته دېرشمه برخه…

نور یی ولوله
Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD2 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه نهمه برخه په بیاني اړخ کې د قرانکریم…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD4 Views

لیکوال شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه پنځه دېرشمه برخه د دین…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD8 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته دېرشمه برخه ۲. سیاسي نشنلیزم له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.