لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (څلورمه او وروستۍ برخه)
ز- تبلیغاتي بڼه
ویل کېږي چې مسیحیان، په ځانګړې توګه د «بیزانس» خلک، د اسلام او مسلمانانو ناسم او کینهیي انځور وړاندې کوي، په داسې حال کې چې په اسلامي نړۍ کې اوسېدونکي مسیحیان په خپلو نیوکو کې ډېر احتیاط کوي. د بیزنسي امپراتورۍ اوسېدونکو د اسلام پر ضد د کرکې ډک انځور وړاندې کولو کې هېڅ قانوني اصول نه مراعاتول. د بیزنسیانو په نظر، اسلام یو ستر دښمن و، چې په مصر، سوریه او فلسطین کې یې د دوی پر سیمو غلبه موندلې وه او جنوبي او ختیځې سیمې یې له ګواښ سره مخ کړې وې.
بیزنسیانو د اسلام د ناسم انځور وړاندې کولو له لارې هڅه وکړه چې اسلام د یو بېایمانه او بتپرست دین په توګه وښيي. په دې انځور کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نبوت رد شوی او هغه د مسیحیت ضد ګڼل شوی دی. دوی په خپلو ډېرو لیکنو کې هڅه کړې چې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اخلاقي ضعف ته اشاره وکړي او دا ادعا وکړي چې هغه په قرآن کریم کې له عتیق (زاړه) او جدید عهدونو موضوعاتو څخه استفاده کړې ده. همدارنګه، دوی ادعا کوي چې نوموړي د «مانویت» دین ته ورته بدعتي عناصر هم ور اضافه کړي دي. (بینش، بیتا: ۸۵)
د اسلام او مسلمانانو په اړه د مسیحیانو د غلط قضاوتونو او تېروتنو یوه ټولګه، چې د دوی د کرکې او دښمنۍ ښکارندویي کوي او د تاریخ په اوږدو کې د ناخبره مسیحیانو له لوري تود هرکلی ورته شوی، په لاندې ډول ده:
الف- «اسلام حق نه دی، بلکې له حق څخه یو قصدي انحراف دی.»
دا هغه نظر و، چې د غربي اروپا مسیحي مفکرینو په خپلو عقایدو کې ځای کړی و. دوی له دې پرته هر څه دروغ ګڼل. حتی هغه مسیحیان چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ځینو تعلیماتو باور درلود، ویل یې چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپلې خبرې د عتیق او جدید عهدونو د غلط تأویلونو له لارې ګډې کړې دي او د نبوت لپاره یې هېڅ معجزه نه ده وړاندې کړې.
ب- «اسلام هغه دین دی چې د تورې او تاوتریخوالي په زور خپور شوی دی.»
داسې ښکاري چې د غربي اروپا مسیحیان، په ځانګړې توګه د دوولسمې او دیارلسمې پیړۍ په جریان کې، یعني د صلیبي جګړو پر مهال، د اسلام د لومړیو دورو په اړه ناسم معلومات درلودل. دوی هېڅکله دې حقیقت ته پام نه و کړی چې مسیحیان کولای شي د مسلمانانو تر واک لاندې سیمو کې د اسلامي دولت تر حفاظت لاندې، د مذهبي اقلیت (اهل ذمه) په توګه، آزاد ژوند وکړي.
پ- «اسلام د عیاشۍ دین دی.»
د منځنیو پیړیو مسیحیانو اسلام یو عیاش دین باله، چې خپلو پیروانو ته یې اجازه ورکوله چې څلور یا زیاتې مېرمنې ولري. دوی باور درلود چې کله مسلمانان له دې نړۍ څخه ولاړ شي، نو په ابدي دنیا کې به له ښکلو مېرمنو او جنتي حورو سره یو ځای شي.
ت- «اسلام د حضرت مسیح علیه السلام خلاف دی.»
د منځنیو پیړیو مسیحیانو ګومان کاوه چې په قرآن کریم کې ګڼې غلطۍ شته، او له همدې امله یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم آسماني رسالت د منلو وړ نه باله. ځینو نورو حتی لا هم افراط وکړ او وویل چې، له دې ځایه چې دی (محمد صلی الله علیه وسلم) پیغمبر نه دی او په عین حال کې یې د مسیحیت مخالف دین راوړی، نو دا کار یې زیانمن او د مسیحیت ضد دی. (بینش، بیتا: ۸۶)
په دې کې شک نشته چې دا ډول تورونه یوازې هغو مسیحیانو ته د منلو وړ دي، چې له هر ډول حقیقي څېړنې او بصیرت پرته یې دا خبرې اورېدلې، پوره څرګنده ده. خو مسلمانان د اسلام په حقانیت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رښتینولۍ، د قرآن کریم په آسماني والي او د هغه د آیتونو په اصلاح باور لري او هېڅ ډول شک او شبهه یې زړونو ته نه پرېږدي. د مسلمانانو د اند خلاف، مسیحیان هم د اسلام د منلو ته اړ دي.
په بل عبارت، مسلمانان، سره له دې چې سیاسي انزوا ور پېښه شوې، په کلتوري لحاظ ځانونه د اروپایانو په پرتله غوره ګڼي. دا احساس د دوی لپاره د غرور او ځواک سبب شوی او د دوی په منځ کې یې د بهرنیانو د نفوذ مخه نیولې ده. (بینش، بېتا: ۸۷)
د مسلمانانو په اړه د مسیحي مبشرینو قضاوت دا دی، چې دوی دین نه درک کوي او وايي: «اسلام د غلطو افکارو او عقایدو تحریف شوی شکل دی.» ځینې وختونه وايي: «مسلمانان غله او قاتلین دي.» او د مبشرینو نوې ډلې ادعا کوي، چې مسلمانان وحشيان دي او باید متمدن شي. ځینې باور لري، چې یهودیت یو روحي دین دی، خو اسلام یو مادي دین دی، او بله ډله وايي، چې اسلام یو حقوقي دین دی او معنوي او اخلاقي موضوعاتو ته پاملرنه نه کوي.
دا ټول قضاوتونه او د اسلام په اړه د یهودیانو او نصاراوو ناسم ګومانونه، په قرآن کریم کې هم په واضح ډول ذکر شوي دي. چنانچه الله تعالی فرمایي:
«یهود او نصارا (مسیحیان) به هېڅکله له تا څخه راضي نشي، تر څو چې ته د دوی د دین پیروي ونه کړې. ووایه: هدایت؛ الهي هدایت دی. او که د دوی هوا او هوس ومنې، وروسته له دې چې پوه شوې، نو بیا به د خدای له لوري هېڅ مرستندوی ونه لرې.»
نو، که څه هم د اسلام او مسیحیت ترمنځ له مختلفو اړخونو سره توپیرونه شته، چې هر یو یې د اسلام حقایق څرګندولی شي، خو په اوسني وخت کې تر ټولو مهمه مسله، د مسیحیانو هغه ګمراه کوونکي قضاوتونه دي، چې د مسیحیت مبلغین یې د اسلام په اړه خپلو پیروانو ته وړاندې کوي.
په بل عبارت، کله چې مسیحیانو ولیدل، چې اسلام په چټکۍ سره پراخېږي او د مسیحیت ډېرې سیمې یې نیولي او هلته یې د عدالت پر بنسټ حکومتونه تاسیس کړي، نو بله چاره یې نه درلوده، پرته له دې چې ګمراه کوونکي تبلیغات وکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره د اسلام یو ناسم انځور وړاندې کړي.
پایله
مسیحیت یو آسماني دین دی، چې د حضرت عیسی علیه السلام د رالېږلو او د انجیل د نازلولو له لارې رامنځته شو، خو د اسلام په راتګ سره منسوخ شو. که څه هم د اسلام او مسیحیت ترمنځ ډېر ورتهوالی شته، دا دوه آسماني دینونه په ځینو مهمو برخو کې توپیر لري:
-
د حقانیت او اعتبار توپیر:
اسلام حق، ژوندی، او د خدای تعالی منلی دین دی، او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خدای جل جلاله وروستی پیغمبر او رسول دی. په داسې حال کې چې مسیحیت د یوې ټاکلې زمانې لپاره حق و، خو د هغه پیروانو په دې دین کې تحریفات رامنځته کړل، چې له خپلې اصلي لارې منحرف شو او د اسلام په راتګ سره منسوخ شو.
-
د سپېڅلي کتاب توپیر:
په مسیحیت کې سپېڅلی کتاب انجیل دی، چې د عتیق او جدید عهدونو په نامه یادیږي، او نن ورځ د مسیحیانو ترمنځ د انجیل بېلابېلې نسخې شتون لري. په داسې حال کې چې قرآن کریم د اسلام سپېڅلی کتاب دی، یوازینی کتاب دی چې له تحریف څخه خوندي پاتې شوی او تل به پاتې وي.
-
د روح القدس مفهوم:
د مسیحیت او اسلام ترمنځ یو بل بنسټیز توپیر د روح القدس په اړه دی.
-
مسیحیان روح القدس د تثلیث یوه برخه ګڼي،
-
خو په اسلام کې، روح القدس یوه فرښته ده، چې پیغمبرانو ته د الهي وحی رسولو مسئولیت لري.
-
د حضرت عیسی علیه السلام شخصیت:
په اسلام او مسیحیت کې د حضرت عیسی علیه السلام د شخصیت په اړه روایتونه متفاوت دي.
-
مسیحیان باور لري، چې حضرت عیسی علیه السلام په صلیب شوی دی.
-
خو د اسلام تعلیمات وايي، چې حضرت عیسی علیه السلام په صلیب نه دی وژل شوی، بلکې یو ورته کس صلیب ته ختلی دی.
-
د تثلیث او توحید توپیر:
یو بل بنسټیز توپیر د تثلیث او توحید موضوع ده. مسیحیان په خپل عبادت کې شرک کوي او خدای درې برخې (پلار، زوی، او روح القدس) ګڼي، په داسې حال کې چې اسلام الله تعالی یواځې او بېسیاله ګڼي.
-
ټولنیز چلند یوه بله مهمه مسئله ده، چې د دې دوو دینونو د پیروانو ترمنځ د پام وړ توپیر لري. د تاریخ په اوږدو کې مسیحیانو له مسلمانانو سره نامناسب او له تاوتریخوالي ډک چلند کړی، په داسې حال کې چې تاریخي شواهد ښيي، مسلمانانو له ټولو اهل کتابو سره د درناوي او مینې چلند کړی دی.
او بالاخره، تبلیغاتي مخالفت:
مسیحیانو له اسلام سره دښمني، د اسلام له پیله پیل کړې، او د اسلام او مسلمانانو پر ضد یې تبلیغات کړي، چې هره ورځ یې په دې تبلیغاتو کې زیاتوالی راوستی. په مقابل کې، مسلمانان، سره له دې چې له ګڼو تبلیغاتي مخالفتونو سره مخ دي، لا هم مسیحیان حق او حقیقت ته رابولي.
سرچینې:
قرآن کریم
بینش، عبدالحسین، (بېتاریخ)، «اسلام و مسیحیت؛ دیدگاههای متقابل»، مجله مربیان، سال چهارم، شماره ۱۳ و ۱۴، صفحات ۷۹–۹۸.
جامعی، محمد مسجد، (بېتاریخ). «اسلام، مسیحیت و تمدن نوین»، نامه فرهنگ، شماره ۱۲، صفحات ۴۶–۵۰.
الساموک و الشمری، سمعون محمود و هدی علی، (بېتاریخ). «الأدیان فی العالم»، مکتبة المهتدین الإسلامیة لمقارنة الأدیان. http://kotob.has.it
سعید، حبیب، (بېتاریخ). «ادیان العالم»، مصر-القاهره؛ دارالتألیف و النشر للکنیسه الاسقفیه.
طاهری و طاهری، حبیبالله و محمد حسین، (۱۳۸۸). «آموزه توحید در ادیان ابراهیمی»، مجله فلسفه دین، سال ششم، شماره دوم، تابستان ۱۳۸۸، صفحات ۵–۲۷.
عارف، رضا، (۱۳۸۴). «اسلام و مسیحیت؛ مسئله عقل یا ایمان»، دوفصلنامه اسلام پژوهش، شماره اول، پاییز و زمستان ۱۳۸۴، صفحات ۱۰۷–۱۳۴.
فلاطوری و کهندانی، عبدالجواد و مهدی، (۱۳۸۴)، «گفتوگوی اسلام و مسیحیت»، همشهری، شماره ۳۸۵۹، صفحات ۱۱۴۰–۱۱۴۴.
القفاری و العقل، ناصر بن عبدالله و ناصر بن عبدالکریم، (۱۹۹۲). «الموجز فی الأدیان و المذاهب المعاصر»، الطبعة الأولی، الریاض-المملکة العربیة السعودیة؛ دارالصمیعی للنشر و التوزیع.
کونگ، هانس، (۱۳۷۱). «اسلام و مسیحیت»، ترجمه حسین نجفی زاده، مجله چاوش، سال اول، آذر ۱۳۷۱، شماره ۹ و ۱۰، صفحات ۳–۱۷.
«وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ»
(سورة البقره، آیه ۱۲۰)