Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ څلوېښتمه برخه)
اسلام شنبه _28 _دسمبر _2024AH 28-12-2024AD

په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ څلوېښتمه برخه)

له خپلو مېرمنو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعامل او چلند ډول
یو له پخوانیو عادتونو او دودونو څخه، چې په کورنیو باندې یې خپل سیوری غوړولی، هغه دا دی چې ښځې ته د یوه راز په توګه کتل کېږي، چې باید پټه وساتل شي، او له نارینه سره یې ښکاره اړیکه د نارینه ارزښت او مقام راټیټوي. خاوند دنده لري چې له کوره بهر څوک پرې نږدي، څو د مېرمنې نوم یې واوري یا پرې پوه شي. که یو له دغو سخت دریځو کسانو څخه ناڅاپه خبر شي چې د هغه د مېرمنې نوم د خلکو غوږونو ته رسېدلی، نو داسې احساس کوي لکه دا بې ننګي د هغه لپاره د زغملو وړ نه وي.
هغه هڅه کوي چې د تګ راتګ پر مهال خپله ښځه له ځان سره ونه ګرځوي، د خپلوانو په کورونو او عامو ځایونو کې یې څنګ ته ونه کښېنوي، او که اړتیا وي چې ورسره ولاړ شي، نو هڅه کوي چې شاته ترې روانه وي، ترڅو څوک پرې پوه نه شي چې ښځه یې ورسره ده.
دا د ځینو کورنیو ناوړه رسم او دود دی، چې د زړه له کومې یې منلی دی. دا چلند نه له قرآن کریم او نه هم له کوم حدیث څخه ثابت شوی دی. ښځه د یو شرموونکي راز په توګه نه ده معرفي شوې، چې باید له صحنې لېرې شي. همدارنګه له نارینه (خاوند یا نورو محارمو) سره د هغې په عامه اړیکو کې د نارینه ارزښت او حیثیت ته زیان نه رسېږي. برعکس، هغه څه چې قرآن کریم پرې حکم کړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترسره کړي دي، د دې خرافاتو خلاف دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلې مېرمنې سره په تګ کې د ګناه احساس نه کاوه او نه یې د خپلې مېرمنې په پېژندګلوي یا نوم اخیستلو کې د شرم یا خوارۍ احساس کاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم به له خپلو مېرمنو سره یو ځای له کوره وتل او په یوې لارې به ورسره تګ راتګ کاوه.
په یوه حدیث کې راغلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خپلې مېرمنې صفیه رضی الله عنها سره په لاره روان و، چې دوه انصاري سړي ترې تېر شول. کله چې هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید، نو بېړه یې وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته غږ وکړ او ویې فرمایل: «ورو ورو تګ وکړئ، دا ښځه زما مېرمن صفیه بنت حیی ده.»
هغوی وویل: سبحان الله، ای د خدای رسوله! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «بیشکه چې شیطان د انسان په رګونو کې د وینې په څېر جریان لري او زه وېرېدم چې ستاسو په زړه کې به شر واچوي.»
په اوسني وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونو عملي کول
البته دا باید په پام کې ونیول شي، چې له خپلې مېرمنې سره د وتلو او د هغوی په اړه د بدګومانۍ نه کولو په اړه چې څه بیان شول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د صحابه کرامو په وخت پورې اړه لري. په دې زمانه کې، چې د فتنې او فساد وخت دی، باید یو څه احتیاط وشي، په ځانګړې توګه په غیر ضروري مواردو کې.
مګر که اړتیا وي، مېرمنو ته باید پاملرنه وشي، پرته له دې چې خلک څه وایي. د بېلګې په توګه، د همدې دود له امله ځینې خلک حتی ډاکټرانو ته د خپلو مېرمنو له بیولو ډډه کوي، او دا د خپل ځان او کورنۍ لپاره ننګ ګڼي.
یو عالم ویلي دي: «پوه شه چې ښه اخلاق دا نه دي چې خپلې مېرمنې ته تکلیف ورنکړې، بلکې ښه اخلاق دا دي چې د هغې ځورونه او تکلیف وزغمې، د هغې د غصې او خپګان په وخت کې نرم اوسې، او په دې اړوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړې؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنې به کله کله له هغه سره په لانجه او جر و بحث بوختې وې.»
کله چې موږ د بشریت د لارښود او رهبر رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه نېک چلند وینو، باید هر سړی په خپل کور او له خپلو مېرمنو سره د مهربانۍ او نېک چلند سیرت راژوندی کړي او زړونه یې خوشحاله کړي، ترڅو د ژوند سختۍ او کړاوونه لږ څه کم شي. په دې برخه کې د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم پیروي وکړئ او هغه په کورني ژوند کې د خپلې اسوې او بېلګې په توګه وټاکئ.
ادامه لري…
Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته کتنه (یو ویشتمه برخه)
Next Article اسلام او ډیموکراسي (څلور دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)

شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۶)

چهارشنبه _11 _مارچ _2026AH 11-3-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۶) له…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۴)

سه شنبه _10 _مارچ _2026AH 10-3-2026AD10 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۴) په ماسوني تفکر کې د سیارو او ستورو نښې…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۴)

سه شنبه _10 _مارچ _2026AH 10-3-2026AD9 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۴) په تېره برخه کې مو د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD18 Views

ليکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶) سریزه په تېرو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۶)

چهارشنبه _11 _مارچ _2026AH 11-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۲۴)

سه شنبه _10 _مارچ _2026AH 10-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.