شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: ابو عائشه په اسلام کې د امنیت ارزښت (شلمه برخه) سیاسي امنیت: سیاسي امنیت د هیوادونو او دولتي سیسټمونو د سیاسي او تنظیمي ثبات موضوع او هغه ایډیالوژي رانغاړي چې دوی ته مشروعیت ورکوي. سیاست مختلفې معناوې لري، لکه: شدت، ځواک، او نور؛ خو هغه تعریف چې زموږ بحث ته نږدې او برابر دی، د رهبرۍ او چارو د سمبالښت تدبیر دی، په بل عبارت، د دولت یا ټولنې په چارو کې سم مدیریت دی. سیاسي امنیت په دې مانا دی چې په ټولنه کې سیاسي افکار او معارف روښانه او له نفاق او دوهمخۍ څخه پاک وي. هغه څوک چې د سیاسي مسایلو په اړه خلکو ته د وینا کولو مسئولیت لري، باید امانتدار وي. چاپېریالي امنیت: د چاپېریال قوانینو ته درناوی د انسان او د نور مخلوق د نسل د بقا لپاره اړین دی. د دې مسایلو له پامه غورځول د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کولی شي. په اوسني وخت کې ځینې لوی هیوادونه د چاپېریال په ککړتیا او ویجاړولو سره د انسان ژوند ته ګواښ پېښوي. د چاپېریالي امنیت هدف د چاپېریال د ټولو اړخونو، لکه: هوا، اوبه، ځنګلونه او دښتې څخه ساتنه او په دې برخه کې د قوانینو پلي کول دي. د چاپېریال ساتنې قوانینو ماتولو پر وړاندې قانوني چلند، او هغه نور ګامونه هم چې د چاپېریال د خوندیتوب لپاره کارول کېږي، په دې برخه کې شامل دي. نړیوال او بینالمللي امنیت: د امنیت بهرني اړخونه د داخلي اړخونو په څېر مهم دي. دا هغه برخه ده چې د دولتونو ترمنځ اړیکې ټینګوي او نړیوال سیسټم رامنځته کوي. د نړیوال امنیت یو هدف د هغو شخړو او جګړو مخنیوی دی چې د دولتونو بهرنی امنیت له ګواښ سره مخ کوي. که امنیت نه وي، ډېر حکومتونه به له منځه ولاړ شي، او د نورو دولتونو او تمدنونو د رامنځته کېدو سبب به وګرځي. کله ناکله ځینې خلک په دې امنیت کې غفلت کوي، چې له امله یې د خلکو لویې ډلې له ستونزو سره مخ کېږي. په ټولیزه توګه، نړیوال امنیت هغه حالت ته ویل کېږي چې هر هیواد په خپله خاوره کې په امن او سوله کې ژوند وکړي او له بهرني ګواښ څخه خوندي وي. نړیوال امنیت هغه وضعیت دی چې ځواکونه په توازن کې وي، پرته له دې چې یو بل په خاوره کې نفوذ وکړي. هرکله چې یو ځواک له خپلو حدودو تېری وکړي، نړیوال امنیت د مخالف ځواک له نظره په خطر کې ګڼل کېږي. یادې شوې پېښې هغه عوامل دي چې نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي او د تاریخ په اوږدو کې د ویجاړوونکو جګړو سبب شوي دي. د اعلان او رسنیو امنیت: په ننۍ نړۍ کې، اعلانات او رسنۍ له خورا مهمو وسایلو څخه دي چې د انسانیت په واک کې دي. دغه ډلهییزې رسنۍ د هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې مرسته کوي، خو کله ناکله د هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د خرابېدو سبب هم ګرځي. نو له دې امله، پکار ده چې د رسنیو امنیت خوندي وساتل شي او له هر ډول ګواښ څخه وژغورل شي. فکري امنیت: فکري امنیت د انسان په ژوند کې خورا مهم دی، ځکه چې کله د انسان فکر او روح خوندي وي، نورې ستونزې ورته تر یوه حده اسانه کېږي. په ځینو کتابونو کې د امنیت نور ډولونه هم ذکر شوي دي. لیکوالانو د خپلو ذوقونو له مخې هڅه کړې چې د امنیت مختلف ډولونه وښيي. د احمد سمیر په “اقتصادي امنیت” کتاب کې د امنیت نور ډولونه په لاندې ډول بیان شوي دي: – شخصي امنیت – د خوړو خوندیتوب – روغتیايي امنیت – د چاپېریال امنیت – اقتصادي امنیت – ټولنیز امنیت – سیاسي امنیت که څه هم په پورتنیو کرښو کې د دې ځینو ډولونو یادونه شوې، ځینې یې نوي دي. د نورو جزئیاتو لپاره دې کتاب ته مراجعه وکړئ. ادامه لري…
متفرقه د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (شپږمه برخه)پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله
متفرقه د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (پنځمه برخه)چهارشنبه _20 _نوومبر _2024AH 20-11-2024AD نور یی ولوله
متفرقه په اسلام کې ډیپلوماسي (نهمه او وروستۍ برخه) یکشنبه _17 _نوومبر _2024AH 17-11-2024AD نور یی ولوله