شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبدالحمید نوروزي ځوانان د ټولنې راتلونکي جوړونکي (لومړۍ برخه) لنډيز په دې زمان کې ځوانان مغشوش شوي او خپل هویت یې هیر کړی دی. په داسې حال کې چې دوی خپله پوهیږي چې دوی باید په ټولو ښو او د خير په برخو کې بریالي شي، مګر دوی نه پوهیږي . ځوانان باید د قوي ایمان او لوړو اهدافو سره، د ځان د پیاوړي کولو هڅه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د غربي هېوادونو هڅې، چې زموږ د هېواد د قومونو په منځ کې د ناهیلۍ ته وده ورکړي، بې پایلې وي. ځواني د ژوند یو له مهمو پړاوونو څخه ده چې باید ترې ښه استفاده وشي. انسان په ځوانۍ کې ځواک او قوت ته رسيږي او غرور او ځان خوښې، کوم چې د دې دور د تباهۍ لامل کېدای شي. ځوانان باید لومړی د ځان (بهرني او داخلي) اصلاح په اړه فکر وکړي او بیا په ټولنه کې د خلکو د اصلاح په اړه فکر وکړي. دوی باید د ټولنې ستونزې معلوم کړي او د دې ستونزو د حل لپاره حل لارې ومومي. ځوانان باید د اصحابوکرامو او سلف صالحنو د ژوند پیروي وکړي او د هغوی د ژوند مطابق ژوند وکړي. د اسلامي هیوادونو مشران باید د (ځوانانو) د وړتيا د ودې لپاره تعلیمي برنامې ولري ترڅو په راتلونکي کې د دوی ملاتړ وکړي او په ټولنه کې رامینځته شوي ستونزې حل کړي. ځکه که ځوانان اصلاح شي او د ځوانانو ځواک د لویانو له تجربو سره یو ځای شي، د ټولنې غړي به اصلاح شي. په دې ليکنه کې د ځوانانو د پرمختګ او ودې او د هغوی د لوړ مقام موندلو په اړه بحث شوی دی. بنسټېزې کلمې: ځوانان، دځوانۍ پړاو، ځوانان په قرآن او حدیث کې. سريزه که موږ د تیرو زمانو تاریخ ته یو ځغلنده کتنه وکړو او د تاریخ په پاڼو کې د هغو انقلابونو او بدلونونو په لټه کې شو چې د تاریخ په اوږدو کې رامنځ ته شوي دي، په ښکاره توګه لیدل کېدای شي چې د ډېرو تاریخي انقلابونو او د خلکو د بیدارۍ اصلي منبع او بنسټګر چې نړیوال او ابدي اغېزي لري، همدا ځوانان دي. هغه ځوانان چې په خپل هېواد کې د ظلم او بربادۍ ننداره نشو کولای؛ هغه ځوانان چې غيرت او وجدان یې اجازه نه ورکوله چې د ظالمانو د وحشت او جنایت ننداره وکړي. دغه زړور ځوانان د قوت او ځواک له لحاظه کوچني وو، خو د آرمانونو او موخو له لحاظه پياوړي وو او د سترو امپراتوريو او د استبداد په مقابل کې ودرېدل او نه يې پرېښودل چې ذليل او خوار شي. هغه ځوانان چې دښمن یې پېژانده او د دوستۍ لاس یې هغو کسانو ته نه دی غځولی چې د دوی عزت او مال یې په نښه کړی؛ هغه ځوانان چې د دښمن په چالونو پوره خبر وو او په هره طریقه یې د هغوی سره جنګ ته ځانونه چمتو کړل او خپل ځانونه یې پیاوړی کړل. دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حدیث پیروي کوي، چې فرمايي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِی، خَیرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِیفِ»؛. ژباړه: د الله په نزد ځواکمن مؤمن تر ضعیف مؤمن غوره او خوښ دی. دغه ځوانانو د دښمن د غوړو تجارتي وسايلو فريب يې نه خوړی، او د هغه د لاسته راوړلو لپاره يې له خپلې خاورې لاس نه اخيستی. هغه ځوانان چې قناعت لري او د دنیوي شتمنیو لیوالتیا نلري او د خپلو جیبونو او ګیډو د ډکولو او خپلو کورنیو ته د هوساینې او اسانتیا د برابرولو لپاره یې له خپل ملت او هیواد سره خیانت نه کاوه. ادامه لري…