رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د الله تعالی د عبادت لپاره تر ذي الحجې له لسو ورځو څخه غوره وخت نشته. په دې کې د یوې ورځې روژه د یو کال د روژې سره برابره ده او د یوې شپې عبادت د قدر د شپې د عبادت سره برابر ده
الله تعالی د”فجر” په سورت کې په لسو شپو قسم کړی دی. د جمهور په وینا، دغه لس شپې د ذوالحجې لومړۍ لسیزې دي، او په ځانګړې توګه د ذوالحجې نهمه شپه يعنې د عرفې ورځ ځانګړی فضيلت لري. د عرفې د ورځې روژه نيول د تېر او راتلونکي کال د ګناهونو د کفارو سبب ګرځي او د اختر په شپه ويښ پاتېدل او په عبادت مشغولېدل ستر اجر او فضيلت لري
د تشریق تکبیر
«اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ لا إله إلا الله والله أكبر الله أكبر ولله الحمد».
د عرفې په ورځ د سهار له لمانځه څخه؛ يعنې د ذوالحجې له نهمې څخه تر ديارلسمې ورځي تر مازيګر پورې له هر فرض لمانځه وروسته يو ځل دغه تکبير ويل واجب دي . او فتوا په دې ده چې څوک چې په جماعت سره لمونځ کوي او يا په انفرادي ډول لمونځ کوي په دې حکم کې برابر دي او همدارنګه تکبير ويل په هر نارينه او ښځه واجب دی. البته ښځه بايد په لوړ آواز تکبير ونه وايي
مسئله: که امام تکبیر هېر کړی نو مقتدي باید په لوړ اواز تکبیر ووایی