په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (لسمه برخه)
له ټولنې څخه د ظُلم لرې کول؛
مسلمان نه ظُلم کوي او نه ظُلم مني، له مؤمن او مسلمان له خوا پر هیچا ظُلم نه کېږي او نه د چا ظُلم قبلوي. ځکه ظلم په هر شکل او ډول د قرآن او سنتو په رڼا کې حرام دی.
خداى جل جلاله فرمايي: «لَا تَظلِمُونَ وَلَا تُظلَمُونَ»؛ (نه ظلم کوی او نه ظلم منی.) او همدارنګه فرمایي: وَمَن يَظلِم مِّنكُم نُذِقهُ عَذَابا كَبِيرا»؛ (ستاسو څخه که څوک ظلم وکړي، موږ به هغه ته لوی عذاب ورکړو) او رسول الله صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث کې فرمایلي دي: « الله تعالی جل جلاله فرمايي: ای بندګانو، ما ظُلم په ځان حرام کړی دی. او هغه مې ستاسو په منځ کې هم حرام کړی دی. نو یو پر بل ظُلم مه کوئ.» او فرمايي: اتَّقُوا الظُّلْمَ، فإنَّ الظُّلْمَ ظُلماتٌ يَومَ القِيامَةِ»؛ (له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه ظلم به د قیامت په ورځ د ډېرو مصیبتونو او تیارو لامل شي.)
او وايي: «من ظلم قَدْرَ شِبْرٍ طَوَّقَهُ اللّهُ مِنْ سَبْعِ أرْضِيْنَ»؛ (څوک چې د يوې لوېشتي په اندازه ظلم وکړي، يعني د بل چا د ځمکې يوه لوېشت په ناحقه واخلي، نو الله تعالی جل جلاله به د هغه په غاړه کې د اوو ځمکو يوه لوېشت واچوي)، او بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه آيت تلاوت کړ: «وَكَذَٰلِكَ أَخذُ رَبِّكَ إِذَآ أَخَذَ ٱلقُرَىٰ وَهِيَ ظَٰلِمَةٌ إِنَّ أَخذَهُۥ أَلِيم شَدِيدٌ»؛ “هو! همداسې ده ستا د رب مواخذه چې کله د کلیو خلک د ظلم په حالت کې مواخذه کړي نو بېشکه د هغه مواخذه ډېره سخته ده.»
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: د مظلوم له بدو دعاګانو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه چې د مظلوم او خدای جل جلاله د دعا تر منځ هېڅ خنډ او پرده نشته.
درې ډوله ظُلمونه:
الف: د خپل رب جل جلاله په وړاندې د بنده ظُلم؛
يعنې چې بنده د الله جل جلاله خالقیت او احدیت باندي کافر او منکر شي، نو خداى جل جلاله فرمايي: “او کافران ټول ظالمان دي”؛ “اصلي ظالمان کافران دي.” د خداى پر وړاندې ظلم دا دى چې بنده له خپل خداى سره شريك وګڼي او له خداى پرته د بل چا عبادت وكړي. ژباړه: بېشکه شرک ستر ظلم دی.
ب: له الله جل جلاله پرته د بل بنده په حق کې ظُلم کول؛
يعنې د نورو بندګانو او مخلوقاتو په باره کې چې له کوم دليل پرته يې د هغوى د روغتيا، ژوند او مال په برخه کې هغه ځوروي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «مَنْ كَانَتْ عِنْدَهُ مَظْلمَةٌ لأَخِيه، مِنْ عِرضِهِ أَوْ مِنْ شَيْءٍ، فَلْيَتَحَلَّلْهُ مِنْهُ اليَوْمَ قبْلَ أنْ لاَ يَكُونَ دِينَار وَلاَ دِرْهَمٌ؛ إنْ كَانَ لَهُ عَمَلٌ صَالِحٌ أُخِذَ مِنْهُ بِقَدْرِ مَظْلمَتِهِ، وَإنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ حَسَنَاتٌ أُخِذَ مِنْ سَيِّئَاتِ صَاحِبِهِ فَحُمِلَ عَلَيهِ»؛ (هرڅوک چې پر خپل ورور ظلم کړی وي، مثلاً د هغه عزت يې په خطر کې اچولی وي او يا يې ورته کوم بل ضرر رسولی وي، بايد نن له هغه څخه بخښنه وغواړي، مخکې له دې چې هغه ورځ راشي چې دينار او درهم به نه اخيستل کېږي، که ظالم نېک عمل کړی وي نو هر څومره چې ظلم يې کړی وي د هغه له نيکو عملونو څخه اخيستل کېږي او مظلوم ته به ورکول کيږي، که ظالم هېڅ نيکي ونه لري نو د مظُلوم بدي به هغه ورکړل کیږي. یعني ظالم به د مظلوم له بدیو سره جهنم ته ځي.) او فرمايي: څوک چې د خپل مسلمان ورور حق په د دروغو په قسم سره وخوري، پر هغه د دوزخ اور واجب او جنت باندي حرام دی. یوه کس پوښتنه وکړه: که هغه حق لږ هم وي؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: که څه هم د مسواک د لرګي په اندازه وي.
ج: د بنده ظُلم له ځانه سره؛
مطلب دا چې بنده ځان په ګناهونو او خطاګانو ککړوي او د الله جل جلاله او د هغه د رسول سرغړونه کوي. خدای جل جلاله فرمایي: «وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوٓاْ أَنفُسَهُم يَظلِمُونَ»؛ «هغوی پر موږ ظلم نه دی کړی؛ خو دوی پر خپل ځان ظلم وکړ.» هغه څوک چې لویه ګناه کوي په حقیقت کې په خپل ځان ظلم کوي. ځکه چې هغه خپل ځان د الهي عذاب لپاره وړاندې کړی دی، په دې توګه هغه د خدای لعنت او د هغه له رحمت څخه لیرې کېږي.