ځواب: مسلم شریف له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: “بدأ الإسلامُ غريبًا وسيعودُ غريبًا كما بدأ فطُوبِى للغرباءِ”.
ژباړه: اسلام د غربت په حال کې په کار پیل وکړ او ژر ده چې همداسې په نا اشنا ډول به په کار پیل وکړي، نو خوښي دي وي د غریبانو په حال.
له غرباؤ نه موخه هغه کسان دي چې په زور د خپلو خلګو او قبیلو له مینځ څخه ایستل شوي دي. دارمي، ابن ماجه، ابن بي شیبه، البزار، ابو یعلی او احمد د معتمدو راویانو په سند سره، چې لفظ یې هم د هغه دی، له عبدالله ابن مسعود څخه روایت کړی چې وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: “(إنَّ الإسلامَ بدأَ غريبًا وسيعودُ غريبًا كما بدأَ فطوبَى للغرباءِ ، قيلَ : ومنِ الغرباءُ ؟ قالَ : النُّزَّاعُ منَ القبائلِ)”.
ژباړه: اسلام په غربت کې په کار پیل وکړ او ژر ده چې څنګه یې په غربت پیل کړی همدارنګه به غریب پاته شي، خوښي دي وي د غرباؤ په حال، ورته وویل شوه: غرباء څوک دي؟ وې فرمایل: هغه کسان چې جبراً د خپلو قبیلو ایستل شوي وي. د لسان العرب په لغت پاڼه کې راغلي دي (نزاع القبائل) هغه دي چې د یوې قبیلې تر څنګ اوسیږي خو د هغوی له جملې څخه ندي، د نزاع مفرد، نزیع او نازع ده… او څوک دی چې د خپل قوم او کورنۍ څخه ایستل شوی دی.
۳۵- پوښتنه: داعي(اسلام ته دعوت کوونکی) باید له خلګو سره څه ډول خبري وکړي؟
ځواب: “حَدِّثُوا النَّاسَ، بما يَعْرِفُونَ أتُحِبُّونَ أنْ يُكَذَّبَ، اللَّهُ ورَسولُهُ؟”
ژباړه: د خلګو سره د پوهې تر حد خبري وکړئ، آیا خوښوئ چې د پوهې تر کچې یې په لوړو خبرو خدای او رسول تکذیب کړي؟. ابن حجر په الفتح کې “بما یعرفون أی یفهمون ویلي دي.
ژباړه: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: تاسو په داسي عصر کې قرار لرلی دی چې هر څوک په هغه کې په لسو کې یوه برخه د دین د احکامو څخه ترک کړي هلاک به شي، وروسته داسي وخت راځي که یو څوک د دین په لسو کې یوه برخه باندي عمل وکړي نجات مومي.
۳۷- پوښتنه: یو داعي باید له کوم ځاي څخه پیل وکړي چې پورته لوري ته لاړ شي؟
ځواب: ابن عباس رضي الله عنه فرمایي: “کونو ربانیین حُلَمَاءَ فُقَهَاءَ، وَيُقَالُ: الرَّبَّانِيُّ الَّذِي يُرَبِّي النَّاسَ بِصِغَارِ العِلْمِ قَبْلَ كِبَارِهِ” (البخاري)
ژباړه: (ای دعوت کوونکو) ربانيان، صبر کونکي او هوښیار اوسئ، رباني هغه دی چې واړه علمي مسائل مخکې له لویو مسائلو خلګو ته ور زده کوي.
۳۸- پوښتنه: دیني عالم باید له کوم عمل څخه اجتناب وکړي؟
ځواب: جابر رضياللهعنه روایت کړي دی چې پیغمبر ﷺ وفرمایل: “لا تعلَّموا العِلمَ لتباهوا بِهِ العلماءَ، ولا تُماروا بِهِ السُّفَهاءَ ولا تخيَّروا بِهِ المجالسَ فمَن فعلَ ذلِكَ فالنَّارُ”
ژباړه: علم او پوهه د دې لپاره لاس ته مه راوړئ چې په هغه د عالمانو او پوهانو په مقابل کې فخر او د ناپوهانو په وړاندي ځان لوړ وګنی، او د هغې په وسیله لوړ مقام ترلاسه کړی، پوه شئ هر څوک که داسي وکړي د جهنم اور به یې ځای وي. (دا حدیث ابن ثعبان په خپل صحیح او حاکم هم په صحیح کې یې روایت کړی دی) او ذهبي په هغه کې له حاکم سره موافق دی همدا ډول ابن ماجه، بیهقي او ابن عبدالبر هم هغه د بیان العلم و فضله په جامع کې روایت کړی دی.
۳۹- پوښتنه: له کوم حالت باید ویره ولرو؟
ځواب: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: “بَادِرُوا بالأعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ المُظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، أَوْ يُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، يَبِيعُ دِينَهُ بعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا” (راوه مسلم عن ابي هریرة)
ژباړه: په نیکو اعمالو کې مبادرت وکړئ مخکې له هغه چې فتنې راشي لکه توره شپه، په هغه وخت کې به شخص سهار مسلمان وي ماښام به کافر کیږي، او ماشام به مسلمان وي سهار به کافر کیږي خپل دین به ناچیزه دنیایي متاع پلوري. دا حدیث ابوهریره رضياللهعنه روایت کړی دی.
۴۰- پوښتنه: الله تعالی ﷻ له کومو خلګو سره د قیامت په ورځ خبري نکوي؟
ځواب: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: “ثَلاثةٌ لاَ يُكَلِّمُهُمُ اللَّه يَوْمَ القِيامَةِ، وَلا يُزَكِّيهِم، وَلاَ يَنْظُرُ إِلَيْهِم، وَلهُمْ عَذَابٌ أَلِيم: شَيْخٌ زانٍ، ومَلِكٌ كَذَّابٌ، وعائلٌ مُسْتَكْبِرٌ.”
ژباړه: دري ډوله کسان دي چې الله ﷻ د قیامت په ورځ د هغوی سره نه خبري کوي، نه د رحمت په نظر ورته ګوري، او نه به هغوی پاک کړي او د هغوی لپاره به دردناک عذاب وي، یو یې زناکار سپین ږیری، بل دروغجن پاچا، او بل یې متکبر سوالګر دی.
پای!.
له نیکو دُعاوو څخه مو حقیر بنده ابو جریر محمد سعید مه هیروئ!