Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»استعمار»استعمار (دولسمه برخه)
استعمار شنبه _23 _مارچ _2024AH 23-3-2024AD

استعمار (دولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو رائف

استعمار (دولسمه برخه)

په افغانستان کې د شوروي جنایتونه
پخوانۍ شوروي چې په درنو او سپکو پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال د خپلو زرګونو  ځواکونو په واسطه پر افغانستان یرغل وکړ، د دې هیواد د دایمي اشغال او د خپل اوږد مهاله شتون نیت یې درلود؛ هغوی له هر ابزار او وسیلې څخه د خپل بقا او پاتې کیدو لپاره ګټه پورته کوله او تر ډيره دې موخې ته د رسیدو لپاره یې د نظامي ابزارو او جګړه ییز فشار څخه ډیره استفاده کوله.
هغوی د «موخه وسیله توجیه کوي» تر شعار لاندې په هر ډول جنایت، وژنو او د افغانانو په بې کوره کولو لاس پورې کړ او په دې برخه کې، د انساني او نظامي موخو له دایرې څخه ووتل.
په دې یرغل کې څه د پاسه یو ملیون افغانان په مختلفو ډولونو و وژل شول، پنځه ملیونه افغانان ګاونډیو او نورو هیوادونو ته کډوال شول؛ په داسې ډول چې د هیواد په تاریخ کې د افغانانو د جلا وطنۍ او کډوالۍ لویه څپه رامنځته شوه؛ د زیږدیزې کلیزې په اتیایمې لسیزې کې د نړۍ له هر دوه کډوالو څخه یو یې افغان و؛ د وژل شوو سربیره، یو ملیون او دوه سوه زره نور افغانان، د روس ضد مجاهدینو، د وخت حکومت سرتیرو، او ملکي وګړو په یاده جګړه کې ټپیان او معلوله شول، په ټولیزه توګه څه د پاسه درې ملیونه افغانان ټپیان او ووژل شول.
پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل بله ناوړه پایله او اغیزه، د دې هیواد د کرنیزو ځمکو له منځه وړل او شاړې پاتې کیدل یادولی شو؛ څرنګه چې په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې د افغانستان کرنیزې ځمکې د نیمایي څخه ډیره برخه چې د دې هیواد د وګړو د عاید ترلاسه کولو او روزي ګټلو اساسي او بنسټیزه سرچینه وه او هم د اوبو لګولو شبکې او کانالونه د روسانو د بمبارۍ او یا عمدي ورانولو په پایله کې له منځه لاړې.
د یادو ظلمونو او جنایتونو سربیره، د افغانستان خاورې او خلکو د هوساینې او ارامتیا د له منځه وړلو په پار، د شوروي ځواکونو او د وخت سرتیرو له لوري د لسو څخه تر پنځه لسو ملیونو په شا او خوا کې ماینونه په ځمکه کې ښخ کړل شول چې تر اوسه د افغانستان خلکو لپاره لوی خطر او ګواښ شمیرل کیږي او هره شیبه د هغو په چاودنو سره د ماشومانو، ښځو او عامو خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې د افغانستان مجاهد ولس پاڅون
د افغانستان مجاهد ولس د هیواد په ګوډ ګوډ کې د بیلابیلو جهادي ډلو او خوځښتونو په جوړولو سره، د شوروي یرغل او اشغال پر وړاندې راپاڅيدل او په ټینګ هوډ او عزم او بې شمېره قربانیو، خپل هیواد یې د تیري کوونکو او یرغلګرو له منګولو څخه وژغوره او ویاړلې آزادي یې ور وبښله.
د وخت زبرځواک یا په بل عبارت، د ختیځ سترې امپراتورۍ پر وړاندې مبارزه او پاڅون د افغان ملت په حماسي تاریخ کې یوه زرینه پاڼه ده؛ هغه حماسه چې په هغه کې افغان ملت په خورا لږو امکاناتو د هیواد لویشت لویشت خاورې څخه دفاع او ساتنه وکړه او په سل ګونه زره د پرهر پرهر سینې او د زړه د وینې شریانونه د عزت، غیرت، میړانې او ازادګۍ الفبا رسم او انځور کړه؛ د افغان مسلمان ملت مقاومت د شوروي جمهوریتونو پر وړاندې چې هغه مهال د ختیځ زبرځواک او د نړۍ دوهم قدرت و، د ایثار او سرښندنې داسې صحنې یې جوړې کړې چې د هغه په شان ډیر لږ لیدل شوي او اوریدل شوي، او یاد به یې د نړۍ او مسلمانانو په تاریخ کې تلپاتې وي.
دغې جګړې نهه کاله او دوه میاشتې دوام وکړ او د دې مودې په ترڅ کې نارینه او ښځینه افغانان په ډیرو سختو او زړه بوګنوونکو شرایطو کې، په غرونو او رغونو، شیلو او دښتو کې او په ګرمۍ او سړو کې او تر ټولو سخته داچې نه یوازې د روسانو په وړاندې جنګیدل بلکه د وخت مرکزي حکومت هم د دوی پر وړاندې ولاړ و.
ګوندونو او اسلامي خوځښتونو د ځینو اسلامي او سیمې هیوادونو په ملاتړ او هڅونې، د افغانستان ملت د جهادي پاڅون واګي په لاس کې واخیستل او د هغوې په مشرۍ او جهت ورکونې، جهادي حرکتونو په فعالیت پیل وکړ؛ دا ګوندونه لکه «د افغانستان اسلامي جمعیت»، «اسلامي اتحاد»، «حزب اسلامي»، «د افغانستان اسلامي وحدت ګوند»، «اسلامي دعوت ګوند»، «د افغانستان ملي محاذ ګوند» او … چې هر یو د افغانستان د مختلفو قومونو او مذهبونو څخه جوړ و او د یوې موخې لپاره یعنې د شوروي اشغال پر ضد جنګیدل، او د مجاهدینو په جهت ورکولو، ترتیب او سمبال او په جهادي چارو کې د هغوی په سوق او ادارې سره، وتوانیدل چې شوروي ته ماته ورکړي او د اشغال پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي.
د افغانستان مجاهد ولس او اسلامي ګوندونو ترڅنګ، ډیرو عربو مجاهدینو هم افغانستان ته را کډه شول او د خپلو افغانانو ورونو سره اوږه په اوږه د شوروي ځواکونو پر ضد په جهاد او مبارزې اخته شول، هغوی په لوړه دیني او جهادي داعیې او روحیې، په افغانستان کې د خپلو ورونو مرستې ته را ودانګل؛ د هغوی تر ټولو مشهور شخصیت فلسطیني شیخ شهید «عبدالله عزام» و چې کلونه یې په افغانستان کې جهاد او مبارزه وکړه او د افغان ملت جهادي روحیې ته یې نوې نظم او سمون ورکړ؛ نوموړی د جهادي فعالیتونو او د جهاد په ډګر کې د ګډون ترڅنګ، د جهاد په فرهنګي او لیکوالي برخه کې هم رغنده رول ولوبوو او هغه سرښندنې او کرامات چې د افغانستان له مجاهدینو څخه د شوروي پر وړاندې د جهاد پر مهال ښکاره شوي و، په یو کتاب کې یې را غونډ کړل او هغه یې د «آیات الرحمن فی جهاد الافغان»؛ ( د رحمن نښې د افغان په جهاد کې ) تر نامه لاندې خپور کړ او د خلکو چوپړ ته یې وړاندې کړی دې.
له اسلامي ګوندونو پرته چې د شوروي پر ضد جنګیدل، د تحصیلي کال په پیل سره به ډیر محصلین او زده کړیالان هم د جهاد بیرغ  پورته کاوه او د پوهنتونونو تحصیلي ټولګي به د جهادي خوځښتونو په ډګر او د هغو د رهبرۍ او جهت ورکولو په مرکزونو بدلېدل.
له افغانستان څخه د شوروي وتل او ماتې
ولسي پاڅونونه د افغانستان په ټولو سیمو کې ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو و او جهادي ډلې منظمې او قوي کیدلې او د شوروي اشغالګرو او د هغوی کورني جیره خورو پر بدن یې ځپونکي ګوزارونه کول؛ د «برژنف» تر مړینې وروسته، «ګورباچف» د شوروي واکمن شو، د نوموړي حکومت چې له افغانستانه یې درانه زیانونه زغملي و او هم له جګړې څخه شاتګ د هغوی مقام او اعتبار ته په عمومي او نړیوالو غونډو کې او د کپیټالیزم نظام پیروانو هیوادونو په وړاندې د شرم او ننګ باعث و، د دې کړکیچ د حل او له دې ګړنګ څخه د وتلو لپاره یې حیله جوړه کړه او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په ۱۹۸۸ زیږدیز کال د اپریل په ۱۴ نیټه څلور اړخیزه هوکړه لیک د روسیې، امریکا، کابل او اسلام آباد ترمنځ په ژنو کې ترتیب او لاسلیک شوه چې د هغه د مفاداتو له مخې، شوروي ځواکونه د نهو میاشتو په لړ کې په سوله ییزه توګه له افغانستان څخه وځي.
بلآخره د شوروي یرغلګر ځواکونه په ۱۳۶۷هجري لمریز کال د سلواغې په ۲۶ نیټه چې د ۱۹۸۹م کال د فبروري ۱۵ سره سمون خوري، په ټيټو سترګو او شرموونکو وتلو ته اړ شول او همدغه ټپ د پخواني شوروي د جمهوریتونو د ړنګیدو سبب شو.
په دې توګه، د نړۍ د یوه زبرځواک لخوا د افغانستان د اشغال دوهم پړاو پای ته ورسید او د افغانستان ملت د میړانې، شجاعت او مجاهدتونو یوه بله زرینه پاڼه په ثبت ورسیده.
Previous Articleحضرت علي کرم الله وجهه (اوومه برخه)
Next Article فمینیزم (دیارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۸)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۷)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD4 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.