Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د الله تعالی وجود او انساني ذهن (پنځمه برخه)
اسلام شنبه _16 _مارچ _2024AH 16-3-2024AD

د الله تعالی وجود او انساني ذهن (پنځمه برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: د. اسامه جوهري

د الله تعالی وجود او انساني ذهن (پنځمه برخه)

په تېر انساني تاریخ کې چې د الله تعالی پر وجود د څومره ډېرو خلکو ایمان لرل ثابت دي ممکن بله موضوع تر دې حده نه وي ثابته، په تاریخي تواتر سره دا خبره ثابته ده چې په هر پېر کې داسې ډېر خلک موجود وو چې په یو خالق یې باور درلود، که د پخواني مصر تمدنونه وګورو، یا د مجوسیانو او هندوانو تمدنونو ته ځیر شو نو هرو مرو پکې د یو خالق تصور موندلای شو، لنډه دا چې په مطلق ډول په خالق باندې د ایمان لرونکو شمېر د منکرینو په پرتله ډېر دی.
دا چې د توحید عقیده څنګه له لومړۍ ورځې تر اوسه پاتې او بدلون یې نه دی موندلی په دې اړه ملحدین یوه فرضیه وړاندې کوي، چې په لومړي ځل د مشهور برطانوي بیولوجیست جولین هکسلي (Julian Huxley) له لوري مطرح شوه، نوموړی وایي چې: د خدای د تصور ارتقاء خپلې وروستۍ پوړۍ ته رسېدلی او نور پرمختګ نشي کولای؛ په لومړیو کې انساني ذهن دین ددې لپاره رامنځته کړی وو چې د مافوق الطبیعي ځواکونو پړه پرې واچوي له همدې امله لومړی سحر او جادو پیدا شوه، بیا یې ځای روحاني کړنو ونیو، ورپسې د ډېرو خدایانو د منلو عقیده رامنځته شوه او په پای کې د یو خدای عقیده او تصور رامنځته شو، د همدې ارتقائي پړاوونو په سرته رسېدو سره د دین او خدای تصور خپل کمال ته ورسېد.[1]
د ملحدینو له لوري د جولین هکسلي ددې نظریې تود هرکلی وشو، دا ځکه چې چارلس ډاروین د انسانانو د پیل په تړاو د ارتقاء نظریه مطرح کړې وه خو له ملحدینو سره بیا هم دا پوښتنه وه چې که خالق نه وي نو په انسانانو کې د خالق تصور څنګه رامنځته شو؟ چې دې پوښتنې ته یې جولین هکسلي داسې ځواب مطرح کړ چې پخوانیو خلکو د ډار او جادو له امله د خالق تصور رامنځته او د بېلابېلو څیزونو عبادتونه یې پیل کول چې د وخت په تېرېدو سره نوموړي تصور پرمختګ وکړ او په پای کې د یو خدای په جود باندې قائل او باوري شول.
د جولین هکسلی ددې نظریې په اساس ملحدین وایي چې د الله تعالی تصور د انساني ذهن زېږنده ده. خو حقیقت دا دی چې د الله تعالی له موجودیت څخه انکار د انساني ذهن پایله او حاصل دی، ځکه په دې خبره ټول ملحد او غیر ملحد تاریخپوهان په یوه خوله دي چې له خالق څخه د انکار پیل په یونان کې د دیاغورس له فلسفې څخه شوی دی.
د هکسلي د نظریې رد:
د جولین هکسلي نظریه د لاندې دلائلو پر بنسټ باطله او ناسمه ده:
لومړی- جولین هکسلي د خپلې نظریې د تأیید لپاره یو وړوکی تاریخي دلیل هم نلري، یا ملحدین چې د الله تعالی په هکله تصور د انساني ذهن پیداوار او لاسته راوړنه ګڼي د دې دعوې د ثبوت لپاره هېڅ کره دلیل او ثبوت نشي وړاندې کولای، د الله تعالی شتون ته د انساني ذهن زيږنده ويل تر ټولو مهمه تاريخي ادعا ده، دا ادعا فقط تاريخ ته د منطقي شکل په ورکولو باندي نشي ثابتېدايي، يعنې موږ نشو کولاي چې يوه تاريخي ادعا وکړو او هغې ته منطقي توجيه جوړه کړو ځکه چې تاريخ په حقايقو ولاړ دی نه په منطقي توجيهاتو، همدا راز هر کله چې هکسلی يا نور ملحدین ادعا کوي نو لازمه ده چې په تاريخي حقايقو او دلايلو يې ثابته کړي، تر اوسه هيڅ دسې تاريخې دلايل نشته چې د ملحدينو دا ادعا ثابته کړي.
همدا لامل دی چې په دې قضيه کې د ملحدينو ترمنځ خپله يو قوي او مبهم اختلاف موجود دی يعنې خپله ملحد فلاسفه هم د خدای د تصور د پیل په هکله یوې پایلې ته نه دي رسېدلي، بلکې هر فلسفي خپله ځانګړې نظریه لري؛ سګمنډ فرایډ وایي چې: د خدای تصور د انساني خواهشاتو له امله رامنځته شوی، کارل مارکس وایي چې د خدای تصور د شتمنو او بېوزلو تر منځ د کړکېچ د پای ته رسولو په موخه رامنځته شوی، همدا راز ځینې ملحد تاریخپوهان وایي چې د پخوانیو پاچاهانو د ډېر تعظیم او درناوي له امله د خدای تصور رامنځته شوی، د هکسلي نظریه هم ورته یوه فرضیه ده او د اثبات لپاره یې هېڅ دلیل نشته، بلکې هر ملحد چې هر ډول فکر کړی هماغه نظریه یې مطرح کړې.
دوهم- هر کله چې ملحد ادعا کوي چې الله تعالی د انساني ذهن زيږنده ده، نو دلته يو څو پوښتنې رامنځته کيږي؛ لومړی دا چې د الله تعالی تصور د يو پلان په ترڅ کې رامنځته شوی او که د توهماتو په پایله کې؟
که چېرې د الله تعالی تصور د يو پلان په نتيجه کې رامنځته شوی وي نو بيا خو لازمه ده چې د پلان د موخو له ترلاسه کېدو وروسته پلان ختم شي، که کومو مخصوصو بادشاهانو د خپل تعظيم لامله دا تصور رامنځته کړی وي او يا هم د جادو له امله رامنځته شوی وي نو بيا ولې د دومره فکري ارتقاء سره سره دا تصور لمنځه نه ځي؟
آيا دا شته او تېر انسانان د دې خبرې تفکيک نشي کولی چي الله تعالی د تيرو خلکو لپاره يو موقت او په ګټو ولاړ تصور وو او اوس بايد پرېښودل شي؟  واضحه خبره ده چې انسانان تفکيک کولی شي، البته دا خبره جوته ده چې الله تعالی د انساني ذهن زيږنده نه بلکې حقيقت دی، په تېر تاريخ کې فرعون دعوه وکړه چې زه رب يم، هغه وخت هم خلک پوه وو چې دا يوه ناسمه دعوه ده، که چېرې د الله تعالی تصور د وهم نتيجه  وي نو پوښتنه دا ده چې انسانانو ولې (د الله تصور) رامنځته کاوه؟ ولې په لکونو فيلسوفان له دې وهم څخه ځان نشي خلاصولای؟
که چېرې د يو چا په ذهن کې دا خبره وي چې د الله تصور په نسلونو کې په تواتر سره را روان دی نو ځکه تر اوسه باقي پاتې نو دا هم يوه غير حقيقي او غير منطقي خبره ده، لامل يې دا دی چې د نسلونو ترمنځ د توهماتو لېږد تر کومه حده شونی دی؟ آيا شونې ده چې بشپړ انساني ژوند پرې راټول شي؟ يعنې کوم توهمات چې له يو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي ډېر لږ اغېزمن وي، بلکې اکثره يې فقط تر ماشومانو پورې محدود وي؛ بل اړخ ته په غربي نړۍ کې د الله تعالی منل او خصوصاً د اسلام دين تر ټولو ډېر د پرمختګ په حال کې دی، نو  که چېرې د الله تعالی تصور د انساني ذهن زيږنده وي نو بيا ولې په غرب کې ډېر پوه انسانان خپل عقلي ژوند پريږدي او وهمي ژوند ته مخه کوي؟ دا ټولې هغه بنسټیزې پوښتنې دي چې د جولين هکسلی او يا هم د نورو ملحدينو نظريات تر پوښتنې لاندې راولي.
اوس دا پوښتنه چې آيا د توحيد تصور د ډېرو خدايانو د تصور د ارتقاء په نتيجه کې رامنځته شوی؟ ځواب دا چې نه! ځکه چې اکثره تاریخپوهان او لرغونپوهان (Archaeologists) په دې خبره متفق دي چې د خدای تصور د ډار، جادو، اقتصاد او خواهشاتو له امله نه دی رامنځته شوی، او نه هم د توحید تصور د ډېرو خدایانو له تصور څخه وروسته رامنځته شوی، بلکې لومړنیو انسانانو په یوه خدای (الله جل جلاله) ایمان درلود او وروسته د وخت په تېرېدو سره خلکو د نورو خدایانو او بتانو عبادت پیل کړی، او د یو خدای د بېلابېلو صفاتو لپاره یې د بېلابېلو خیالي خدایانو تصورات رامنځته کړي، داسې چې رحم او مهرباني یې ځانګړي خدای ته منسوب کړي، قهر او غصه یې بل خدای ته منسوب کړي، د شِفاء او روغتیا لپاره یې بل خیالي خدای رامنځته کړی او… چې په حقیقت له دې تصوراتو وړاندې دا ټول د یو خدای صفات ګڼل کېدل، خو د وخت په تېرېدو سره د ناپوهۍ او جهل له امله خلکو د بېلابېلو خدایانو تصورات رامنځته کړل، په دې تړاو د ځینو مشهورو تاریخپوهانو نظرونه په دې ډول دي:
د مصر د لرغونو آثارو مشهور څېړونکی ویلیم فلینډرز پیتري (William Flinders Petrie) وایي: توهمات او په ډېرو خدایانو باور د یو خدای د تصور د له منځه وړلو په موخه رامنځته شوی چې په معاصره نړۍ او پخوانیو ټولنو کې یې بېلګې لیدلای شو، که چېرې د یو خدای تصور د ډېرو خدایانو له تصور نه د ارتقاء او پرمختګ پایله وای نو موږ به هم د یو خدای منل د ډېرو خدایانو د تصور پایله ګڼلې وای، خو شواهد ددې برعکس دي، څېړنې ښيي چې لومړی د توحید یعنې د یو خدای د منلو عقیده موجوده وه او د وخت په تېرېدو سره په نوموړي تصور کې د لاسوهنو په اساس په ډېرو خدایانو د یقین او باور تصور رامنځته شوی[2].
نوموتی انسان پېژندونکی (Anthropologist) پروفیسور ویلهلم شمیټ (Wilhelm Schmidt) وایي: اوس دا خبره څرګنده شوې چې د انسان ابتدایي تصور په تر ټولو لوړه هستۍ یا د توحید په عقیدې باندې ولاړ وو، او د انسان دیني عقیده په بشپړ ډول د توحید عقیده وه[3].
د آکسفورډ پوهنتون نوموتی پروفیسور سټیفن لینګډن (Stephen Langdon) وایي: له شک پرته چې شته شواهد د یو خدای د منلو لور ته اشاره کوي، د یهودو لرغوني کتابونه او ادبي آثار هم دې خبرې ته اشاره لري چې د هغې زمانې خلکو په یو خدای باور درلود، خو اوس پخوانیو مذاهبو خپل اصلیت ورک کړی دی[4].
د تاریخ او لرغونپوهانو له نظره دا کره او ثابته خبره ده چې په لومړیو کې انسانانو د توحید عقیده درلوده، له قرآنکریم نه هم دا ثابته ده چې لومړنۍ عقیده د توحید وه او شرکي عقائد وروسته رامنځته شويدي. نو د ملحد ددې خبرې (خدای د انساني ذهن د پرمختګ او ارتقاء پایله ده) ځواب دا دی: کله چې یو تصور او فکر پرمختګ او ارتقاء کوي نو هرومرو په هغه تصور کې بدلون راځي، دا چې انسانانو په لومړیو کې په توحید ایمان درلود نو که چېرې د توحید په عقیده کې ارتقاء او پرمختګ شوی وای نو بیا خو به نوموړې عقیده له منځه تللې وای، خو برعکس په اوسني پېر کې د توحید عقیده د ټولو نورو عقائدو په پرتله ډېره منل شوې ده، او بله اړینه خبره دا چې د پیغمبرانو تاریخي تواتر او د توحید لور ته د هغوی بلنه هم په دې دلالت کوي چې دوی ټول د یو خالق له لوري را استول شوي او د هغه له لوري ورته وحی کېده.
Previous Articleاسلامي عقاید، د ماشومانون ډېوه (څلورمه برخه)
Next Article زما با احساسه مسلمان ورورکه…!

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه څلورمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک دوه ویشتمه برخه احیاء علوم…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD11 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ویشتمه برخه سریزه: د ملي‌پالنې د بېلابېلو اړخونو او بُعدونو په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.